ښووني او روزني پوهنځی لنډه پېژندنه
د رئېس پیغام
معیاري او با کیفیته ښوونه او روزنه د ټولني او هیواد د ملا د تیر حیثیت لري. هر څومره چي باکیفیته ښوونه او روزنه د ځوان نسل وسي په همغه اندازه به هیواد سوکاله او د پرمختګ په لور بیړني قدمونه واخلي. د کندهار پوهنتون په تشکيل کي د ښووني او روزني پوهنځي په 1381ل. کال کي په دې موخه تاسیس سوه تر څو اسلامي او افغاني فرهنګ ته وفادار مسلکي ښوونکي، چي د 21 قرن د تدریس په نویو او عصري میتودونو سمبال وي ټولني ته تقدیم کړي. د ښووني او روزني پوهنځی د يوې ځواني پوهنځی په توګه په تیرو دوو لسیزو کي په کمي او کیفي لحاظ د پام وړ پر مختګ کړی دی او ان شاءالله که پروګرامونه همداسي د پلان مطابق مخ ته ولاړ سي په راتلونکو پنځو کلنو کي به نوموړي پوهنځی د ښووني او روزني پوهنتون ته ارتقا وکړي، او په دې برخه کي به ښې لاسته راوړني ولري. د اوس له پاره پوهنځی د 12 فارغ ورکوونکو او یوې پوهنځی شموله څانګي په لرلو سره په عمومي او داخل خدمت کښي شاوخوا 1046 تنه محصلان په تدریس او عملي زده کړو بوخت دي. د پوهنځی شاوخوا 80% استادان د افغانستان په داخلي او د نړی د بېلابیلو هیوادونو د مشهوره پوهنتونونو څخه د ماستري او دوکتورا په کچه لوړي زده کړي لري. ټوله استادان د OBE-SCL میتود په کارولو سره خپل تجربي او علمي پوهه محصلانو ته انتقالوي. د ښووني او روزني پوهنځی د خپل رسالت له مخي په محدودو امکاناتو سره محصلانو ته د لابراتواري کارونو په عملي کولو، په ټکنالوژيکي وسايلو سمبال ټولګي او عصري تدريسي مېتودونو په کارولو سره د هیواد په کچه یو له مخکښه پوهنځيو څخه ده. د دې پوهنځی ډېر فارغان يې په مختلفو پوهنتونونو، فلیال لوړو زده کړو مؤسسو کي د علمي کادرونو غړي، په مختلفو ادارو کي رئیسان او مامورين، او همدارنګه په مکتبونو او دیني مدارسو کي د ښوونکو په حیث دنده ترسره کوي. د ښووني او روزني پوهنځی استادان د پوهنځي د لېرليد له مخي د ټولني او علمي ساحو د ستونځو د حل له پاره پر مختلفو موضوعاتو څېړني تر سره کړي او پایلي يې په نړۍ والو او داخلي ژورنالونو کي نشر کړی. دا ښوونیز مرکز به د خپل ځوانو استادانو په زیار د هیواد په سطحه یو سرلاری تعلیمي مرکز وي او همدارنګه به هڅه کوي، چي د خپلو سیالو مرکزونو څخه یو قدم مخکي وي.
په درنښت
پوهنمل ولي محمد عزیزي
دښووني او روزني پوهنځي رئیس
د پوهنځی پېژندنه
د ښووني او روزني پوهنځي په 1381ل. کال کي یوازي د ریاضي څانګي په لرلو سره تاسيس سوه. په تدریجي ډول پوهنځی پرمختګ وکړ او بېلابیلي څانګي ایجاد سوي. اوسمهال په ( عمومي او داخل خدمت) پروګرامونو کښي له 12 څانګو څخه د لیسانس په درجه مسلکي-تخصصي ښوونکي او کادرونه ټولني ته وړاندي کوي. د ښووني اوروزني پوهنځي 76 استادان، دوه اداري او درې خدماتي کارمندان لري. ښووني او روزني پوهنځی د 1046 په شاوخوا کي محصلان لري؛ د تیرو درویشتو کلونو په موده کي يې په 18 دورو کښي شاوخوا 5545 مسلکي فارغان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي؛
د اوس له پاره پوهنځی په دوو بلاکونو کي فعالیت کوي. په اداري بلاک کي د څانګو آمریتونه، د ریاست مقام، د غونډو تالار او تدریسي مدیریت شتون لري. بل هم تدریسي بلاک دي، چي په درېيو پوړونو کي 19 ټولګۍ لري.
لیرلید
د ښووني او روزني پوهنځی به د مسلکي ښوونکو په روزلو او د معياري څېړنو په ترسره کولو سره د هیواد په کچه مخکښ وي.
رسالت
د معياري تحصیلي نصاب او د عصري تدريسي مېتودونو په عملي کولو او څېړنيز مهارتونو په ښوولو سره مسلکي ښوونکي روزي.
هدف
علمي او اکادميک کادرونه روزل، چي په ملي او نړيواله کچه منلي، اسلامي او افغاني فرهنګ ته وفادار او د پياوړتيا او پراختيا له پاره ئې کار وکړي.
ارزښتونه
ملي او اسلامي ارزښتونو درناوی؛
د بشر لوړ مقام او انساني کرامت ته درناوی؛
د ټولنېزو مسؤليتونو پېژندنه؛
محصلانو ته د لوړ او آزاد فکر روحيه ورکول؛
د سالم افغاني فرهنګ وده او پراختيا؛
متقابل احترام؛
ډله ايز کار او همکاري؛
له تبعیض څخه ډډه کول؛
د ادارې د پرمختګ له پاره ژمنتيا.
د انګريزي ژبي او ادبیاتو څانګه
پېژندنه
د انګريزي ژبي او ادبياتو څانګه په ۲۰۰۸ ميلادي کال کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي تاسیس سوې ده، ياده څانګه د علمي څېړنو او مسلکي پرمختګ له پاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي. دا څانګه د انګريزي ژبي او ادبیاتو د لیسانس زدهکړو بشپړ تحصیلي پروګرام لري، چي د ژبپوهني، تدریس ميتودولوژۍ، ادبیاتو او علمي څېړنو پر بېلابېلو اړخونو تمرکز کوي.
لېرلید
د انګريزي ژبي او ادبیاتو څانګه به د مسلکي او ژمنو ښوونکو د روزني په برخه کي د هيواد په کچه يو مخکښ او پېژندل سوی علمي مرکز وي.
ماموریت
د انګريزي ژبي او ادبياتو څانګه پوه، ماهر او الهام بخښونکي ښوونکي روزي، تر څو د انګريزي ژبي استثنايي ښوونکي و اوسي.
