د مستشفی عمر تدریسي روغتون له پاره نوی رئیس

kdru_admin
Wed, Mar 11 2026 3:31 PM
image

د مستشفی عمر تدریسي روغتون له پاره نوی رئیس وټاکل سو

د رئیس الوزراء د عالي مقام د حکم په اساس د کندهار پوهنتون د مستشفی عمر تدریسي روغتون له پاره ډاکټر صاحب محمد حسن طاهر نوی رئیس وټاکل سو، چي د پېژندني په مراسيمو کي ئې د رهبرۍ محترم غړي، د بېلابېلو پوهنځیو ښاغلي رئيسان، د روغتون ډاکټران صاحبان، اداري کارمندان او استادان حاضر ول.

د پېژندني ياد مراسيم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سول؛ په سر کښي د کارکوونکو چارو آمر محترم مولوي محمد اسماعيل سعادت صاحب وويل: د ياد روغتون د مخکني رئیس محترم ډاکټر احمدشاه عمر خدمتونه د قدر او ستایني وړ دي، او له هغه څخه مننه کوو، چي د خپلي دندې پر مهال ئې صادقانه خدمت کړی دئ؛ وروسته ئې د نوي ټاکل سوي رئیس د تقرر حکم ولووست او د روغتون ټولو ډاکټرانو صاحبانو او کارکوونکو ته ئې نوی رئیس رسماً وروپېژند.
ورپسې د ياد روغتون مخکني رئیس محترم ډاکټر احمدشاه عمر د روغتون د ټولو ډاکټرانو صاحبانو او د پوهنتون له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د روغتون د ټولو چارو په ښه ترسراوي کي ئې له ده سره پوره همکاري وکړه؛ دغه راز ئې د نوي رئیس صاحب څخه غوښتنه وکړه، چي د روغتون د پرمختګ له پاره پاته پلانونه بشپړ کړي؛

وروسته د کندهار پوهنتون د مستشفی عمر تدریسي روغتون نوي رئيس صاحب ډاکټر محمد حسن طاهر وویل: له ټولو درنو مشرانو څخه مننه کوم، چي زه ئې د دې دروند مسئولیت وړ وګڼلم او باور ئې راباندي وکړ؛ دا باور زما له پاره ویاړ او په عین حال کي ستر مسئولیت دئ.
د معرفت د مراسيمو په پای کښي ښاغلی طاهر صاحب د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په ټولو چارو کښي د برياليتوب دؤعاوي ور ته وسوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۲