د حقوقي لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، حقوقي کلینیک مدیریت د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځيو له پاره او د کندهار ولایت د درو خصوصي (میرویس نیکه، ملالۍ او لمر) پوهنتونو د حقوقو پوهنځیو محصلانو ته د حقوقي لیکني درې ورځنی ورکشاپ په برياليتوب سره پای ته ورساوه.
په دغه درې ورځني ورکشاپ کښي، د کندهار پوهنتون څلورو استادانو: محترم پوهنیار امیر جان الهام، ښاغلي پوهنيار عزت الله علیزي، قدرمن پوهنيار شکرالله دانش مل او استاد پوهندوی عبدالوهاب طيب، د حقوقي لیکني اړوند د لیکوالي، د لیکوالۍ مراحل، اغېزناکه لیکوالي، د حقوقي ليکني پېژندنه، د حقوقي ليکني اهميت، عمومي اهداف، د انتقادي تفکر فرضيه، د استدلال تحليل، حقوقي اصول او قواعد، حقوقي مسئولیت، حقوقي مقاله، د مقالې برخي، د متهم او مظنون له خوا د پېښي جريان، حقوقي مسئوليت او دغه راز پر نورو اړوندو موضوعاتو باندي خپل موضوعات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.
د ورکشاپ په وروستیو مراسمو کي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر محترم مولوي محمد معصوم زاهد د یادو استادانو څخه مننه وکړه، چي محصلانو ته ئې بېلابېل ګټور موضوعات وړاندي کړل او له ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي د یادو موضوعات څخه په راتلونکي کي ښه ګټه واخلي.
وروسته ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