ارزښتونه
ښېګڼه: (Excellence) د تدریس، څېړني او د ښوونکو د روزني په ټولو برخو کي د لوړي کچي کیفیت ته رسېدل، څو فارغان د ښوونکي دنده په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
تنوع او ګډون : (Diversity and Inclusion) د ژبنیو او کلتوري توپیرونو درناوی او د زدهکړي داسي چاپېریال رامنځته کول، چي د ټولو محصلانو د نظرياتو احترام په کښي موجود وي.
د تلپاتي زدهکړي فرهنګ : (Lifelong Learning) د استادانو، کارکوونکو او محصلانو ترمنځ د دوامداره زدهکړي دود رامنځته کول، تر څو د نويو ښوونيزو طریقو سره ځانونه عیار کړي.
رښتینولي او صداقت: (Integrity) په ټولو علمي او اداري چارو کي د رښتینولۍ، اخلاقي اصولو او مسلکي چلند ساتنه.
همکاري: (Collaboration) د تدریس او زدهکړي د کیفیت د لوړولو له پاره د استادانو، محصلانو او بهرنیو بنسټونو ترمنځ همکاري.
نوښت: (Innovation) د نويو تدریسي طریقو او ټکنالوژۍ پر بنسټ محصلانو ته اغېزمني زدهکړي وړاندي کول.
نړۍوال لید: (Global Perspective) د نړۍوال فکر هڅونه او د کلتوري تفاهم ودي ته پاملرنه کول، تر څو استادان د نړۍوالو فرصتونو او ننګونو سره مقابله وکړای سي.
پر محصل محوره زدهکړو تمرکز: (Student-Centered Approach) د محصلانو اړتیاوو او ارمانونو ته لومړیتوب ورکول او د ملاتړ ډک چاپېریال برابرول.
د ټولني ګډون (Community Engagement) : د سيمه ايزو او نړۍوالو تحصيلي بنسټونو سره د همکارۍ، خدمت او پروګرامونو له لاري فعاله برخه اخیستل.
انعطافپذیري: (Adaptability) د ژبي د تدریس په ډګر کي د بدلونونو سره سم د پروګرامونو او نصابونو اصلاح کول.
موخي (Objectives)
۱. د تدریس مهارت: د ژبي د تدریس د طریقو، نصاب جوړوني او ارزوني د مهارتونو زدهکړه.
۲. د ژبي وړتیا: د محصلانو له پاره د لوستلو، لیکلو، اورېدلو او خبرو کولو قوي مهارتونه رامنځته کول.
۳. کلتوري پوهاوی: د فرهنګي توپیرونو د درک او د هغوی د درناوي وړتیاوي لوړول.
۴. مسلکي پرمختګ: د علمي سمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو له لاري د مسلکي ودي فرصتونه برابرول.
۵. ټولنیز مشارکت: د عملي تجربو له پاره د ښووني، انټرنشپونو او د ټولني د خدمت پروګرامونه ترسره کول.
۶. د کار بازار ته چمتووالی: داسي فارغان روزل، چي په تعلیمي ډګر کي د کار وړتياوي ولرلای سي.
۷. مشرتوب: داسي ښوونکي روزل، چي وکولای سي زدهکوونکي د ملي او نړۍوالو مهارتونو ترلاسه کولو ته وهڅوي.
د فارغانو د کار ساحه
د ښووني او روزني پوهنځي د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګي فارغان کولای سي په بېلابېلو ادارو او ساحو کي کار وکړي، لکه:
- ښوونځي: د انګلیسي ژبي د ښوونکي په توګه.
- د ژبو انسټیټیوټونه: د انګلیسي ژبي د ځانګړو کورسونو تدریس.
- لوړي زدهکړي: د پوهنتون د استاد، څېړونکي یا علمي همکار په توګه.
- نړۍوال ښوونځي: د نړۍوالو نصابونو تدریس.
- انلاین تدریس: د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زدهکوونکو له پاره د آنلاین ښوونکي په توګه.
- کارپوریټ روزنه: په شرکتونو کي د کارکوونکو د انګلیسي ژبي مهارتونو لوړول.
- حکومتي او غیر دولتي ادارې: د سواد، مهاجرینو او ټولنیزو پروګرامونو ملاتړ.
- نشرات او د محتوا جوړونه: د تعلیمي موادو، درسي کتابونو او آنلاین محتوا لیکل.
- د ژبي ازمویني او ارزونه: د ژبي د مهارت آزمویني طرحه کول او ارزول.
- نصاب جوړونه: د ښوونځیو او تعلیمي بنسټونو له پاره د انګلیسي ژبي نصاب جوړونه او اصلاح.
د انګريزي ژبي او ادبياتو څانګي استادان
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
حشمت الله ترين |
سميع الله |
دوکتور |
پوهنمل |
|
۲ |
احمد ظاهر ولي |
شاه ولي |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۳ |
سلطان محمد ستانکزی |
شير محمد |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۴ |
حبيب الرحمن رحماني |
عبدالرحمن |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۵ |
فريدون انفال |
محمد نبي |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۶ |
عبدالغفار هوتک |
عبدالرحمن |
ليسانس |
پوهنمل |
|
۷ |
اکبرشاه اعظمي |
احمد شاه |
ليسانس |
پوهنمل |
|
۸ |
محمد طاهر هاند |
محمد ظاهر |
دوکتورا جريان لري |
پوهنمل |
|
۹ |
عتيق الله صاحبزاده |
عبدالهادي |
دوکترا جريان لري |
پوهنمل |
د انګلیسي څانګې د فارغانو شمېر
|
کال |
ښځینه |
نارینه |
داخل خدمت ښځينه |
داخل خدمت نارينه |
د شپې څانګه |
ټول |
|
۱۳۹۲ |
۰ |
۱۱ |
۰ |
۴ |
۰ |
۱۵ |
|
۱۳۹۳ |
۵ |
۲۴ |
۰ |
۵ |
۰ |
۳۴ |
|
۱۳۹۴ |
۱ |
۴۵ |
۱ |
۱۵ |
۱۵ |
۷۷ |
|
۱۳۹۵ |
۲ |
۲۴ |
۳ |
۱۰ |
۲۱ |
۶۰ |
|
۱۳۹۶ |
۳ |
۲۵ |
۲ |
۱۸ |
۳۸ |
۸۶ |
|
۱۳۹۷ |
۰ |
۱۶ |
۱ |
۲۶ |
۳۲ |
۷۵ |
|
۱۳۹۸ |
۰ |
۲۵ |
۱ |
۱۶ |
۰ |
۴۲ |
|
۱۳۹۹ |
۲ |
۱۴ |
۱ |
۱ |
۳۶ |
۵۴ |
|
۱۴۰۰ |
۱ |
۱۶ |
۲ |
۲ |
۰ |
۲۱ |
|
۱۴۰۱ |
۶ |
۱۸ |
۰ |
۱۰ |
۱۱ |
۴۵ |
|
۱۴۰۲ |
۰ |
۱۵ |
۰ |
۳ |
۹ |
۲۷ |
|
۱۴۰۳ |
۰ |
۱۳ |
۱ |
۱۲ |
۰ |
۱۳ |
|
۱۴۰۴ |
۰ |
۹ |
۰ |
۱ |
۰ |
۱۰ |
ټول شمېر: ۵۳۶ فارغان
د کمپیوټر زده کړي څانګي پیژندنه، لرلید، رسالت، هدفونه او ارزښتونه
پېژندنه:
د کمپیوټر زده کړي څانګه د ښووني او روزني پوهنځی په چوکاټ کي په ۱۳۹۳ کال کي تاسیس سوه. نوموړې څانګه کي په اوسط ډول هر کار لسګونه محصلانو ته د څلورو علمي کادرونو لخوا د لسانس په کچه تدریس او روزنه ورکول کېږي. د کمپیوټر زده کړي څانګي تر دې مهاله د فراغت په اتو دورو کي ۱۷۶ تنه محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.
