د لړم د میاشتي علمي شورا وسوه
د لړم د میاشتي علمي شورا وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د لړم (عقرب) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د ځينو آمریتو آمران حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې ویل: باید شکر ادا کړو، چي الله جل جلاله موږ او تاسو ته په یوه داسي علمي کور کي مسئولیت راکړی، چي د ټولني د لارښووني او پرمختګ اصلي مرکز بلل کيږي او د هيواد د ځوان نسل د فکري او علمي راتلونکي د جوړولو له پاره بنسټیز اهمیت لري.
شیخ صاحب د خپلو خبرو په دوام د کندهار پوهنتون د مستشفی عمر تدریسي روغتون یادونه هم وکړه او زیاته ئې کړه، چي الحمدالله د یوې مودې ځنډ وروسته، یو ځل بیا د مستشفی عمر تدريسي روغتون نوې عملیاتخونه جوړه او د دې ځورېدلي ملت د روغتيايي عملیاتو د خدمت چاري پکښي پيل سوې؛ ښاغلي شيخ صاحب وويل: د روغتون د مسئولانو او ډاکټرانو هڅي د ستايلو دي او دغه راز د محصلانو د عملي روزني تر څنګ باید دغه روغتون د ټولني د درد دوا هم سي او لا زیات پام بايد ور ته وسي. شیخ صاحب د پوهنتون د محصلانو په اړه وویل: محصلان زموږ له پاره ستر امانت دي، د علمي روزني ترڅنګ ئې باید د صورت او سیرت د اسلامي شریعت مطابق جوړېدو ته ځانګړې توجه وسي.
محترم رئيس صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کي د استادانو، آمرینو او ټولو مسئولانو څخه د لا ګډ کار او هڅو غوښتنه وکړه. هغه وویل: د پوهنتون د پرمختګ له پاره ټولو استادانو او کارکوونکو ډېري هڅي کړي؛ خو لا هم اړتیا ده، چي هر مسئول د خپل مسئوليت په ترسره کولو کي لا نور کار او هڅي وکړي.
ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کي د استادانو د علمي آثارو احصائیوي ډاټابېس، د (۱۴۰۵ل.) کال د نوي تشکيل، د مستشفی عمر تدریسي روغتون او لابراتوارو د ارزوني، د حاضرۍ پر کنټرول، د محصلانو د اسلامي فکري روزني د سیالۍ پر تنظیم، د علمي څېړنو پر پرمختګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوي او وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۸