ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی

ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي پېژندنه

ژورناليزم عامه اړیکو پوهنځي د (۱۳۹۱ل.) کال په لومړيو کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا کندهار پوهنتون ته منظور او په کار پيل وکړ. ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په ۱۳۹۳ل. کال کي په دوه څانګو: ژورنالیزم او عامه اړیکو باندي ووېشل سوې او په ۱۳۹۴ل. کال د محصلانو د رزوني له پاره د رسنیو عملیاتي مرکز هم د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په چوکاټ کي تاسیس سو، چي د محصلانو د عملي زده کړو د آسانتیاوو په برخه کي د رسنیو عملیاتي مرکز د پوهنتون ږغ راډیو او مطبعه پکښي شتون لري. 

لېرلید  (Vision)

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي به د سیمي او هیواد په سطحه د اسلامي، مسلکي او ملي روحې لرونکو ژورنالیستانو مخکښ روزنځای وي.

رسالت (Mission)

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د ملي سټراتیژي او اخلاقي معیارو په رڼا کي په مسلکي مهارتو، څېړنیزي میتودولوژي او عصري ټکنالوژي سمبال ژورنالیستان ټولني ته وړاندي کوي.

موخي (Goals/Objectives)

  1. د علمي اساساتو تقويه کول؛
  2. د څېړنيزي ميتودولوژۍ عامول؛
  3. اسلامي او ملي ارزښتونو او د هيواد پرمختګ ته د وفاداره کادرونو وړاندي کول؛
  4. په ټولنه کي د پټو حقايقو رابرسيره کولو له پاره د تحليلګرو ژورناليستانو روزل.
  5. ارزښتونه  (Values)
  • د اسلامي فرهنګ د احيا له پاره پياوړې مبارزه؛
  • د عامه افکارو سمون او جوړونه؛
  • احساس، صداقت او امانت داري؛
  • اخلاقي ارزښتونه او وفاداري.

د پوهنځي راتلونکي پروګرامونه

  • د خپلو فارغو محصلانو له پاره د ماسټرۍ د پروګرام رامنځته کول او تطبيق؛
  • د ټولني د ضروت مطابق د شپې پوهنځي ایجادول؛
  • د استادانو د تحصيلي سوئې لوړول؛ لکه ماسټري او دوکتورا ته استول؛
  • د اړونده سکتورونو سره د محصلانو د عملي زده کړو د پياوړتيا په اړه تفاهم ليکونو لاسليک کول؛
  • د آنلاين درسي پروسې له لاري د محصلانو د ظرفيت لوړوني پروګرامونه رامنځته کول؛ تر څو د نړۍوالو معتبرو پروهنتونو سره په علمي او اکاډيمیکو برخو کي اړیکي ولرو او د محصلانو ظرفيتونه لوړ سي؛
  • د پوهنځي له پاره د موجوده کتابتون بډایه کول؛
  • د کورنيو او بهرنيو پوهنتونو سره د خپلو محصلانو ظرفيت لوړوني او فارغانو د تحصیلي برنامو له پاره د تفاهم ليکونو لاسليکول؛
  • د استادانو د علمي کتابونو، مقالو او نورو اثارو له پاره د چاپ زمينه برابرول؛
  • د مُډرنو تدريسي روشونو له مخي او د OBE او SCL د ميتودونو په رعايت سره د تدريسي بهير د کمي او کيفي معيارونو اصلاح او برابرول؛
  • د تحصيل په بهير کي د محصلانو له پاره د بېلابېلو کلتوري، سپورټي او تفريحي پروګرامونو رامنځته کول؛ ترڅو  محصلان زده کړو ته تسو يق سي.
  • د ژورناليستکو مسايلو د تحليل د ميتودونو روزنيز ورکشاپونه او کورسونه رامنځته کول؛
  • د ژورناليستکي  وينا د فن او مهارتونو د تقوئې په موخه د محصلانو روزنه؛
  • د غوره خبر لیکني او راډيويي خپروني اړوند د محصلانو روزنه په نړۍوالو معيارونو برابر؛
  • د غوره ژورنالیستکو څېړنيزو ورکشاپو او کورسونو دائرول.

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي زيربنائې او روبنائې امکانات

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کندهار پوهنتون په همکاری د تدريسي بهير معيارونو په بشپړولو سره د ښکيلو اړخونو له پاره ټول امکانات برابر کړي دي؛ ترڅو محصلان، استادان، کارمندان او نور اړخونه په آسانۍ سره وکولای سي چي تدريسي او اداري چاري مخته يوسي. په دې پوهنځي کي زېربنايي او روبنايي امکانات په پام کي نيول سوي دي؛ ترڅو د ښکيلو اړخونو د ساتني او هوسايني ټول اړخونه په پام کي ونيول سي.

