۷۵۰ چاپي مواد

kdru_admin
Wed, Mar 18 2026 9:37 AM
image

په لومړي ځل؛ د ۱۴۰۵ل. کال له پاره د اداري چارو د معیاري کولو په موخه، ۷۵۰ چاپي مواد د پوهنتون په ځانګړي ډیزاین او لوګو کي چاپ سول

د کندهار پوهنتون د قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په ځانګړې لارښوونه، د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د رسنیو مرکز په ګډو هڅو او د مالي او اداري معاونیت په مالي لګښت، په لومړي ځل د ۱۴۰۵ل. کال له پاره د پوهنتون د ټولو معاونیتو، ټولو پوهنځیو، د مستشفی عمر تدریسي روغتون، ټولو آمریتو او شاوخوا ۲۰ کمېټو اړوند (۷۵۰) بېلابېل کتابونه او چاپي توکي د پوهنتون په لوګو او ډیزاین کي په معیاري بڼه ډیزاین او چاپ سول.
په دغو چاپي موادو کي د غونډو د یاداښت کتابچې، د غونډو د ثبت کتابونه، د رسېداتو کتابونه، صادره او وارده کتابونه، د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د حاضرۍ ثبت کتابونه او نور اړین اداري چاپي توکي شامل دي.

تر دې مخکي د پوهنتون ډېري چاري په ساده کتابچو کي ثبتېدې؛ خو اوس د قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د پاملرني او لارښووني له مخه، دغه چاپي مواد د ۱۴۰۵ل. کال له پاره په منظم او معیاري ډول چمتو سوي دي؛ د استادانو، اداري او خدماتي کارکونکو حاضري هم له ساده بڼي څخه منظمي او کمپیوټري لیکني ته اوښتي ده.
د دغو چاپي موادو په کارولو سره به د پوهنتون ټولي چاري په منظم او معیاري ډول ثبت او تنظیم سي، چي دا به د پوهنتون د کیفیت پر لوړاوي او اداري نظم باندي اغېز ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۸