اداري بستونو له پاره آزموینه

kdru_admin
Sat, Dec 06 2025 3:40 PM
image

د پنځو اداري بستونو له پاره آزموینه واخيستل سوه

 

په کندهار پوهنتون کي د پنځو خالي اداري (د کتابتون آمریت، د کتابتون د تنظیم او توزیع مدیریت، د مرکزي لابراتوار د مهندسۍ لابرانټ مدیریت، د راډیو عمومي مدیریت او د کمپیوټر ساینس پوهنځي اړوند د کمپیوټر تکنېشن) بستونو له پاره آزموینه واخيستل سوه.

 

په همدې موخه جوړه سوې پرانيست غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون رئیس محترم شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: کندهار پوهنتون د ټولو ګډ کور دئ؛ که هر څوک يي او د هر قوم يي د افغانستان اسلامي امارت غړی دئ او د همدې نظام برخه ده، په اسلامي نظام کي ډاکټر، انجنير ښوونکی او هر کس به ځان پکښي ویني، هر ریښتنی مسلمان زموږ ورور دئ او موږ په همدې اداره کي د وړتیا مطابق ځای ورکوو. هغه په خپلو خبرو کښي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي.

 

ورپسې د کندهارولایت مقام د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د استخدام آمر مولوي محمد صدیق مسلم آغا صاحب وویل: آزموینه اخیستل د اداراتو د پرمختګ شرط ده، د نقل څخه ډډه وکړئ، ځانونه په خپل لیاقت کامیاب کړی.

 

وروسته د پوښتنو پاڼي د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د استخدام کمېټې غړو او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيستلې؛ د آزمويني بهير پيل او مسؤلانو او د هيئت غړو په منظم ډول وڅاره.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۵