۱. زېربنايي امکانات

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په چاري او تدريسي چاپېريال کي لاندي زيربنايي امکانات د بېلګي په ډول يادولای سو، دا چي پدې پوهنځي کي ټول اړين امکانات په پام کي نيول سوي دي، د ټولو يادونه نا سو ني ده؛ خو ځيني ئې د بېلګي په توګه يادولای سو:

  • د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د خپل دايمي تعمير په لرلو سره خپلي چاري مخته وړي، پدې تعمير کي تدريسي او اداري چاري مخته وړل کيږي.
  • د اوبو رسولو منظم سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ښکيلو اړخونو له پاره د اوبو رسولو منظم سيستم لري، د محصلانو، استادانو او کارمندانو له پاره د څښاک صحي اوبه موجودي دي، د اودس، تشنابونو او نورو اړينو مسايلو له پاره د اوبو منظم سیستم موجود دئ.
  • د برېښنا سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په کاري او تدريسي چاپېريال کي منظمه او بلا وقفې برېښنا موجوده ده، د ښار عمومي بريښنا، سولر او د جنراتور برېښنا په وسيله د پوهنځي چاري مخته وړل کيږي، په ټولګيو کي د برېښنايي وسايلو له لاري د تدريس چاري رواني دي، په ادارو کي د کمپيوټر او ډيټابيس د سیستم له لاري برېښناييحکومتولي مخته ځي. دا ټولي چاري د منظمي برېښنا په وسيله تنظيميږي.
  • د اور وژني سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو په پوهنځي کي د ناڅاپه اور وژني له پاره منظم سيستم موجود دئ، د اور وژني مايع او د اطفائې لارښودونه او نمبرونه موجود دي، محصلانو، استادانو او کارمندانو ته د اور وژني په برخه کي لازمي لارښووني موجود دي.
  • د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په کاري او تدريسي چاپېريال کي د پاکۍ د ساتلو په موخه او د چاپېريال د ساتني له پاره د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو منظم سيستم لري، د دې سيستم ګټه داده داخلي چاپېريال پاک ساتي او ښکېل اړخونه په پوره نظافت او پاکۍ سره خپلي چاري مخته وړي.
  • د امنيت او ساتني سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ښکيلو اړخونو له پاره د امنيت او ساتني له پاره منظم سيستم لري، ساتونکي، امنيتي کامرې، انظباطي سيستم او د ډيسپلين سيستم لري.

 

۲. روبنايي امکانات:

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د معنوياتو د ساتني او ارزښت ورکولو په موخه په پراخه کچه روبنايي امکانات لري، پدې پوهنځي کي د ښېکلو اړخو له پاره دا امکانات په پوره دقت سره په پام کي نيول سوي دي. په دې پوهنځي کي لاندي روبنايي امکانات موجود دي:

  • دعوت او ارشاد او د عبادت منظم سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په کاري او تدريسي چاپېريال کي د اسلام د سپېڅلي دين ارزښتونه او احکام په بشپړه توګه پلي کيږي، د اسلامي سيرت او صورت د جوړولو په موخه د دعوت او ارشاد د آمريت استازی او د دې آمریت د سو را غړی موجود دي؛ ترڅو د عقيدوي انحرافاتو مخه ونيسي او د اسلام مبارک دين آوامر او احکام پلي کړي. همدارنګه پنځه وخته لمونځ په جماعت سره د منظم مهالوېش سره ادا کوي او په ټولو دیني او عقیدوي برنامو کي فعاله ګډون لري.
  • اداري بډايه فرهنګ: په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي د اداري سلسله مراتبو په پام کي نيول او د درناوي د روحې پر بنسټ ټولي کړني د منظمو قواعدو او تعريف سوو اړيکو له مخي ترسره کيږي؛ ځکه اداري اجراآت د کړنو د اعتبار له پاره اړين ګڼل کيږي.
  • اداري سيستم: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ترکيبي اداري سيستم څخه ګټنه کوي، یعني هم د کلاسيک بيروکراټيک اداري نظام او هم د برېښنايي حکومتولۍ آرونه په پام کي نيسي او د دې ترکيبي سيستم له لاري اداري چاري مخته وړي.
  • اخلاق او انساني کرامت: په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي اخلاقي ارزښتونه په بشپړ ډول په پام کي نيول کيږي، د جنسي تاوتريخوالي مخه نيول کيږي، سپکاوی، ټيټ ګڼل، ذاتي نيمګړتياوو ته نه توهين، معلوليت عيب نه ګڼل او نوري ټولي هغه کړني چي انساني کرامت ته سپکاوی کيږي، په بشپړ ډول منع دي. هر انسان ته د انساني کرامت له مخي ارزښت ورکول کيږي، هيڅ ډول قومي، مذهبي، ژبني، سمتي او نور تعصبونه، کينې، بغض او حسد ته ځای نه ورکول کيږي؛ بلکي په پوره مساوات او ټولو حقه حقونو په مراعت سره خوندي چاپېريال موجود دئ.
  • انصاب او عدالت: په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي د ښکيلو اړخونو له پاره د انصاف او عدالت پاليسۍ له مخي اداري چاري د وړتيا پر بنسټ سپارل کيږي، تدريسي چاري د تخصص او تجربې له مخي مخته وړل کيږي، په آزموينو کي د محصلانو پارچې، شقې او نور اړوند مسايل په پوره انصاف او عدالت سره مخته وړل کيږي.
  • اکاډيميکه آزاذ ي: په رسنیزه برخه کي د بشپړي اکاډيميکي آزاذ ۍ له مخي علمي کادرونه کولای سي چي هر ډول څېړني وکړي او پايلي ئې د ټولني سره شريکي کړي، د څېړنو د کړنو هيڅ ډول ممانعت نسته.
  • روغتيا او سپورټ: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استادان، کارمندان او محصلان د روغتيا په پام کي نيولو سره سپورټ ته هڅول کيږي؛ ترڅو سپورټ وکړي او د منظم فزيکي فعاليت له مخي خپلي روغتيا ته پاملرنه وکړي.
  • فرهنګي، هنري او رسنيز فعاليتونه: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ټولني د فرهنګ د بډايني له پاره د پوهنتون په چوکاټ کي په ټولو فرهنګي پروګرامونو لکه مشاعرې، ترنم، د ورځو لمانځل او د منلو او علمي شخصيتونو د درناوي په پار په بېلابېلو پروګرامونو کي په فعال ډول ګډون کړی؛ ترڅو عامه ذهنيت جوړ سي او عمومي فرهنګ مو بډايه سي. همدارنګه د هنري بډايني له پاره د فرهنګي کمېټې لخوا بېلابېل پرورګامونه په پام کي نیول، لکه تمثيل، تياتر او نور. د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د خپلو چارو او فعاليتونو د نشر له پاره ژمنتيا لري، د پوهنتون د ټولنيزو رسنيو د رسمي پاڼي له لاري وخت پر وخت نشرات کوي او هم د مؤسسې د رسمي ويبپاڼي د لاري منظم نشرات لري.
  • نوښتونه او خلاقيتونه: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ښکيلو اړخونو هر ډول نوښتونو او خلاقيتونو ته د ارزښت ورکولو ژمنتيا لري، له همدې کبله وخت پر وخت د کتابونو، مقالو او نورو برخو له پاره نندارتونونه جوړوي او نوښتګر شخصيتونه تسو يقوي.
  • زرغون چاپېريال: د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ښکيلو اړخونو د رواني سلامتيا او د پاکي هوا څخه د ګټني له پاره زرغون چاپېريال، موسمي وني او ګلان لري، تر څو رواني روغتيا وساتل سي.

