د اقتصاد پوهنځي محصلانو د خپل علمي سېر پر مهال د مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
Sat, May 16 2026 9:31 AM
image

د اقتصاد پوهنځي محصلانو د خپل علمي سېر پر مهال د مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو د اقتصاد پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د خپلو استادانو په ملتيا د عملي زده ‌کړو په موخه؛ مالیې وزارت ته پنځه ورځنی علمي سېر وکړ، چي اول محصلانو د مالیې وزارت اړوند د پالیسي له معینیت، د بودیجې له لوی ریاست، د ګمرکو او عوایدو له معینیت او نورو اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړه او د هري برخي د کاري بهیر، مسئوليتو او فعالیتو په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل.

د پالیسي معینیت مسئولانو و محصلانو ته د اقتصادي او مالي پالیسیو د تدوین، تطبیق، څارني او ارزوني په اړه معلومات ورکړل او د دولتي پالیسیو د جوړښت او عملي کېدو بهیر ئې ور ته تشریح کړ؛ همداراز د بودیجې لوی ریاست مسئولانو د بودیجې د جوړوني مرحلې، د عوایدو او لګښتو د تنظیم میکانیزم، د انکشافي او عادي بودیجې توپیرونه او د بودیجوي دوران په اړه تفصیلي معلومات محصلانو ته ورکړل؛ او د محصلانو و پوښتنو ته ئې جوابونه وويل؛

همدا راز د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د رواني مشورې مرکز عمومي مدير ښاغلي ننګیالي صدیقي صاحب، چي د دې علمي سېر چاري ئې تنظيمولې او د دې علمي سر محصلانو؛  په کابل کښي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دوى ته ئې معلومات ورکړل؛ د دوى مېلمه پالنه ئې وکړه او هم د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوي، چي د دوى له پاره داسي علمي سېرونه برابروي.