په دغه څانګه کي د څلورو تنو فعاله استادانو لخوا ۲۰۵ تنو نارینه محصلینو ته په لومړي، دوهم، درېیم او څلورم ټولګیو کي تدریس کېږي او همدارنګه ددې څانګي استادان د پوهنځي په کچه په نورو څانګو کي هم د بعضو مضامینو د تدریس مسؤلیت پر غاړه لري. د ښووني او روزني پوهنځی د تدریسي ټولګیو د کمښت له کبله کمپیوټر زده کړي څانګي خپل ټولګي پر سهار او ماپښین باندي وېشلي دي چي دوه ټولګی د سهار له خوا او دوه ټولګی د ماپښین په طرف کي خپلو درسونو ته حاضریږي.
لرلید:
د کمپیوټر زده کړي څانګه به د سیمي او هیواد په کچه د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د مسلکي، ژمنو او وړ کادرونو د روزني او علمي څیړنو یوه مخکښه څانګه وي.
رسالت:
د کمپیوټر زده کړي څانګه به د معیاري تحصیلي نصاب چي په نویو او پرمختللو تدریسي میتودونو سره به عملي کېږي، مسلکي، متعهد او د تکنالوژۍ په ډګر کي مسلکي ښوونکي چي په څیړنیزو مهارتونو سمبال وي روزي.
هدفونه:
- د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د لسانس په کچه د مسلکي او متعهدو کادرونو روزل
- د کمپیوټر زده کړي په برخه کي اړیني څیړني ترسره کول
- په ټولنه کي د ګټوري ټکنالوژۍ رواج او په ورځنیو چارو کي ورڅخه ګټه اخیستل
- د معاصري ټکنالوژۍ د ښه استعمال عامول او د بد استعمال د مخنیوي په برخه کي یې هڅه کول
ارزښتونه:
- د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی او پرمختګ ته یې وفاداري
- د ټولنیزو آدابو مراعات
- محصلین په اسلامي او ملي فکر روزل
- د محصل محورۍ پلي کول او وده ورکول
- په ګروپي ډول کارونه او څیړني ترسره کول او په ټولنه کي ګروپي کارونو ته وده ورکول
- د شخصي او سلیقوي تعامل څخه ډډه کول او پر وړاندي یې اړینه مبارزه کول
د کمپیوټر زده کړي څانګي د استادانو اړوند معلومات:
|
شمېره |
نوم |
د پلار نوم |
تحصیلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
محمد یاسین ذهین |
محمد حسن |
ماسټر |
نوماند پوهنیار |
|
۲ |
محمد کبیر رحیمي |
محمد کریم |
لسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۳ |
شفیع الله شرافت |
احمدالله |
لسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۴ |
محمد نبي هوتک |
صادق نبي |
لسانس |
نوماند پوهنیار |
بيولوژي څانګه
پېژندنه
د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د بيولوژي څانګه په 1384 ل. کال د ټولني د ضرورتونو پر اساس تاسيس سوه، چي په 17 دورو کي 916 تنه مسلکي کادرونه روزلي او ټولني ته ئې د خدمت له پاره وړاندي کړي دي؛ بيولوژي څانګه اته تنه استادان لري، چي یو دوکتور، پنځه ماسټران او یو تن ئې د ليسانس تحصلي درجه لري او یو استاد د دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دي.
لېرليد
بيولوژي څانګه به د تدريس، څېړني او علمي خدماتو د ارائيه کولو په برخه کي د هيواد په کچه نوموتې وي.
رسالت
بيولوژي څانګه د معياري تحصيلي نصاب په درلودلو او د عصري او عملي تدريسي مېتودونو په عملي کولو سره مسلکي کادرونه روزي.
اهداف
په کار پوه مسلکي استادان روزل؛
د ټولني له پاره مسلکي تحليلګر، نوښتګر او مبارز ښوونکي روزل؛
د فساد په وړاندي مبارز کادرونه روزل؛
د ستونزو درک کوونکي او حلوونکي کادرونوروزل.
ارزښتونه
اسلامي او افغاني کلتوري ارزښتونو ته درناوی؛
متقابل احترام؛
اعتماد او باور؛
د وطن دوستي روحيه؛
یووالی او اتفاق؛
دهر ډول تبعيض او توپيرونو څخه ډډه کول؛
د څانګي د پرمخګ له پاره کلک عزم درلودل.
دبيولوژي څانګي P.O
د بيولوژي څانګي فارغ التحصيلان به دګران هيواد د پوهنتونو، لوړوزده کړو؛ مؤسساتو او معارف کي د بيولوژي په برخه کي د مسلکي تدريس وړتيا ولري؛ د بيولوژي څانګي فارغ التحصيلان به د نن ورځي د بيولوژي دانکشافاتو په رڼا کي د چاپېريالي ستونزو دحل وړتيا ولري؛
د بيولوژي څانګي فارغ التحصيلان به دبيولوژيکي څېړنو ترسره کولووړتيا ولري؛
د بيولوژي څانګي فارغ التحصيلان به په معارف کي د بیولوژي څانګي د مضمون د کریکولم تطبيق او په هغه کي دمثبت بدلون وړتيا ولري؛
دبيولوژی څانګي فارغ التحصيلان به د فساد ضد مبارزې وړتيا ولري.
د بیولوژي څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
عبدالواحد منيب |
عبدالسلام |
دوکتورا |
پوهنیار |
|
۲ |
خادم حسين |
غلام رسول |
ماستر |
پوهنمل |
|
۳ |
عصمت الله عثماني |
بسم الله |
ماستر |
پوهنمل |
|
۴ |
شفيق الله مشفق |
صديق الله |
ماستر |
پوهنمل |
|
۵ |
اجمل جاهد |
محمد اشرف |
ماستر |
پوهنيار |
|
۶ |
عبدالقدير بصير |
عبدالبصير |
ماستر |
پوهنمل |
|
۷ |
محمد حسن هڅاند |
حاجي احمدالله |
ماستر |
پوهنيار |
|
۸ |
محمد سليم دقیق |
غلام دستګير |
ليسانس |
نوماند پوهنيار |
د بدني روزنې څانګې لنډه پیژندنه
د بدني روزنې څانګه د کندهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د بدني روزنې د مسلکي ښوونکو، ورزشي روزنکو، مدیرانو او کارپوهانو د علمي او عملي روزنې په موخه د یوې فارغ ورکوونکې څانګې په توګه په ۱۳۹۱ لېږدیز کال کي ایجاد شوه. نوموړي څانګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې پوهنځي څخه وروسته دوهمه څانګه ده، چې د بدني روزنې په برخه کې د لیسانس په کچه مسلکي ښوونکي، کارپوهان او مدیران روزي.