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د تحصيلي نظام پېژندنه

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي تحصيلي نظام د کريډيټ د سيستم تابع دئ، د دې سيستم له مخي د ليسانس په څلور کلنه دوره کي محصلانو له ۱۶۵ کريډيټونو څخه کم بايد ونه وايي او زياتوالی ئې د تحصيلي رشتې د اړتيا له مخي کيږي. همدارنګه په هر سميستر کي بايد تر ۲۲ کريډيټونو زيات او تر ۱۷ لږ نه وي. د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ليسانس دوره څلور کاله ده او تر شپږ کاله زياتېدای نسي.

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په څلور کلنه دوره کي محصلانو ته څلور ډوله مضامين تدريس کيږي، ۱. اساسي مضامين، ۲. تخصصي مضامين، ۳. اختياري مضامين او ۴. پوهنتون شموله مضامین، چي په دې کي اساسي مضامين بايد حد اکثر ۳۰٪ سلنه وي، تخصصي مضامين بايد حدا اکثر ۵۰٪ سلنه وي، اختياري او پوهنتون شموله مضامين بايد حد اکثر ۱۲٪ سلنه وي او ساحوي، عملي کارونه بايد حد اکثر ۸٪ سلنه وي. د اساسي، تخصصي او اختياري مضامينو د کټګوريو د ټاکلو صلاحيت د ډيپارټمنټونو سره دئ. يو مضمون په يوه ورځ کي تر دوه ساعته زيات نسي تدريس کيدای، عملي کارونه تر څلور ساعته او ساحوي کارونه کيدای سي چي ټوله ورځ وي. يو مضمون يا کورس په اوونۍ کي حد اکثر ۵ کريډيټونه تدريس کيدای سي.

هر محصل بايد په سميستر د (۱۷-۲۲) کريډيټونه تعقيب کړي، محصل کولای سي چي په يوه بشپړه دوره کي يوازي د يوه کال له پاره تاجیل واخلي، کله چي تاجيل اخلي بايد د سميستر په پيل کي ځانګړی فورم ډک کړي او طی مراحل ئې کړي. خو که چيري يو زده کړيال د يوه کال له پاره غايب سي او غيابت ئې د مؤجه دلايلو له مخي وي، د پوهنځي علمي سو را کولای سي چي غيابت ئې په تاجيل کي حساب کړي. همدارنګه که چيري ښځينه محصله د حمل پر بنسټ ونسي کولای چي ټاکلې حاضري پوره کړي، د پوهنځي د علمي سو را لخوا کيدای سي چي په کلني تاجيل کي حساب کړل سي. محصلان يوازي د غير مترقبه پېښو په صورت کي د دوهم ځل تاجيل غوښتنه هغه وخت کولای سي چي تحصيلي دوره ئې تر شپږو کلونو زياته نسي او د پوهنتون د علمي سو را لخوا تائيد سي.

د پوهنځي د علمي سو را لخوا د هرو ۲۰ محصلانو له پاره يو لارښود استاد ټاکل کيږي، دا لارښود استاد به د محصلانو سره وخت پر وخت غونډي کوي. لارښود استاد د خپلو ټاکلو محصلانو د ټولو اکاډيميکو چارو مسئوليت په غاړه لري.

د تدريس ميتودونه (روشونه) Teaching and Learning methods

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په دواړو څانګو یعني رهبري او مدريتي ټيم باور لري، چي د زده کړي له پاره بايد له نويو او ګټورو او موثرو ميتودونو څخه استفاده وسي او پخواني استاد محوره ميتودونو ته مخه ښه وواي؛ نو ځکه  د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوښتي پاليسي او د کندهار پوهنتون ستراتيژي ته په کتو سره د OBE-SCL محصل محوري ميتود له مخي درسي بهیر مخته وړل کيږي لکه:

  1. لکچر د پراجکټور او پر تخته د کار کولو له لاري؛
  2. ګروپي کارTeam work؛
  3. د درس مطابق د ژورناليزم اړوند د عملي کارونو کول؛
  4. د پريزنټېشنونو او سمينارونو له پاره د درس اړوند موضوعات ورکول، کورني کارونه په انفرادي او ګروپي شکل؛
  5. بحث او مباحثه Discussion او د ورځنيو موضوعاتو پيښو مخته کول؛
  6. د تدريس په پای کي د پوښتنو کول او په يوه پاڼه کي د درس لنډيز له هر محصل څخه ترلاسه کول؛
  7. د محصل محوري د ميتود له نورو موثرو روسو نو او طريقو څخه استفاده کول.

د محصلانو د ارزوني مېتودونه Evaluation Methods:

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو ارزونه په لاندي ډول ترسره کيږي.

  • ٪10  - کورني دنده او صنفي فعاليت Homework & Class activities
  • ٪10 - پريزئنتيشن او ليکل سوي فايل Assignment and Presentation
  • ٪20 - د سميستر منځني اآزموينه Mid-semester exam
  • ٪60  - اخري آزموينه Final examination

محصلان (محصلان)  Students:

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي ته د لومړي ځل له پاره په ۱۳۹۲ل. کال او له هغه وروسته هر کال د کانکور د عمومي آزمویني له لاري د لوړو زده کړو د سرته رسولو په موخه نوموړي پوهنځي ته محصلان معرفي کيږي او همدرانګه د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د دوو څانګو په درلودلو سره په سلهاوو تنه نارينه او ښځينه محصلاني، چي له هغو جملې څخه ئې (۲۸۳) تنه نارينه محصلان په خپلو درسونو بوخت دي .

 فارغانGraduates:

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ۱۳۹۲ه ش کال څخه را په دې خو تر ۱۴۰۴ ه ش کال پوري په ۱۰ دورو کي په دواړو څانګو ژورنالیزم او عامه اړیکو کي (۷۶۱) تنه نارینه او ښځینه محصلان ټولني ته وړاندي  کړي دي، چي ۹۵ سلنه فارغان په ټولنه کي په خدمت بوخت دي.

 

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د فارغ  محصلانو احصایه له ۱۳۹۵ څخه ۱۴۰۴

دوري

۱

۲

۳

۴

۵

۶

۷

۸

۹

۱۰

 

کال

1395

1396

1397

1398

1399

1400

1401

1402

1403

1404

مجموعه

ژورنالیزم

36

32

29

48

48

46

41

35

31

23

369

عامه اړیکي

40

34

41

46

60

41

39

40

34

17

392

مجموعه

76

66

70

94

108

87

80

75

65

40

761

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د استادانو، کارمندانو شهرت

دنده

بست

د پلار نوم

نوم

رئیس

۲

محمداصف

پوهنمل سید انورشاه عابد

مرستیال

۴

حاجي نوراحمد

پوهنیار رشاد احمد احمدی

عامه اړیکو څانګي آمر

۳

خواجک حسین

پوهنیارعبدالله احساس

ژورنالیزم څانګي آمر

۳

محمد نبي

پوهنیار نور علي صدیقي

استاد

۴

عبدالحمید

پوهنمل صبغت الله غورځنګ

استاد

۴

عبدالرحیم

پوهنمل عبدالوهاب رحیمی

استاد

۴

خیرګل

پوهنمل عبدالطیف احمدي

استاد

۴

ګل امین

پوهنیار سید ګلاب امینی

استاد

۴

سید محمدعیسي

پوهنیار سیدتاج محمد

استاد

۴

حاجی عبیدالله

پوهنیار قدرت الله سائل

استاد

۴

محمد رحیم

ن پوهنیار محمد رحیم  بشردوست

د رسنیو مرکز آمر

۳

مولوی غلام رسول

مولوي ګل احمد هاشمي

تدریسی مدیر

۴

حاجی عنایت الله

رحیم الله رحیمي

د مطبعی عمومي  مدیر

۴

موسی

جواد جویا

راډیو تخنیک مدیر

۴

عبدالعلي

عتیق الله عادل

راډیو عمومي مدیر

۴

غلام فاروق

ذکریا فاروقي

مطبعې تخنیک مدیر

۴

عبدالهادي

احمد صمیم پتمل

اجرائیه مدیر

۵

محمدجمعه

شیرمحمد

کمپیوتر لب مدیر

۵

ابراهیم شاه

محمد آغا ابراهیمي

خانه سامان

۷

محمد رحیم

جمیل احمد سلطاني

رسنیومرکزخدماتی کارمند

۸

محمدعمرجان

محمداعظم

پوهنځي خدماتی کارمند

۸

محمد نعیم

فضلي احمد

پوهنځي خدماتی کارمند

۸

اسدالله

محمد اسلم

 

 

 

 

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رئيس پېژندنه

ښاغلی سیدانورشاه (عابد )د الحاج داکتر محمدآصف زوی د وردګو ولایت له ناقلینو څخه دئ، چي په ۱۳۶۴ ه ش کال کي د کندز ولایت حضرت امام صاحب اولسوالۍ  د قطربلاق په چغرناقلین کلي کي زیږېدلی دی. ابتدایی زده کړيئې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی د اونخي په امام ابوحنیفه لیسه کي ترسره او د زده کړو تر پایه د خپلې کورنۍ سره د یاد ولایت د سیدآباد اولسوالۍ  د اونخې درې په یاویز کلي کي خپل ژوند ته دوام ورکړ ، تر ابتدايي زده کړو ورسته ئې پاته  تر دوولسم ټولګي پوري د سید آباد په عالي لیسه کي په ۱۳۸۲ کال کي پاي ته ورسولې.

