شيوخو کرامو و محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وکړ

kdru_admin
Tue, Oct 21 2025 9:31 AM
image

 

 

د کندهار پوهنتون په مسجد کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ د (۱۴۰۴ل.) کال د مني (خزاني) لومړي سیمیسټر د پېل سره سم د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د کندهار د امرباالمعروف او نهي عن المنکر رياست اړوند د شکاياتو اورېدلو مسئول محترم شيخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب او د کندهار د ابراهيم النخعي رحمه الله د جامعې ریاست رئیس محترم قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب، پر خپلو ټاکل سوو موضوعاتو بحث او بیانونه وکړل، چي پر مهال ئې د انجنيري، فارمیسي او ښووني او روزني پوهنځیو زرونه (زرګونه) محصلان او محترم استادان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمريت آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب راغلو مېلمنو: محترم شيخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب او محترم قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب ته ښه راغلاست ووايه؛ او وې (وه ئې) ويل: د شيوخو کرامو دا درسونه ادامه لري او د مهالوېش مطابق به، په هر سيميسټر کي بېلابېل شيوخ کرام محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیانونه کوي او له محصلانو مي غوښتنه ده، چي د يادو قدرمنو شيوخو کرامو بیانو ته ښه متوجه واوسي.

 

 وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د کندهار ولایت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر رياست اړوند د شکاياتو اورېدلو مسئول محترم شيخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب د خپلي ټاکل سوي موضوع (په مځکه کي د الهي احکامو د تنفيذ اهميت) په اړه هر اړخیزي خبري وکړې او وې ویل: د الله تعالی جل جلاله احکام د بشر د نېکمرغۍ او د ټولني د عدالت بنسټ دئ؛ که څوک د الله د کتاب او د رسول الله ﷺ د سنتو حکمونه نه مني، هغه کافر دئ؛ د الهي نظام د تطبیق موخه د ظلم مخنیوی او د بشري ژوند سمون دئ؛ که د بشر جوړ نظامونه د الله جل جلاله له امر سره په ټکر کي سي؛ نو نه عدل پاته کېږي او نه امن؛ ځکه حقیقي عدالت يوازي د الهي احکامو په سايه (سیوري) کي تأمینيږي.

 

وروسته، د کندهار د ابراهيم النخعي رحمه الله د جامعې ریاست رئیس محترم قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب، پر خپلي ټاکلي سوي موضوع (د تقليد پېژندنه او د امام ابو حنيفه رحمه الله د مذهب ترجيح) په اړه هر اړخيزي خبري وکړې او وې ویل: تقلید هغه علمي اصل دئ، چي د رسول الله ﷺ د اُمت د يووالي او فکري ثبات ضمانت کوي؛ که هر څوک بې‌اصله د دین په چارو کي خپل نظر وړاندي کړي، امت به د اختلاف ښکار سي؛ زموږ اسلافو د علم، اجتهاد او شرعي اصولو پر بنسټ مذهبونه رامنځ ته کړل او د امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله مذهب د همدې علمي ژورتیا، فکري اعتدال او فقهي دقت له امله د امت او علماءکرامو د باور وړ ګرځېدلی دئ او زموږ په هيواد کي نږدې (۱۲۲۷ل.) کاله وړاندي پرېکړه سوې وه، چي ټولي شرعي فیصلې دي د همدې مذهب له مخه ترسره کېږي، دغه راز د افغانستان اسلامي امارت نظام هم پر همدې منهج ولاړ دئ او د همدې مذهب د اصولو تابع دئ.

هغه زیاته کړه؛ د امام ابو حنیفه رحمه‌الله منهج د قرآن کريم، سنت، اجماع او قیاس پر ټینګو اصولو ولاړ دئ، دا طریقه د امت د منځلاریتوب او اعتدال څرګند استازیتوب کوي، محصلان باید د خپل مذهب اصول په ژوره توګه وپېژني، د دلیل او منطق پر بنسټ خبري وکړي او د خپلو علماء کرامو د اجتهاد او د امت د ېووالي قدر وکړي.

 

وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۸