لېرليد
د بدني روزنې څانګه به د هېواد په کچه د بدني روزنې او ورزش په برخه کې د ښوونیز او تحصیلي نظام اړتیاوو او غوښتنو ته د ځواب ویونکو او په کارپوه ښوونکو، څېړونکو او مسلکي روزونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه مخکښه څانګه وي.
رسالت
- د بدني روزنې په برخه کې د لېسانس په کچه د مسلکي ښوونکو روزل.
- د پوهنتون په کچه د بدني روزنې او ورزش په برخه کې د شته امکاناتو څخه د ښوونیزو موخو د تحقق په خاطر په اعظمي ډول ګټه پورته کول.
- د نړیوالو او د هېواد د ملي او محلي ورزشونو د پېژندنې او پرمختګ په هکله د علمي څېړنو تر سره کول.
موخې
- د فزیکي او رواني لحاظه ټولنې ته د سالمو افرادو وړاندې کول.
- د بدني روغتیا، سلامتیا او معافیتي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د ورزشي علومو رول په اثبات رسول.
- د هېواد د پوهنې په سیستم کې د بدني روزنې د مسلکي ښوونکو د تشې ډکول.
ارزښتونه
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوی
- د بدني روزنې او ورزش د فرهنګ عامول
- د فراغت د وخت څخه سالمه استفاده کول
- په مثبتو کارونو کې رقابت
د بدني روزنې څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
کریم داد |
فتح خان |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۲ |
حمدالله |
محمد یوسف |
لیسانس |
پوهنیار |
|
۳ |
حمیدالله |
عبدالغفار |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۴ |
محمد فهیم |
محمد عاصم |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
پېژندنه؛
د پښتوژبي او ادبياتو څانګه د کندهار پوهنتون، ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په 1386ل.کال تاسيس سوې ده، چي پنځلسو دورو (قبل الخدمت، داخل الخدمت) پروګرامونو کي ۹۵۸ تنه محصلان، چي 2۸ ئې ښځينه دي او شپې پروګرام کي 22۹ مسلکي کادرونه (فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي. نوموړي څانګه پنځه تنه ماسټر استادان لري، چي له جملي څخه ئې یو تن په دوکتورا بوخت دئ.
لېرليد؛
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه هڅه کوي، چي په ملي سطحه د پښتو ژبي د تدريس، ادبياتو او څېړني ته د ودي ورکولو په برخه کي يوه پېژندل سوې څانګه وي.
رسالت؛
د مسلکي او معياري تدريس، ادبياتو، څېړني او د فعالي زده کړي په چمتو کولو سره د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي وقار ساتل.
ارزښتونه ؛
داسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
دهر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
داکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
متقابل احترام؛
عمومي اهداف؛
په اسلامي، ملي، وطني او انساني روحیه د داسي شخصیتونو روزل، چي له خپل دین، ژبي او ملي فرهنگ څخه خبر او د همدې ارزښتونو د ساتني، پالني او پياوړتيا له پاره هر ډول قربانۍ او سرښندني ته چمتو وي؛
په غوره علمي چاپيريال کي، د پیداګوژيکي او مسلکي ښوونکو، اديبانو او څېړنکو روزل؛
د پښتو ژبي د لرغونو، منځنیو او معاصرو ادبياتو زده کړه او د تدريس په پیداګوژیکي مېتودونو د محصلانو پوهول؛
محصلان داسي روزل، چي د تحصیل په جريان او تر فراغت وروسته په دولتي او غیر دولتي ادارو کي د ښه کار کولو وړتيا او مهارتونه پيدا کړي.
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي: P.O
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه د هيواد په کچه دا موخي لري، چي علمي، مسلکي، متخصص او متعهد کادرونه ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي، په ځانګړې توګه د پښتو ژبي او ادبياتو په برخه کي د څېړني عامول او د نورو علومو سره د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي اړیکه ټينګول او په لنډ ډول ويلای سو، چي د پښتوژبي او ادبياتو څانګه د خپل نصاب او کوريکولم د تطبيق څخه لاندي ترلاسه کېدونکي پایلي لاسته راوړل غواړي.
پښتو ژبي او ادبياتو څانګه د هيواد د بېلابېلو تعليمي او تحصيلي بنسټونو له لاري د علمي او مسلکي زده کړي ښووني او روزني، ادب او فرهنګ هر اړخيز مفهوم ټولني ته رسول؛
د پښتو ژبي او ادبياتوڅانګه، د ښووني او روزني، روزنيز افکارو، تعليم او تربيې، ادب او ملي فرهنګ واقعي انځور او شکل د مختلفو تعليمي، تحصيلي او روزنيزو بنسټونو له لاري وړاندي کول؛
د تدريس او څېړني د مهارتونو په لوړولو سره د بېلابېلو روزنيز، ادبي او ژبني علوم په ښه ډول تدريسول؛
د ټولني اخلاقي او ټولنيزي تشي د څېړني له لاري په نخښه کول او د هغو له پاره د هيواد د فرهنګي ارزښتونو په رڼا کي حللاري پيداکول او بيانول؛
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي اړتيا:
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه د هغو څانګو له ډلي څخه ده، چي مضامين او کورسونه ئې د هيواد د معارف په نصاب کي په عام ډول په ښوونځيو کي سته، دا څانګه د دې هيواد ځوان نسل د خپل کلتور، ژبي او ادب پر ارزښت او اهمیت پوهوي او غواړي چي خپل محصلان په اسلامي، ملي، ادبي او وطني روحیه وروزي.
هره ټولنه او ژبه ځانته ځانګړی ادب، هنر او فرهنګ لري، چي د هغي ټولني او ژبي وګړي باید ځيني خبر وي، په همدې بنسټ دا د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي له آرو موخو څخه ده، چي خپل محصلان ځيني خبر کړي.
اوسنۍ د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه غواړي، چي خپله ژبه د صنعت، سوداګرۍ، ساینس، طب او ټنکنالوۍ په ژبه بدله کړي؛
د پښتني او افغاني کلتور اړوند د یوه مسلکي او کادري ښوونکي روزل؛
پښتو لیکدود معیاري کول او په دولتي ادارو کي د ملي ژبي( پښتو) سم کارول؛
د فارغ التحصیل جامع تعری؛
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي فارغان به په اسلامي او ملي روحيه داسي روزل سوي وي، چي د خپل دين، ژبي او فرهنګ له پاره هر راز قربانۍ او سرښندني ته چمتو وي.
د املايي سواد (سم ليکلو او سم ويلو ) او نورو مهارتونو څخه به برخمن وي؛
د پښتو ژبي د تدریس او ادب په برخه کي به مسلکي ښوونکي وي؛
د پښتو ژبي او ادب په نظمي او نثري مُتونو او په کښي د راغليو اصطلاحاتو (دیني، مذهبي،اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي) باندي به ښه پوهېږي؛
د دې څانګي فارغان به له نړیوالو افکارو، ادبیاتو او همدارنګه د فرهنګي میراثونو د ساتني سره اشنا وي؛
د پښتو څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
سیداحمد قانع |
حاجي عبدالفغار |
ماسټر |
پوهندوی |
|
۲ |
عبدالواحد کالون |
محمدنادر |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۳ |
عطاءالله محمدي |
اغاګل |
ماسټر |
پوهندوی |
|
۴ |
احمدشاه نوابي |
حاجي عبدالحبیب |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۵ |
محمد ادریس معصوم |
حاجي دوست محمد |
ماسټر |
پوهنیار |
تاریخ څانګه
تاریخ څانګه په کندهار پوهنتون کي د لوړو زده کړو وزارت د علمي او تحصیلي برخو په چوکاټ کي په 1391 ل. کال د تحصیلي څانګې په توګه تاسیس سوه. یادي څانګي د خپل جوړښت له وخت څخه وروسته تر اوسه پوري په اتو تحصیلي دورو کي د 282 نارینه او ښځینه محصلین د لیسانس په درجه فارغ او د علمي خدمت له پاره ټولني ته وړاندي کړي دي. اوس فعلاً په یاده څانګه کي 120 تنه نارینه او ښځینه د سهار او ماپښین له طرفه په څلورو ټولګیو کي د قبل الخدمت او داخل خدمت محصل په توګه په تحصیل بوخت دي. یادي څانګي د خپل تاسیس په لومړیو کي یو علمي کادر د تدریس له پاره درلودئ، چي وروسته په تدریج سره دا تعداد زیات سو. فعلاً شپږ تنه لسانس او ماسټر استادان په یاده څانګه کي په تدریس بوخت دي.
لېرلید
تاریخ څانګه به د تدریس، مسلکي استادانو روزني، څېړني، او علمي خدمتونو په برخه کي د هیواد په سطحه یوه معتبره تحصیلی مرکز وي.
رسالت
تاریخ څانګه د نړیوالو علمي او مسلکي تجاربو، پوهی او معیارونو په نظر کی نیولو سره، دولتي او خصوصي سکتورونو لپاره مسلکي استادان روزي.
موخې
د هیواد د راتلونکي نسل د ښه روزني لپاره ټولني ته د مسلکي او متخصص اشخاصو وړاندي کول؛
د تاریخي ابداتو د ساتلو او پیداکولو او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو اړوند د خلکو ذهنیت جوړول؛
د ملي ارزښتونو د تفهیم په لړ کي د تاریخ د عطف نقطو تحلیل او ارزښت يې ټاکل؛
ارزښتونه
اسلامي او ملي ارزشتونو ته درناوی؛
متقابل احترام؛
د هرډول تبعیض څخه ډډه کول؛
د اکادمیک چاپیریال نظم ساتل.
دتاریخ څانګي برنامي
د تاریخ څانګي فارغ التحصيلان به دګران هيواد د پوهنتونونو، لوړوزده کړو مؤسساتو او معا رف کي دتاریخ په رشته کي د مسلکي تدريس وړتيا ولرئ؛
د تاریخ څانګي فارغ التحصيلان به د نن ورځي د تارخي او فرهنګ نوښتونوکي پوره سهم اجرا کړي؛
د تاریخ څانګي فارغ التحصيلان به دتاریخې څېړنو ترسره کولو وړتيا ولري؛
د تاریخ څانګي فارغ التحصيلان به په معارف کي دتاریخ څانګي د مضمون د کریکولم تطبيق او په هغه کي دمثبت بدلون وړتيا ولري؛
دتاریخ څانګي څانګي فارغ التحصيلان به د فساد ضد مبارزې وړتيا ولرئ.
د تاریخ څانګي (P.O)
د تاریخ په مسلک کي علمی او عملی وړتیا پیدا کول ؛
د تاریخ منابعو سره ځان آشنا کول او د تاریخ علم په برخه کي د پیاوړی انتقادي تفکر لرل؛
د افغانستان، سیمي او نړۍ د تاریخي حوادثو د تحلیل وړتیا؛
د تاریخ په برخه کي د تدریس او تحقیق وړتیا درلودل؛
د تاریخ کارونه او توضیح د حال او راتلونکی لپاره؛
د انسان پالني او وطن دوستۍ احساس پیاوړي کول؛
د تاریخ لیکني د میتودونو سره آشنایي؛
د تاریخ علم اهمیت او ګټي درک کول؛
د تاریخي اسنادو، میراث او متون د ساتلو په اړه معلومات ترلاسه کول.
د تاریخ څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
مختار عسکری |
حکیم |
ماستر |
پوهنمل |
|
۲ |
عنایت الله ډاډمن |
حاجي الله نظر |
ماستر |
پوهندوی |
|
۳ |
صدیق الله عظيمي |
عزیزالله |
ماستر |
پوهنيار |
|
۴ |
رحمت الله لطیفی |
عبدالله جان |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۵ |
سید احسان الله سادات |
سید عزیز |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۶ |
خالد احمد |
حاجي نواب |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
د جغرافیې څانګه په ۱۳۹۱ل کال کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی په تشکیل کېي د هېواد د ځوانانو د علمي روزني او د جغرافیې د مسلکي زده کړو د پیاوړتیا لپاره تاسیس سول. د څانګي آمریت او ټول استادان د تحصیلي او څېړنیزو آسانتیاوو (لکه معتبرو درسي او ریفرنس کتابونو، نقشو، لابراتواري وسایلو) او همدارنګه عملي او ساحوي تحقیقاتو په برخه کي هڅي کوي، ترڅو یو ښه درسي ماحول رامنځ ته کړي. ټولني ته د ثبات او پرمختګ په موخه د یادي رشتې متخصص او مسلکي کادرونه وړاندي کړي چي په دې توګه سره به يي خپل دیني او ملي مسئولیتونه سرته رسولي وي. د جغرافيې په څانګه کي فعلاً درې تنه استادان د ماسټري او دوه تنه استادان د ليسانس په کچه موجود دي چي د تدریس او څېړني چاري پر مخ وړي. له نیکه مرغه یو تن استاد د چین په اولسي جمهوریت کي د دوکتورا د لوړو زده کړو درجې حاصلولو په موخه په درس باندي مصرف دئ.
په دغه څانګه کي د پنځو تنو برحاله استادانو له خوا ۲۷ تنو محصلینو ته په څلورو ټولګیو کي تدریسي او څېړنيزي چاري پر مخ ځي او همدارنګه ددې څانګي استادان د پوهنځي په کچه په نورو څانګو کي هم د بعضو مضامینو د تدریس مسؤلیت پر غاړه لري. جغرافیې څانګي خپل ټولګي پر سهار او ماپښین باندي وېشلي دي چي د دوو ټولګیو محصیلن د سهار له خوا او دوو ټولګیو محصلین د ماپښین په طرف کي خپلو درسونو ته حاضریږي. پورتني اهدافو ته د رسېدو له پاره د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځی د جغرافیې څانګه د خپلو پياوړو استادانو په همکاري سره ګډ کار کوي.
د جغرافیې څانګه به د تدریس، مسلکي استادانو د روزني، څېړني او علمي خدمتونو په برخه کښي د هیواد په سطحه نوموتې وي.
د جغرافیې څانګه د معیاري تحصلي نصاب او عصري تدریسي مېتودونو په عملي کولو سره مسلکي روزي.
موخي
د جغرافیې څانګه له علمي او مسلکي پلوه د ماستري او Ph.D په کچه له مسلکي او علمي کادرونو څخه برخمنه کول؛
په جغرافیې څانګه کي د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کول؛
په جغرافیې څانګه کي د GIS په برخه کي د يوې کلني ډيپلومې پروګرام رامنځته کول؛
په ملي او نړيوالو کنفرانسونو کي د ګډون له لاري د دې څانګي د کادري غړو ظرفیت لوړول؛
د جغرافیې څانګي کادري تشکیل د محصلینو په تناسب پراخول؛
د جغرافیې په څانګه کي د محصلینو د تدریس د ښه کیفیت له پاره زمینه برابرول؛
د جغرافیې څانګي ټول ټولګي په عصري ټګنالوژۍ مجهزه کول.
- اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی؛
- د هر ډول بتعیض څخه ډډه کول؛
- د اکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
- متقابل احترام.
د جغرافیې څانګي د عملي کادر د غړو لیست
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
سلمانعلی نبوی |
محمد نبی |
ماستر |
پوهندوی |
|
۲ |
محمد احسان امید |
حاجی محمد خان |
ماستر |
پوهنمل |
|
۳ |
عتیق الله عیاذ |
حاجی حبیب الله |
ماستر |
پوهنیار |
|
۴ |
نثار احمد ارغندوال |
حاجی عبدالرشید |
ماستر |
پوهنمل |
|
۵ |
اباسین کاکر |
حاجی فیض محمد |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۶ |
غلام نبی پوپل |
غلام حسن |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
پېژندنه
د دري ژبي او ادبياتو څانګه د ټولني اړتياوو ته په کتو سره په 1387ل. کال د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي تاسيس سوه؛ چي تر اوسه ئې په (۱۲) دورو کي (۲۵۵) تنه نارينه او ښځينه محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي؛ د دې څانګي تدريسي،اکادمیک او څېړنیزي چاري پنځه تنه استادان چي درې تنه ماسټر او دوه تنه د دوکتورا تحصیلی درجي لري پر مخ وړي..نوموړي څانګه اوس مهال څلور صنفه او د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا تایید سوي نصاب لري او د خپل موجوده امکاناتو په واسطه د څانګي ټول پالیسی او کارونه مخ ته وړي.
لېرليد
دري ژبي او ادبياتو څانګه غواړي، چي د تحصيلي خدماتو په وړاندي کولو سره د مسلکي علمي کادر ، ښوونکو او څېړونکو په روزنه کښي د هيواد په کچه يوه مخکښه څانګه وي.
رسالت
د دري ژبي او ادبياتو څانګه د معياري خدماتو په وړاندي کولو، د نويو علمي او تدريسي مېتودونو څخه په استفاده د علمي او فرهنګي بنسټونو د طرفيت لوړوني له پاره د مسلکي علمي کادر ، ښوونکو او څېړونکو روزنه کوي.
اهداف
د ټولني لپاره مسلکيعلمي کادري او ښوونکو وړاندي کول؛
د دري ژبي او ادبياتو وده او پراختيا؛
د معياري تدريسي نصاب برابرول؛
له علمي او فرهنګي بنسټونو سره اړيکي ټينګول؛
د ملي او فرهنګي ارزښتونو رائج او پراخول
ارزښتونه
اسلامي او ملي قوانينو ته درناوى؛
د انساني کرامت رعایتول؛
مسلکي او اخلاقي اصولو ته درناوى؛
د ټولني پرمختګ او ترقی ته ژمن اوسیدل؛
له هر ډول تبعيض او تعصبه ډډه کول؛
د استادانو، محصلانو او کارمندانو تر منځ نیکي اړیکي؛
د مسئوليت احساس
په کارونو کي د عدالت او شفافیت رعایتول؛
د دري ژبي او ادبیاتو څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
صفی الله معروفی |
جان آغا |
ماستر |
پوهندوی |
|
۲ |
سید مبارک موسوی |
سید ابراهیم |
داکتر |
پوهندوی |
|
۳ |
عبدالمتین رشیدی |
عبد الرزاق |
ماستر |
پوهنمل |
|
۴ |
حسن علی مهجور |
محمد علی |
ماستر |
پوهندوی |
|
۵ |
شاه ولی شهاب |
غلام الدین |
ماستر |
پوهنیار |
د ریاضي څانګه
ریاضي څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۸۲ ل.ل کال کې تاسیس شوې ده. له نېکه مرغه، په یاده څانګه کې لوړ رتبه استادان تدریسي بهیر مخ ته وړي او د علمي پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
اوس مهال څانګه ۹ تنه برحاله استادان لري، چې له ډلې یې یو تن د دوکتورا، څلور تنه د ماسټرۍ، او پاتې نور یې د لیسانس تحصیلي درجې لري.
تر دې دمه، د ریاضي څانګې له مختلفو برخو (آزاد، داخل خدمت، او شپې) څخه شاوخوا ۶۸۰ تنه محصلان فارغ شوي دي، چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د خدمت ویاړ لري.
لیرلید
ریاضي څانګه به د تدريس، څېړنې او د مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو سره د هېواد په کچه یوه مخکښه څانګه وي.
رسالت
څانګه هڅه کوي، چې د معیاري نصاب په تطبیق او د څېړنيزو اسانتیاوو په برابرولو سره د ریاضي مسلکي ښوونکي وروزي.
موخې
- دریاضي په برخه کې دعلمي او مسلکي ښوونکو وړاندې کول؛
- په عملي ساحو کې د ریاضيکي مسائيلو تطبیقول او عامول؛
- اوسني نوي نسل ته د یووالي او وطن دوستۍ احساس ورکول.
