د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ آزمویني پيل

kdru_admin
Sun, Dec 28 2025 3:26 PM
image

په کندهار پوهنتون کي د ديني مدرسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ آزمویني پيل او په لومړي ورځ د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب د يادو آزموینو د صحنې څخه څار او ارزونه وکړه
لوړو زده‌کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست؛ د هیواد د نورو ولايتو ترڅنګ؛ د دیني مدرسو له زرونو (زرګونه) فاضلانو څخه د (۱۴۴۷هـ ق.) کال آزموینو اخیستلو پروسه، نن شنبه (۱۴۴۷/۶/۷هـ.ق.) رسماً پيل کړه، چي په کندهار پوهنتون کي له نن شنبې څخه بیا تر پنج شنبې پوري، د شاوخوا ٧۷۵ فاضلانو څخه به آزمویني په عالیې او عالمیې درجو کي واخیستل سي.
په همدې موخه جوړه سوې پرانيست غونډه کي چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د آزموینو پر شرعي او اصولي اړخو هر اړخیزي خبري وکړې، وروسته هغه د لوړو زده‌کړو وزارت په استازیتوب د دې ټولي پروسې د شفافیت ډاډ ورکړ او وې (وه ئې) ویل؛ هغه کسان به بریالي کیږي، چي سوالو ته ئې سم جواب ویلی يي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په ملتیا په کندهار پوهنتون کي د ديني مدرسو د علماء کرامو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ آزموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه او هم ئې فاضلانو ته وويل: د خوښۍ ځای دئ، چي ستاسي آزمویني په بشپړ شفافیت سره شروع سوې، د خپلو آزموینو د هري ورځي پوښتن پاڼي په پوره دقت، تمرکز او صداقت سره حل کړی؛ ځکه همدا آزمویني ستاسو د بریا او علمي پرمختګ راز دئ، وروسته هغه د آزموینو له څو ګډونوالو څخه هم حال واخیست، د هغوی د چمتووالي، ستونزو او نظریاتو پوښتنه ئې وکړه او د لا بریا دؤعا (دعا) ئې ورته وکړه.
محترم عبدالمجيد معروفی او محترم سید سیف‌الرحمن، چي د آزمویني ګډونوال ول، خوښي وښودله، چي مسئولانو دا ډول زمینه ورته برابره کړې؛ دوی وویل: آزموینو ته ئې بشپړ چمتوالی نیولی، پروسه هم په شفاف ډول ده او سوالونه هم د دوی د وړتیاؤ مطابق راوړل سوي دي.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۷
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت