د حضرت حنظله "رضي الله عنه" د مدرسې مسئولانو او استادانو د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره د همږغۍ ناسته وکړه

kdru_admin
Sat, Oct 04 2025 11:37 AM
image



د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمريت د غونډو په تالار کي د حضرت حنظله "رضي الله عنه" د مدرسې مسئولانو او استادانو، د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره د همږغۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید، د کیفیت لوړاوي ښاغلی آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد، د دعوت او ارشاد آمر، د عامه پوهاوي او اړیکو آمر، د حضرت حنظله "رضي الله عنه" د مدرسې مسئولان او استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون رئیس الحاج شیخ عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: الله جل جلاله خپل نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ډېرو سختو امتحانو کي بریالی کړ؛ همداسي صحابه، تابعین او تر ننه پوري ټول مخلص بندګان په بېلابېلو امتحانو کي د الله تعالی په مرسته بریالي سوي دي؛ هغه زیاته کړه: زموږ او ستاسي دنده دا ده، چي د اسلامي نظام دفاع به په هر قیمت کوو، د دیني علومو کور مدرسه ده او د عصري علومو کور پوهنتون او ښوونځی دي؛ دښمنانو هڅه کړې وه، چي د دواړو ترمنځ واټن او نفاق راولي؛ اوس دواړه بنسټونه د اسلام او هيواد د پرمختګ له پاره ېو ځای کار کوي.

ښاغلي طیبي وویل: موږ ستاسي له راتګ څخه مننه کوو او هیله لرو چي د مدرسو زده‌کوونکي هم د پوهنتون له پروګرامو ګټه واخلي، دا د شکر ځای دئ، چي هر کال له مدرسو څخه په زرونه (زرګونه) علماء کرام، حافظان او فاضلان فارغېږي او د پوهنتون له بېلابېلو څانګو هم په زرونه محصلان فارغېږي؛ تېر کال الحمدلله ۴۰ قاریان د عصري زده کړو ترڅنګ د قرائت له برنامې څخه هم فارغ سول.

وروسته د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد د پوهنتون د تدریسي سیسټم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او د کیفیت د تضمین پروسې او معیارو اړوند ئې ېو تفصیلي پریزینټېشن وړاندي کړ؛ همداراز د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت اړوند بیا د خپل آمریت کړني بیان کړې او د هر راز همکاریو ډاډ ئې ورکړ.

ورپسې د حضرت حنظله "رضي الله عنه" د مدرسې مهتمم محترم حافظ مولوي صالح محمد ولي صاحب، د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د دې ډول ناستو د دوام غوښتنه ئې وکړه؛ هغه همدارنګه د مدرسو د استادانو د تدریسي مهارت د لوړولو په برخه کي د سیمینارو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