ارزښتونه:
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
- خپل اوټولنیز مسولیتونه پېژندل؛
- د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول؛
- په بشپړه ایماندارۍ او صداقت دټولنې له پاره خدمت کول.
د ریاضي څانګې د لیسانس (B.Sc.) د دورې د فارغالتحصیل پیژندنه
د ریاضي څانګه د هیواد په ښوونځیو، عالي دارالمعلمینو، د ساینس مرکز او اړوند مدیریتونو کې د ریاضي د مضمون د مسلکي او متخصص کادرونو د روزلو په موخه منځ ته راغلي، نو په همدې اساس هغه څوک د ریاضي د علمي برنامې فارغ التحصیل ګڼل کیږي چې په یوره تحصيلي دوره یا ۸ سمسترونو کې ( ۱۳۶ – ۱۴۵ ) کریډیټونه بشپر کړي او ترڅنګ يې د ریاضیاتو بیستیز مفاهیم تحلیل او د ستونزو په حل کې د عصري تکنالوژۍ په مټ تری استفاده وکړي.
د ریاضي څانګې د لیسانس (B.Sc.) دورې فارغالتحصیل به د ښوونځي او لېسې د ریاضي د استادۍ ترڅنګ د احصایې، مالیې، بانکدارۍ او په څیړنیزو مرکزونو کې د معلوماتو د تحلیل او د ستونزو د حل وړتیا ولرئ.د یادې څانګې محصل د خپل مسلک او تخصص ترڅنګ د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د اکادمیک اصولو ، تولو اسلامي، انساني، اخلاقي او ټولنیز ارزښتونو ته ژمن او له هر ډول تبعیض څخه لیري وي.
د ریاضي څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
محمد عالم روحاني |
پوهندوی |
ماسټر |
پوهندوی |
|
۲ |
نورالله نوري |
پوهنمل |
دوکتور |
پوهنمل |
|
۳ |
ولي محمد عزیزي |
پوهنمل |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۴ |
اسدالله ترابي |
پوهنمل |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۵ |
عبدالباري صدیقي |
پوهنیار |
ماسټر |
نوماند پوهنیار |
|
۶ |
راز محمد محمدي |
پوهنیار |
ماسټر |
پوهنیار |
|
۷ |
احمد سعادت |
نوماند پوهنیار |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۸ |
زین الله سنګین |
نوماند پوهنیار |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
۹ |
داؤدشاه صمیم |
نوماند پوهنیار |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
فزيک څانګه
پېژندنه
د ښوونې او روزنې تر چتر لاندې د فزیک ډیپارټمنټ بنسټیزه موخه ټولنې ته د تخصصي او مسلکي ښوونکي وړاندې کول دي. د فزیک ډیپارټمنټ د ښوونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې په 1390 کال فعالیت پیل او د یو کادري استاد په درلودلو سره یې په لومړۍ دوره کې 43 تنه محصلان جذب کړل. له تأسیس څخه تر اوسه پورې یې په سلګونو فارغان د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کړي دي. فزیک ډیپارټمنټ اوسمهال (6) تنه استادان لري چې یو تن د دوکتورا په سویه لوړو زده کړو باندې بوخت دی. د (1) تن دوکتور او (4) تنو ماستر کادري غړو په درلودلو سره د ډیپارټمنټ تدریسي، څېړنیزې او اداري چارې مخته وړي.
لېرليد
فزیک ډیپارټمنټ به د پوهې، مهارت، څېړنې او ښه سلوک په ډګر کې د هېواد په کچه یو مخکښ ډیپارټمنټ وي چې د فزیک په برخه کې د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د لېسانس معیاري تحصیلي نصاب په تطبیقولو سره با استعداده، مسلکي او د ښه احساس لرونکي کادرونه، ښوونکې او تخنیکي همکاران وروزي. زموږ لېرليد پر لاندي مواردو تمرکز کوي:
د معیاري تحصيلي نصاب تطبیقول؛
د نوي او معیاري مېتودونو څخه په ګټي اخستني سره تدریس او څېړني کول؛
د فزیک فارغ التحصیل ته کاري زمینه برابرول؛
د تالیف او څېړني فرهنګ رواجول؛
د ماسټرۍ په کچه تحصیلي پروګرام ایجادول.
رسالت
فزیک ډیپارټمنټ د با تجربه استادانو په درلودلو سره هېواد ته د فزیک په برخه کې په اسلامي او ملي روحیه ژمن مسلکي کادرونه، څېرونکي او ښوونکي وړاندې کوي چې د پوهې او مهارتونو په مټ به وکولای شي د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې شته ستونزې حل او نویو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.
اهداف
- د فزیک په برخه کې ټولنې ته د لېسانس په کچه مسلکي او تخصصي کادرونه او ښوونکي وړاندې کول.
- د څېړنې زده کړه او د فزیک په مختلفو برخو کې د څېړنو تر سره کول.
- د فزیک د تدریس په میتودونو کې نوښتونه را منځته کول او عملي تدریس کول.
- له نورو علومو سره د فزیک اړیکې څېړل.
- په ورځني ژوند کې د فزیک د قوانینو د تطبیق په ګوته کول او کارول.
- په عملي ساحو کې د فزیکي مفهومونو تطبیق او عامول.
- د طبیعت په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول.
- د هېواد په صنعتي او انکشافي برخو کې تخنیکي همکاري کول.
ارزښتونه
- اسلامي، ملي قوانینو او اصولو ته ژمنتیا او بشپړ درناوي.
- له هر ډول تعصب پرته ټولنې ته خدمت کول.
- په تعلیمي وړتیا او مسلکي مهارتونو سمبال اشخاصو روزل.
- د کائناتو په هکله د فکري او منطقي تحلیل سموونه او تقویم.
- نوښتونو ته ژمنتیا او اولویت ورکول.
