ښووني او روزني پوهنځي د فوټبال د بازيو جام ترلاسه کړ

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۸
image

 

 

د کندهار پوهنتون په ورزشي لوبغالي کښي، د فوټبال د پای بازي وسوه، چي ښووني او روزني پوهنځي د فوټبال د بازيو جام ترلاسه کړ، د (ورورولۍ او ېووالي) په نوم د فوټبال دغه سیالۍ، چي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په هڅو د محصلانو د تشویق په موخه د پوهنځیو تر منځ پېلي سوي وې؛ د پای لوبه ئې پای ته ورسېده، چي په مراسمو کښي ئې د پوهنځیو مسئولان، استادان او سلونه محصلان حاضر ول.

 

د یادو بازيو ګروپي پړاو په ډېر منظم او تشویقي ډول پای ته ورسېد، چي څلورو لوبډلو ښوونه او روزنه (الف)، اقتصاد، ژبو او ادبیات او عامه اداره او پاليسی پوهنځيو نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه؛ په دې بازيو کي د ښووني او روزني پوهنځي لومړي، د اقتصاد پوهنځي دوهم او عامه ادارې او پاليسی پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ؛

 

د بازۍ په پای کي محصلانو د دغو بازيو پر تنظيم خوښي وښودله او د پوهنتون د رهبرۍ، په ځانګړې توګه د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت څخه ئې مننه وکړه، چي د دوی له پاره ئې د ورزشي فعالیتو زمینه برابره کړې ده؛ د محصلانو په وينا، چي ورزش د صحت، مثبت فکر او ټولنیز تعامل له پاره ګټور دئ او هیله لرو، چي دا ډول بازۍ دوام داره سي.

 

په وروستیو مراسمو کي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت و لومړي مقام ګټونکو ته د چمتو سوو جائزو د ورکړي تر څنګ، د ټولو بازيو غوره لوبغاړو ته هم جائزې ورکړې.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۷