عابد د کانکور تر ازمویني وروسته د خوست ولایت شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی سو؛ خو د اقتصادی مشکلاتو له امله ئې په تحصیل کي یو کال ځنډ رامنځ ته سو. په ۱۳۸۴ کال کي ئې پوهنتون پیل کړ.عابد خپل لومړنی رسنیز کار د شیخ ذاید پوهنتون په ځوان غږ راډیو کي ( خوست په تیره اونۍ کي ) له خپروني پیل کړل  او د فراغت تر پایه ئې په وړیا ډول کار وکړ،چي په ۱۳۸۷ کال کي په دوهمه درجه له نوموړې پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. عابد په ۱۳۸۸ ه ش کال کي د پکتیکا ولایت په ملی رادیوتلویزیون آمریت کي د تخنیک د عمومي مدیرپه توګه مقرر سو، چي د پکتیکا ملی رادیوتلویزیون آمریت د سرپرستي چاري هم ورته وسپارل سوي.

عابد د رسمي دندې ترڅنګ د خصوصی (میدان غږ راډیو) سره هم په تخنیکي او نشراتي برخه کي همکاري درلوده .عابد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د قانون سره سم په نوي سیستم سره د آزاذ ې سیالۍ تر ازموینې وروسته ؛ په ۱۳۹۱ کال کي د پکتیکا ملی رادیوتلویزیون د آمر په توګه وټاکل سو، د څلورو کلونو دندې په جریان کي تر ټولو لویه لاسته راوړنه ئې د پکتیکا ملي رادیو تلویزیون له پاره د تعمیر او استندر ستیودیوګانو جوړول او د تلویزیون محلي نشرات فعاله کول وو، چي د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو ادارو لخوا په تقدیر پاڼو او ستاینلیکونو باندي وستایل سو.

عابد په پکتیکا کي تر څلور کلني دندې وروسته د آزاذ  رقابت له لاري په  ۱۳۹۴ کال کي د کندهار پوهنتون د ژونالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په ژورنالیزم څانګه کي د علمي کادر په توګه د استادۍ ویاړ تر لاسه کړ، ترڅو په ملي روحیه ټولني ته مسلکي او با احساسه ژورنالیستان وړاندي کړي. نوموړي ته په همدې کال  د استادۍ ترڅنګ د کندهار پوهنتون د رسنیو د عملياتي مرکز مسئولیت هم ور وسپارل سو. ښاغلی عابد په ۱۳۹۶ کال کي د کندهار پوهنتون د ادارې له خوا د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د مرستیال په توګه وټاکل سو، چي د یادٍي پوهنځي د کیفیت لوړاوي او برېښنايي کمېټو مسئولیت ئې هم په غاړه درلود. استاد عابد په ۱۳۹۷کال کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دریو کلونو له پاره د لوړو زده کړو(ماسټری) په موخه د چین هیواد ته ولاړ. نوموړي د لوړو زده کړو د قانون د ځینو مادو تر تعدیل وروسته ، د پوهنیاری رتبې د شرایطو په پوره کولو او د علمي کنفرانس په وړاندي کولو سره  په ۱۳۹۹ کال کي له پوهیالی څخه پوهنیارۍ علمي رتبې ته ارتقاء وکړه. استاد عابد په ۱۴۰۰ کال کي ئې د چین هیواد د چونګچینګ ښار په (South west University) پوهنتون کي خپله دری کلنه ماستري په ژورنالیزم کي بشپړه او هیواد ته را ستون سو او بیرته ئې خپل تدریس ته دوام ورکړ.

استاد عابد د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له خوا د ۱۴۰۱ کال د مېزان میاشتي په ۲۰ نیټه د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د سرپرست رئيس په توګه معرفي کړ. پنځه میاشتي وروسته، د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د رسمي رئیس په توګه مقرر سو، چي ترڅنګ ئې د استاد په توګه خپلي تدریسي چاري هم مخ ته وړي. ښاغلي عابد د ۱۴۰۲ کال په پای کي له پوهنیار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته ارتقاء کړېده.

علمي آثار او کنفراسونه:

داخلي مقالې

  1. په تلویزیون کي د مستند فلم تولید. څیړنیز اثر؛
  2. د کندهار پوهنتون د محصلانو په علمي زده کړو او کړنو د ټولنیزو رسنیو اغیزې. څیړنیز اثر؛
  3. دوجهانی شدن و حساسیت بین فرهنگی (مطالعه موردی اړیکي بین فرهنگی اقوام پشتون و تاجیک در افغانستان) مقاله؛
  4. سیاحت او د سیلانیانو په جذب کي د رسنیو رول؛
  5. د تحصیلي نهادونو په اکاډيمیکو فعالیتونو باندې د عامه اړیکو تاثیرات؛
  6. د امیرالمؤمین د فرمانونو په ترویج کي د رسنیو رول.

