د مسلکي پرمختیایي مرکز ارزونه

kdru_admin
Tue, Jan 20 2026 5:15 PM
image

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز ارزونه وسوه

 

د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست اړوند راغلي پلاوي (د علمي او مسلکي ظرفیت لوړاوي او پرمختیا آمر محترم مفتي محمد سعید مدني صاحب او د تخنیکي چارو کارپوه، محترم احمدالله کاکړ صاحب) کندهار پوهنتون ته رسمي سفر وکړ او د ياد پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د فعالیتو ارزونه ئې وکړه.

 

یاد پلاوي د ارزوني پر مهال لومړی د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د ټولو شعبو، د غونډو تالار، تجهیزاتو، ګدام، د ورکشاپو د کتابو او د یاد مرکز له خوا د چاپ سوو آثارو او هم د ټولو فعالیتو هر اړخیزه ارزونه وکړه، اړوند اسناد او راپورونه ئې وکتل.

 

د ارزوني تر بهیر وروسته، یاد پلاوي د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره د همږغۍ ناسته وکړه. په ناسته کي لومړی محترم مفتي محمد سعید مدني صاحب د خپل سفر موخي، د ارزوني بهیر او د مسلکي پرمختیایي مرکز د ارزښت او اهمیت په اړه خبري وکړې. هغه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د ټولو فعالیتو ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه، چي په یاد مرکز کي په واقعي ډول ډېر کار سوی دئ او زموږ د ارزوني په جريان کښي دا ثابته سوه، چي د پوهنتون رياست مقام او ټولو معاونیتو په بشپړ ډول د ياد مرکز سره همکاري کړې ده؛ ښاغلي مدني صاحب وويل: په دې مرکز کي داسي تجهیزات سته، چي کېدلاى سي د لوړو زده کړو وزارت اړوند په ډېرو مراکزو کښي نه يي او داسي پروګرامونه پکښي عملي سوي دي، چي وزارت د راتلونکي له پاره پلان درلود، چي علمي ئې کاندي؛ خو دغه مرکز لا له وړاندي پلي کړي دي.

 

ورپسې، د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه؛ له هغو څخه ئې مننه وکړه او د هغوی سفر ئې اغېزمن وباله.

 

په وروستیو کي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر محترم پوهندوی عطاءالله محمدي د یاد مرکز پرمختګ، د پوهنتون د رياست مقام، د ټولو معاونیتو او پوهنځيو د ګډو همکاریو پایله وبلله. ښاغلي محمدي د پوهنتون د رياست مقام، مالي او اداري معاونيت، علمي معاونیت، محصلانو معاونيت، د علمي څېړنو د معاونيت، د استادانو د آمريت او د دعوت او ارشاد آمریت څخه ځانګړې مننه وکړه، چي له دوى سره ئې د ياد مرکز په چارو کښي بشپړه همکارې کړې ده؛ هغه زياته کړه، چي د مسلکي پرمختيايي مرکز د خپل کلني پلان پر اساس په ١٤٠٢ل. کال ٦٢، په ١٤٠٣ل. کال ٥٢ او په ١٤٠٤ل. کال تر نن ورځي پوري ٣٤ بېلابېل فعاليتونه کړي دي.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۹