د نوښت پالیسۍ پېژندني سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Mon, Feb 16 2026 3:22 PM
image

د نوښت پالیسۍ پېژندني سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي د علمي څېړنو معاونیت اړوند د نوښتو عمومي مدیریت، د ۱۱ پوهنځیو ۱۱۰ محصلانو ته د «نوښت پالیسۍ پېژندني» په نوم سیمینار وړاندي کړ.

د یاد سیمینار روزنکو: د نوښتو عمومي مدیر سمیع الله نایل او د ټولنیزو علومو کارپوه احمد ضیا سادات، د نوښت او خلاقیت پر ارزښت، د اړوند بست د شرایطو او دندو پر لایحه او د څېړني پر بنسټیزو اصولو؛ د لوړو زده کړو وزارت د نوښت پالیسۍ پر موخو: د استعدادو پر پېژندنه، د څېړني پر پیاوړتیا او اقتصادي ځان بسیایني باندي هر اړخيز معلومات وړاندي کړل.

د سیمینار په وروستیو کي د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۸