عملي کنفراسونه

د مستند فلم جوړولو لاري چاري. عملي کنفرانس ؛

په ژورنالیزم کي د ویبلاک رول. علمي کنفراس؛

د تلویزیوني مستند فلم سبک او ډولونوته لنډه کتنه علمي کنفرانس.

نړۍوالي مقالې

  1. The impact of new media on the reform of physical education teaching in faculty.
  2. Application and prospect of new media in sports news dissemination
  3. Examining the role of Tolo news TV in the process of Effective information in Afghanistan

 

د دندو لايحه

د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي رئيس د پوهنځي د علمي او اداري چارو د رهبرۍ او مديريت مسئوليت لري چي په لاندي ډول بنسټيزي دندي لري:

  • د لوړو مراجعو څخه د پوهنځي نماینده ګي کول؛
  • د پوهنځي د علمي سو را ریاست کول؛
  • د قانون د احکامو ، مقررو، لایحو ، پوهنځي او پوهنتون د علمي سو را د پریکړو له تطبیق څخه نظارت کول؛
  • د پوهنځي علمي او اداري چارو تنظیم؛
  • د پوهنځي آمریتونو ، کمېټو او مدیریتو د کارونو څخه نظارت او څارنه کول؛
  • د پوهنځي د فعالیتونو څخه د پوهنتون رئيس ، د پوهنتون او پوهنځي علمي سو را ته راپور ورکول؛
  • ټول هغه وظایف چي د قانون د احکامو سره په مطابقت د لوړو مقاماتو لخوا د پوهنځي رئیس ته سپارل کیږي.

د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د کمېټو جوړښت او پېژندنه

د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي په خپل جوړښت کي (۱۴) فرعي کمېټې او يوه علمي سو را لري، هره کمېټه په ځانګړې ساحه کي د دندو د لايحې مطابق فعاليت کوي، کمېټې د پوهنځي په حکومتولۍ کي ځانګړې مرسته کړېده.

شمېره

کمېټه

مشر/مسئول

مبايل شمېره

ايميل ادرس

1

د نصاب د تطبیق او ارزوني کمېټه

سید ګلاب امیني

۰۷۸۷۹۸۹۱۷۸

Amini.wardak500@gmail.com

2

د کیفیت د لوړاوي او IQEU  کمېټه

رشاد احمد احمدي

۰۷۰۵۵۸۴۵۷۷

Abed575@gmail.com

3

د برېښنایي زده کړو او حکومتولۍ کمېټه

عبدالله احساس

۰۷۰۰۹۱۳۵۱۳

Sayedi.taj@hotmail.com

4

د تقرر، علمي ترفیعاتو ، انفکاک کمېټه

سیدانورشاه عابد

۰۷۰۵۵۸۴۵۷۷

Abed575@gmail.com

5

د کتابتون کمېټه

محمد رحیم بشردوست

۰۷۸۵۳۵۷۷۸۲

Mujeeb.zayarmal@yahoo.com

6

د علمي څېړنو او  نشراتو کمېټه

عبداللطیف احمدي

۰۷۸۹۴۷۲۹۳۸

Latif.ahmadi44@gmail.com

7

د ستراتیژیک پلان د تطبیق او نظارت کمېټه

سید انور شاه عابد

۰۷۰۵۵۸۴۵۷۷

Abed575@gmail.com

8

د نظم او دسپلین کمېټه

نورعلي صدیقي

۰۷۸۵۳۵۷۷۸۲

Sadiqijan.786@gmail.com

9

فرهنګي کمېټه

سید ګلاب امیني

۰۷۸۷۹۸۹۱۷۸

Amini.wardak500@gmail.com

10

د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا کمېټه

عبدالله  احساس

۰۷۷۵۵۸۵۵۸۸

Ahsas2018abdullah@gmail.com

11

د سپورټ کمېټه

عبداللطیف احمدي

۰۷۸۹۴۷۲۹۳۸

Latif.ahmadi44@gmail.com

12

د ازموینو کمېټه

محمد رحیم بشردوست

 

 

13

بهرنیو اړیکو کمېټه

سید انورشاه عابد

۰۷۰۵۵۸۴۵۷۷

Abed575@gmail.com

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي تحصیلي څانګو پېژندنه

ژورناليزم عامه اړیکو پوهنځي د ۱۳۹۱ هـ ش کال په لمړيو کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا کندهار پوهنتون ته منظور او شپږو نورو پوهنځيو ترڅنګ ئې په ډېرو لږو امکاناتو او ټکنيو حالاتو په کار پيل وکړ. ژورنالیزم عامه اړیکو پوهنځي په ۱۳۹۳ کال کي په دوه څانګو ژورنالیزم او عامه اړیکو باندي وویل سوې ، چي هره یوه څانګه به د ټولو امکاناتو، پروګرامونو او استادانو په شمول سره په تفصیلي ډول معرفي سي.

