د جیولوجي او معدن پوهنځي له پاره رئیس وټاکل سو

kdru_admin
Mon, May 11 2026 9:08 AM
image

د جیولوجي او معدن پوهنځي له پاره رئیس وټاکل سو

د کندهار پوهنتون د جیولوجي او معدن پوهنځي له پاره محترم پوهنمل انجنیر ویس خان صمدي صاحب رئیس وټاکل سو، چي د پېژندني په یادو مراسمو کي د پوهنتون د رهبرۍ ټول محترم غړي، د پوهنځیو رئیسان صاحبان او ځيني آمران صاحبان حاضر ول.

د معرفت مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سول، په شروع کښي د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک حدیث شریف بیان کړ: أَلَا کُلُّکُمْ رَاعٍ وَکُلُّکُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ. ژباړه: په تاسي کي هر یو مسئول او ساتونکی دئ او د خپل مسئولیت په اړه به پوښتنه ځني کيږي. هغه د دې حدیث شریف په تشریح کښي وویل: هر مسئولیت یو امانت دئ او امانت باید داسي چاته وسپارل سي، چي د هغه د ادا کولو وړتیا ولري او ساتنه ئې وکولای سي؛ همدارنګه هر مسئولیت چي موږ او تاسي ته راسپارل کېږي، دا دنیوي او اخروي مسئولیت هم لري او د هغه په اړه به پوښتنه راڅخه کيږي.
وروسته ښاغلي سعيد صاحب د نوي رئیس د علمي او مسلکي وړتیاوو یادونه وکړه او هیله ئې وښودله، چي د جیولوجي او معدن پوهنځي د لا پرمختګ له پاره به اغېزمن ګامونه واخلي؛ تر وینا وروسته محترم پوهنمل انجنیر ویس خان صمدي صاحب رسماً د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او د هغه د لا بریالیتوب له پاره دوعاوي وسوې.

د یادولو وړ ده، چي د جیولوجي او معدن پوهنځی د کندهار پوهنتون له نوو منظور سوو پوهنځیو څخه دئ، چي د پوهنتون د رهبرۍ په هڅو منظور سوی دئ او ټاکل سوې ده، چي سږ کال به په کانکور کي لومړي محصلان ور ته جذب سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۳