د ښې ویاندۍ کولو ورکشاپ پيل سو
د ښې ویاندۍ کولو ورکشاپ پيل سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، د مالي او ادراي چارو معاونيت اړوند د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړیکو آمریت د خپل پلان او د لوړو زده کړو وزارت د محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د لارښووني؛ چي محصلانو بايد په عملي ډګر کښي ښه وروزل سي؛ سره سم، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د استاد پوهنيار نور علي صدیقي صاحب په همکارۍ؛ د ښې ویاندۍ کولو څلور ورځنی ورکشاپ د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته شروع کړ.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په سر کښي د عامه پوهاوي او اړيکو آمر ښاغلي نذير احمد قادري ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د یاد ورکشاپ په اړه معلومات وړاندي کړل؛ د ښې ویاندۍ کولو ارزښت ئې بیان کړ او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي د ورکشاپ ټول موضوعات په پوره لېوالتيا سره تعقيب کړي؛
وروسته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استاد پوهنيار نور علي صدیقي صاحب، په یوه جوړ سوي پرېزینټېشن کښي د ویاند پر مسئولیتو، د ښه ویاند پر ځانګړتیاوو، د ښې ویاندۍ پر ارزښت او هغو مهارتو، چي یو ویاند ئې باید ولري؛ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او هم ئې د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل.
د یادولو وړ ده، چي دغه ورکشاپ به څلور ورځي دوام وکړي او په دې موده کښي به ډېره توجه د محصلانو عملي برخي ته يي؛ ترڅو هغوى وکولای سي، چي په عمل کښي د ښې ویاندۍ تمرین وکړي او خپله وړتیا نوره هم لوړه کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۷