۱ـ د عامه اړیکو څانګي لنډه پېژندنه

دعامه اړیکو څانګه په ۱۳۹۳ هـ ش کال تاسیس سوه دا چي عامه اړیکي تل د اولسونو غبرګونونه د سازمانونو تصمیم نیوونکوډلو ته رسوي؛ ترڅو  اولس ته په تصمیم نیونه کي ځای ور کړل سوی وي ټول سازمانونه د عامه افکارو مطابق په ټولو برخو کي ګام پورته کړي د عامه اړیکو پوهنځي زیار باسي چي خپلي ټولي تدریسي چاري یاد هدف ته په کتو په منظم او سیستماتیک سیستم سره ترسره کیږي، د عامه اړیکو څانګه تر ډېره بریده په یاد هدف کي بر لاسي سوې ده له تاسیس څخه ئې تر دې دمه په سلګونو محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي، چي په مختلفو اداراتو کي د عامه اړیکو د قاعدې مطابق خپلي دندي مخته بیایي د عامه اړیکو څانګه ۶ تنه مسلکي استادان لري چي له دې جملې څخه ئې پنځه تنه ماسټران دي یو تن ئې د دوکتورا په زده کړو بوخت دئ دوه ئې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي، چي په نږدې وختونو کي به د خدمت په موخه هیواد ته را ستانه سي.

د عامه اړيکو څانګي اړتيا او ضرورت

دا چي د دولتونو راتګ د ټولني اړتیا دهدهر دولت هڅه کوي چي خپلي ټولني او اولسونونه نېکمرغه کړي

د همدې هدف له پاره هر دولت د هیواد په داخل کي مختلفي ادارې او سازمانونه تاسیس وي، هر اداره او هر سازمان په مشخصو برخو کي ټولني ته خدمات وړاندي کوي د هر سازمان موخي او خدمت ته په کتو عامه اړیکي هر سازمان دې ته اړ باسي، چي ټولني ته وړ خدمات عرضه کړي. د ولسونو هیلي او غوښتني، چي له سازمان او ادارې څخه ئې لري دا ټولي کړي او له سازمان سره ئې شریکي کړي تر څو سازمان په خپلو تصمیمونو د ولس هیلو او غوښتنو ته ځای ور کړي او اولسونو ته ځای ورکړي.

له يوې خوا به اولسونو ته خدمات د دوی پر غوښتنه وړاندي سوي وي او له بلي خوا به سازمان خپل اهداف تر لاسه کړي وي.

یادي اړتیا او ضرورت ته په کتو د عامه اړیکو څانګه د کندهار پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کي تاسیس سوه.

لېر ليد Vision

په ملي سطحه د سازمانونو او ټولني د وګړو تر منځ د دوه اړخيزه اړيکو د پياوړتيا او ټولنيز بدلون په موخه د مسلکي کسانو روزل.

رسالتMission

عامه اړيکو څانګه د اخلاقي معيارونو په رڼا کي د علمي مهارتونو پياوړتيا، د هيواد د هوسايني او د اړيکو د لا پرمختګ له پاره د زده کړې، څيړني او خدماتي اړتياوو د پوره کولو له پاره د ژمن او متخصص ځواک روزنه کوي.

موخـي Objectives

  • د عامه اړیکو په برخه کي د مسلکي کسانو روزل، تر څو وکولای سي د سازمانونو او په هغه پوري  د تړاو لرونکو وګړو تر منځ ډاډمنه فضا را منځته کړي.
  • اسلامي ارزښتونو ته د ژمن بشري ځواک روزنه.
  • د اغيزمنو او مسلکي اړيکو پراختيا.

ارزښتونه(Values)

  1. اسلامي عقیدي او همدارنګه اسلامي او دیني شعائرو ته په صادقانه توګه احترام لرل؛
  2.  مسلک او احترام؛
  3. مسلکي زده کړه او اعمال؛
  4. د اخلاقی اصولو ساتنه او بنسټیز کول؛
  5. د ملي یوالي د روحئې قوت او د سیاسي ثبات ټینګښت؛
  6. د انساني کرامت حرمت او هغه ته پوره توجه؛
  7. وړتیا او اولویت ؛
  8. د حق پېژندنه او دفاع؛
  9. عمومیت او بي طرفي.

 

نوم: عبدالله احساس د عامه اړیکو د څانګي آمر

برېښنا لیک: Ehsas2018abdullah@gmail.com

د اړیکو شمېره: 07755785588

پوهنيار عبدالله احساس د خواجک حسين زوی، چي په (۱۳۶۹ ل)کال کي د پکتيا ولايت د څمکنيو اولسوالۍ اړوند په يوه علمي کورنۍ کي زيږدلی دئ، خپلي ابتدايي او ثانوي  زده کړي ئې د د همدې اولسوالۍ اړوند په څمکنيو عالي ليسه کي بشپړي کړي دي، د کانکور تر آزموېني وروسته په(۱۳۸۷ل) کال کي د خوست ولايت د شيخ ذايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي ته بريالی او په (۱۳۹۰ل)کال کي ئې له ياد پوهنتون څخه د فراغت سند تر لاسه کړ، نوموړي په (۱۳۹۲ل )کال کي د خپلې علاقی له مخي دکادري آزمويني تر ورکړې وروسته د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په عامه اړيکو څانګه کي استاد او تر پنځه کال خدمت  وروسته په۱۳۹۷ل)کال کي  د تحصيلي بورس له لاري د هند هيواد ته ولاړ او په (۱۳۹۹ل) کي ئې د هند هيواد د بنګلور پوهنتون څخه د ژورناليزم په برخه کي د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، چي اوس مهال  د خپلي مقدسي دندې له لاري د هيوادوالو خدمت کوي.

