نيالګی کښېنول د هر انسان ټولنيز مسئوليت او جاریه صدقه ده
نيالګی کښېنول د هر انسان ټولنيز مسئوليت او جاریه صدقه ده
پوهان وایي: د سېب (مڼې) په داخل کي، چي کوم پټ تخم دئ؛ دا په اصل کي د یو لوی باغ استازیتوب کوي. همدا مانا موږ ته دا پیغام راکوي، چي هر کوچنی عمل کولای سي ډېر بدلون رامنځ ته کړي.
نيالګي کښېنول جاري صدقه ده؛ داسي نېک عمل دئ، چي ګټه ئې کلونه او حتی نسلونه - نسلونه دوام کوي؛ یو نیالګی کولای سي هوا پاکه کړي، سایه (سیوری) برابر کړي، چاپېریال ته ښکلا ورکړي او د طبیعت توازن وساتي.
که غواړو پاک، زرغون او سالم چاپېریال ولرو؛ نو اوس ئې د ايښوولو له پاره ښه موسم دئ او په کار ده، چي په ساتنه کي ئې فعاله ونډه واخلو او خپل، کور، کلی او ښار ته ښکلا او ژوند ور وبخښو.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۵