د ځوان نسل د فکري روزني د علمي سیالۍ

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۵۵
image

د ولايت په سطحه د ځوان نسل د فکري روزني د علمي سیالۍ د جوړېدو په موخه د همږغۍ ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون په ریاست مقام کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست محترم رئیس مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب، د کندهار پوهنتون له قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره مشورتي ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي هم حاضر ول.

د ناستي په پیل کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست محترم رئیس مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب وویل: یاد ریاست پتېيلې ده، چي د ولایت په سطحه د ځوان نسل د فکري روزني په نوم یوه علمي سیالي جوړه کړي، چي په دې برخه کي د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو همکاري ډېره مهمه ده او هیله ده، چي د سیالۍ د تنظیم او چمتووالي په برخه کي همکاري راسره وکړی.
همداراز ښاغلي سمنګاني یادونه وکړه، چي په کندهار پوهنتون کي د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي، چي دا د پوهنتون د منظمي رهبرۍ د اغېزمن مدیریت څرګندونه کوي.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ځوان نسل د فکري روزني د سیالۍ پر جوړېدو ئې خوښي وښودله او دا ئې یو مهم ګام وباله. هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي کندهار پوهنتون د خپلو محصلانو د فکري او علمي روزني له پاره بېلابېل فعالیتونه کړي دي او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانو او احکامو د پوهاوي او تطبیق په برخه کي جدي کار سوی دئ.

په پای کي د پوهنتون رئیس صاحب د پوهنتون په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د ناستي په ترڅ کي په ځینو اړوندو مهمو برخو کې اړیني پرېکړي هم وسوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۸