د کب د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Mar 16 2026 2:00 PM
image

د کب د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د (۱۴۰۴ل.) کال د کب (حوت) د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئيسان، د ځینو آمریتو محترم آمران او ځيني اداري کارکوونکي حاضر ول.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې وويل: مسلمان باید پر خپل دین استقامت ولري، ستونزي وزغمي او په سختیو کي صبر وکړي؛ ځکه همدا استقامت او صبر د انسان د بریا او پرمختګ سبب ګرځي؛ موږ او تاسي هم بايد په پوهنتون کي خپلي چاري په منظم او مسئولانه ډول پر مخ یوسو؛ تر څو د پرمختګ پر لور ګامونه واخلو، د پوهنتون عمومي نظم مراعاتول ډېر مهم دي؛ باید د استادانو او محصلانو حاضرۍ ته پوره پام وسي او رخصتۍ هم یوازي د رسمي چوکاټ او هغو اصولو له مخه وسي، چي وزارت ټاکلي يي؛ په ځانګړي ډول د اختر په شپو او ورځو کښي باید له بې‌ځایه او غیر ضروري رخصتیو څخه ډډه وسي؛ ترڅو د پوهنتون علمي او اداري چاري په منظم ډول رواني پاته سي.

ورپسې په ناسته کښي د ټولو معاونیتو، کمېټو او ریاستو د (۱۴۰۴ ل.) کال د راپورو او د (۱۴۰۵ل.) کال د پلانو، د (۱۴۰۵ل.) کال د اکاډيمیکي کالينداري پر تائیدي، د ټولو کمېټو د غونډو د کتاب، ارګانګرامو، لایحو او د غړو پر تائیدۍ، د پوهنځیو په کچه د ځینو کمېټو د فعالیت او عدم فعالیت پر ارزونه او د اقتصاد پوهنځي د تطبیقي اقتصاد څانګي د فارغرورکوونکي او د څانګو د نوم د تغیر پر موضوع او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.

تر يادو موضوعاتو وروسته، د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو او دغه راز د ټولو پوهنځيو رئیسانو صاحبانو په نوبت سره د (۱۴۰۴ل.) کال راپورونه له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل د (۱۴۰۵ل.) کال پلانونه شريک کړل.

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/٩/۲۶