په کندهار پوهنتون کي د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله تعالی ورعاه اختریز پيغام ووېشل سو
په کندهار پوهنتون کي د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله تعالی ورعاه اختریز پيغام ووېشل سو
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړيکو آمریت له خوا د پوهنتون ټولو اُستادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة ﷲ اخند زاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام ووېشل سو.
د پيغام د وېش پر مهال د کندهار پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو خوښي وښوده، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی اختريز پيغام تر لاسه کوي او ډاډ ئې وړاندي کړ، چي د خپل اسلامي نظام ملاتړ او همکاري به همېشه کوي.
په دغه پیغام کي د نورو ګڼو مهمو موضوعاتو ترڅنګ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی له هيوادوالو غوښتي، چي د ښووني او روزني په برخه کښي پوره هڅي وکړي، د ځوانانو، عامو خلکو او مجاهدینو د افکارو د تنویر او د دیني تندي د خړوبولو له پاره پوره توجه وکړي او مسئولان دي تربیتي حلقې او اصلاحي مجلسونه ور ته برابر کړي؛ همدارنګه سپارښتنه سوې ده، چي په هغو سیمو کي، چي مسجدونه نه يي؛ هلته دي مسجدونه آباد سي او علماء کرام دي په مسجدو کي خلکو، ځوانانو او کوچنيانو ته دیني تعلیم ورکړي.
دغه راز په پیغام کي ټینګار سوی، چي ټول افغانان دي له هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصبو څخه ځانونه وساتي؛ الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو جنګو او مخالفتو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فُرصت برابر کړی دئ؛ نو لازمه ده، چي له دې فُرصته ښه ګټه واخیستل سي تر څو یووالی او اتفاق لا پیاوړی وساتل سي.
نېټه: ١٤٤٧/٩/٢٧
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت