د دارالصالحین لیليې محصلانو ته بیان وسو
د دارالصالحین لیليې محصلانو ته بیان وسو
د چهارشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته بيان وکړ.
بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ ورپسې ښاغلي شیخ صاحب د خپلو خبرو په پيل کي محصلانو ته وویل: کله چي تاسي د سميسټر په پیل کي له کوره پوهنتون ته راځی؛ نو حتماً د ځان له پاره یو منظم پلان جوړوی، چي څنګه درس ووايم؛ تر څو په ښو نؤمرو بریالي سم؛ نو د قیامت ورځ هم همداسي چمتووالی او پلان غواړي؛ که انسان د خپل آخرت له پاره چمتووالی ونیسي؛ نو د الله تعالی له دایمي نعمتو، چي هغه جنت دئ، برخمن کېږي، د دؤنيا (دنیا) متاع (د دؤنيا موقتي ګټي او نعمتونه) یوازي لنډمهاله او تېرېدونکی وخت دئ؛ اصلي ګټه په آخرت کښي ده.
دغه راز شیخ صاحب په خپلو خبرو کي زیاته کړه؛ ګرانو محصلانو! روژه مبارکه رارسېدلې ده او موږ نېکمرغه یو، چي الله تعالی موږ ته د ژوند فُرصت پکښي راکړی دئ؛ باید خپل ژوند غنیمت وبولو او له دې مبارکي میاشتي څخه سمه استفاده وکړو؛ نبي کریم صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي اې خلکو! پر تاسي يوه مبارک مياشته را روانه ده؛ چا چي په دې مياشت کي يو نفل (د خير کار) وکړ، د نورو مياشتو د يو فرض د ادا کولو په څېر اجر لري؛ او چا چي په دې مياشت کي يو فرض ادا کړ، د نورو مياشتو د اويا فرضو په اندازه اجر او ثواب لري؛ نو بايد په دې مبارکه میاشت کي له غیبت، ناسمو خبرو او نورو ناوړه کړنو څخه ځانونه وساتو. د قرآن کریم ترجمې او تفسیر ته کښېنو، د تراویح لمونځ او ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کړو؛ له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړئ، له اختلافاتو ځانونه وساتئ، د لیلیې ټول محصلان به د پوهنتون په مسجد کي تراویح ادا کوي؛ کوم اصول او مقررات، چي موږ تاسي ته وضع کړي؛ دا د پلار د شفقت په څېر دي؛ موږ هیڅ ناوړه نیت نه لرو، فقط غواړو، چي ستاسي روزنه د بااخلاقه محصلانو په توګه وسي. د لیلیې مسئولان به د لیلیې د محصلانو راپور هره اوونۍ له موږ سره شریکوي او ستاسي هره غوښتنه او اړتیا ته به تر خپله وسه رسیدګي کېږي.
په وروستيو کي شیخ صاحب محصلانو بېلابیلي اصلاحي سپارښتني وکړې او دغه راز ئې تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او وروسته مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٩/١