د فارغ التحصیل جامع تعریف
د کندهار پوهنتون، ښووني او روزني پوهنځي کي د فزیک علمي پروګرام د ټولني او هیواد د اړتیاوو سره سم د فزیک په برخه کي د ګران هیواد د ځورېدلي اولس د نوي نسل د ښووني او سالمي روزنې له پاره په اسلامي، ملي، اخلاقي او هیوادنۍ مینې په روحیه سمبال مسلکي او تخصصي علمي کادرونو، ښوونکو، د هیواد په صنعتي او انکشافي برخو کي په شرکتونو او کمپنیو کي د تخنیکي همکارۍ، د هیواد په ملي ژبو د فزیک مضمونونو د لیکلو، د طبعیت او طبیعي پدیدو په اړه د خلګو د عامه پوهاوي او په سهي معنی د طبیعت د پېژندلو، د فزیک په څېړنیزو پروژو کي د څېړنو کولو او بشر ته د سهولتونو برابرولو په موخه د کانکور ملي ازمویني له لاري د کامیاب سوو دوولسم پاسانو او له دار المعلمینونو څخه د داخل خدمت څوارلسم پاسانو د مسلکي او تخصصي روزني په منظور ایجاد سوېده؛ پر دې اساس د فزیک علمي پروګرام (څانګه) هغه شخص خپل فارغ التحصیل بولي، چي د فزیک څانګي 161 کریډیټونه په څلور کاله 8 سميسټرونو ښونېزه دوره کي پوره او د لاندي پوهي، مهارتونو او سلوک درلودونکی وي؛
د پوهي په برخه کي: د فزیک علمي پروګرام فارغ التحصیل باید وکولای سي، چي د لیسانس په کچه د طبیعت او طبیعي پديدو، فزیکي مفاهمو، قوانینو، اصولو او په ورځني ژوند کي د عملي کولو همدارنګه د فزیک او د نورو پوهنځیو (انجینري، زراعت، ساینس، کمپیوټرساینس، ...) او ښووني او روزني پوهنځي په ځینو څانګو (ریاضي، کېمیا، کمپیوټر زده کړه، ...)کي د فزیک مضمونونو، په دار المعلمینونو، تعلیمي مرکزونو، کورسونو او ښوونځیو کي د فزیک مضامینو او موضوعاتو په تدریسولو باندي حاکمیت ولري. او همدارنګه د مفهومي زده کړي د ښه انتقال او تدریس پر پار باید د فزیک د تدریس له نویو معیاري مېتودنو سره پوره بلدتیا ولري. د قران کريم او احاديثو ساينسي تفسير کولو، په فزیکي موضوعاتو کي د منطقي فکر او تحلیل کولو او په سم ډول د طبیعت پیژندلو په برخه کي پوهه ولري.
د مهارتونو په برخه کي: د فزیک علمي پروګرام فارغ التحصیل هغه شخص دئ، چي سربېره د یوې ملي ژبي په څلورو مهارتونو په خپل مسلک کي په انګرېزي ژبه هم تسلط ولري. همدارنګه په هر اړخیز او معیاري ډول د ټولني او بازار د غوښتنو په پام کي نیولو سره له کمپیوټر، ځیني فزیکي سافټویرونو او انترنیټ سره پوره اشنایي او په دغو برخو کي د خپلو ستونزو د حل وړتیا ولري. په ګروپ یا ټیم کي په فعاله او ښه ډول کار کولو، د ښه مدیریت، خبرو اترو او وینا کولو، د زده سوي پوهي په ورځني ژوند کي د تطبیقولو او د فزیک په برخه کي د څېړنو کولو مهارتونه ولري.
د چلند په برخه کي: د فزیک علمي پروګرام فارغ التحصیل هغه څوک دئ، چي د فزیک ټول تخصصي او مسلکي مضامین د هیواد نافذه قوانینو ته په پوره احترام، د ټولو اکاډمیکو اصولو او لوایحو په رعایتولو، اسلامي، اخلاقي، وطندوستي او انساني ارزښتونو په نظر کي نیولو سره زده کړي او د ذکر سوو ارزښتونو په نظر کي نیولو سره ئې تدریس کړي. همدارنګه دغو ټولو ارزښتونو ته ژمن او د هر ډول تبعيض او تعصب څخه پاک وي.
د فزيک څانګي: P.O
د فزیک څانګه په څلور کاله 8 سميسټرونو ښونېزه دوره کي د 161 کریډیټونو په تدریسولو سره د پوهي، مهارتونو او سلوک چلند په برخو کي لاندي موخي لري:
د ليسانس په کچه د طبیعت او طبیعي پديدو ، فزیکي مفاهمو، قوانینو، اصولو، قاعدو او نظریو د بیانولو وړتیا ولري؛
د فزیک او د نورو پوهنځیو (انجینري، زراعت، ساینس، کمپیوټر ساینس، ...) او ښووني او روزني پوهنځي په ځینو څانګو (ریاضي، کېمیا، کمپیوټر زده کړه، ...) کي د فزیک مضمونونو، په دار المعلمینونو، تعلیمي مرکزونو، کورسونو او ښوونځیو کي د فزیک مضامینو او موضوعاتو په تدریسولو باندي حاکمیت ولري؛
د مفهومي زده کړي د ښه انتقال او تدریس پر پار باید د فزیک د تدریس له نویو معیاري مېتودنو سره پوره بلدتیا ولري؛
په ورځني ژوند کي به د فزیکي قوانینو او قاعدو د عملي کولو وړتیا ولري؛
د قران کريم او احاديثو د ساينسي تفسير کولو، په فزیکي موضوعاتو کي د منطیقي فکر او تحلیل کولو او په سم ډول د طبیعت پېژندلو په برخه کي به پوهه ولري؛
سربېره د یوې ملي ژبې په څلورو مهارتونو به په خپل مسلک کې په انګرېزي ژبه هم تسلط ولري؛
په هر اړخیز او معیاري ډول به د ټولني او بازار د غوښتنو په پام کي نیولو سره له کمپیوټر، ځیني فزیکي سافټویرونو او انترنیټ سره اشنایي او په دغو برخو کي د خپلو ستونزو د حل وړتیا ولري؛
په انفرادي او ګروپ(ټیم) کي به په فعال او اغېزناکه توګه د کار کولو، د ښه مدیریت، په اغېز ناکه توګه د خبرو اترو او وینا کولو، د زده سوي پوهي په ورځني ژوند کي د تطبیقولو او د فزیک په برخه کي د څېړنو کولو مهارتونه ولري؛
د فزیک ټول تخصصي او مسلکي مضامین به د هیواد نافذه قوانینو ته په پوره درناوي، د ټولو اکاډمیکو اصولو او لوایحو په رعایتولو، اسلامي، اخلاقي، وطندوستي او انساني ارزښتونو په نظر کي نیولو سره زده کول او د ذکرسوو ارزښتونو په نظر کي نیولو سره به ئې نورو ته د ور زده کولو وړتیا ولري؛
پورته ټولو ذکر سوو ارزښتونو ته د ژمن پاته کیدلو او د هر ډول تبعيض او تعصب نه کولو وړتیا لرل.
د فزیک څانګي د استادانو بشپړ شهرت
|
شمېره |
نوم او تخلص |
پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
|
۱ |
عبدالمنان حیران |
حاجي عبدالله خان |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۲ |
هدایت الله امرخېل |
ګل محمد |
دوکتور |
پوهنمل |
|
۳ |
محمد شفیق عمري |
محمد حسن |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۴ |
عبدالله دانش |
عبدالقدیر |
ماسټر |
پوهنیار |
|
۵ |
سمسور نهضت |
محمد ارشاد |
ماسټر |
پوهنمل |
|
۶ |
ګل محمد عظیمي |
سردار |
ماسټر |
پوهنمل |