د دندو لايحه

  • د ډیپارټمنټ د مجلسونو د ریاست مشري؛
  •  د ډیپارټمنټ د تمثیل یا کارونو ښکاره کول د لوړو نهادونو پخاطر؛
  •  د ډیپارتمنټ د اجنډا ترتیب، او پلان ګذاري؛
  •  اصولي کړنه د مجلس د فیصلې په رڼا کي، لکه د اسنادنو د تقرر تعین، علمی ترفع، او انفکاک؛
  •  د درسي نصاب د تطبیق، د عملي او ساحوي کارونو څخه نظارت چي د پوهنځي په ډیپارټمنټ پوري مربوط وي؛
  •  د پوهنځي د ډیپارټمنټ له پاره نوې لاسته راوړني او د بهبود له پاره ئې انکشاف؛
  •  د ډیپارتمنټ د ضرورت د رفع کولو له پاره بې سارې کوښښونه؛
  •  د ډیپارټمنټ د اکاډيمیکو، او اداري کارونو ترتیب او تنظیم؛
  •  د ډیپارټمنټ د اعضاؤ کوم چه په خپلو درسونو کي ئې ښه ابتکارات او لاسته راوړني ولري دتقدیر او ستایلو پیشنهاد؛ او د مجازاتو پشنهاد د ډیپارټمنټ د هغو اعضاؤ په مورد کي چه دجدي تخلفاتوسبب ګرځیدلي وي؛
  •  د ډیپارټمنټ د فعالیتونو پلان جوړول، او د پوهنځي د ریاست علمي سو را ته سپارل؛
  •  د ډیپارټمنټ د اعضاؤ د اکاډمیکو فعالیتونو ارزیابي په هر سميستر کي او د ډیپارټمنټ په مجلس کي د هغوی څرګندول؛
  • او نوري وظیفې کوم چي د قانون د احکامو مطابق د ډیپارټمنټ په آمر پوري  اړه لري.

نوم: پوهنمل صبغت الله غورځنګ

دنده: استاد

د اړیکو شمېره:   0799818666

صبغت الله غورځنګ د عبدالحمید زوی، په ۱۳۶۸ لمریز کال کی د وردګو ولایت سیدآباد اولسوالۍ  د تنګي په ښکلې دره د دوآب په کلي کي زیږیدلی دئ. لمړنۍ زده کړي ئې د امام محمد په ابتدائې ښوونځي او سیدآباد په عالي لیسه کي سرته رسولي دي، په ۱۳۸۶ کال کي د شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی سوی دئ او همدارنګه په ۱۳۹۰ کال کي د شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه په عالی درجه د فراغت سند تر لاسه کړیدی.ښاغلی غورځنګ په ۱۳۹۱ لمریز کال کي د کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کي تر کادري ازمویني وروسته د استادۍ مقدسه وظیفه پیل کړې ده، چي په ۱۳۹۴ کال کي ئې په رسنیو کي ایډیټ او ایډیټر تر عنوان لاندي  علمي اثر لیکلي چي د پوهنیاري تر علمي رتبې پوري  رسیدلی دی. په ۱۳۹۶ لمریز کال کي د دولتي سکالرشیف له لاري د ماستری په پار  چین هیواد ته تللی دئ، چي په ۱۳۹۹ لمریز کال کي ئې د چین د هیبي پوهنتون څخه په ژورنالیزم او اړیکو کي خپله ماستري په بریالیتوب سره بشپړه کړه، چي د ماسترۍ تر څنګ ئې د همدغه پوهنتون د ریسرچ سنټر دوه کلن غړیتوب هم تر لاسه کړ، ښاغلی غورځنګ په ۱۴۰۰ لمریز کال کي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئيس وټاکل سو، پاته دي نه وي، چي په علمي برخه کي تر دې مهاله ئې شپږ علمي مقالې په نړۍوالو ژورنالونو او دوې مقالې په ملي ژورنالونو کي خپرې کړیدي.

 

 

 

نوم: پوهنمل عبدالطیف احمدي

دنده: استاد

برېښنا لیک: Latif.ahmadi44@gmail.co

د اړیکوشمېره: 0789472938

کندهار پوهنتون، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادعبدالطیف احمدي د وردګو ولایت سیدآباد اولسوالۍ د تنګي د رنځي خیلو کلي اوسیدونکی دئ، چي په ۱۳۶۹ لمریز کال کي د قاضي اختر محمد خان په یوه دینداره او پتمنه کورنۍ کي دې فاني نړۍ ته سترګې پرانستي دي. ښاغلي احمدي خپلې ابتدایه، منځنی او ثانوي زده کړيد تنګي ښکلې درې دامام ابوحنیفه په عالي لیسه کي پیل کړي او په ۱۳۸۶ لمریز کال له نوموړې عالي لیسې څخه دفراغت سند ترلاسه کړی دی. احمدي د کانکور تر آزمویني  وروسته دلسانس دورې دزده کړو له پاره دخوست ولایت د سيخ زايــد پوهنتــون ته لار ومـــونده، چي په ۱۳۹۰ لمريز کال کي د ياد پوهنـتـــون د ژورنالـــيزم پوهنځي څخه په کادري نمبرو فارغ سو .ښاغلی احمدي، له فراغت وروسته دلمړي ځل له پاره په  ۲۶/۹/۱۳۹۱ نيټه دآزاذ  رقابت له لاري  دپکتیا ولایت اطلاعاتو اوکلتور ریاست کي دباختر خبری اژانس دمسئول په توګه رسمآ په دنده وګمارل سو  او د دوه کالونو او څو میاشتو له پاره ئې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره دنده تر سره کړه، چي په یاده موده کي ئې دهیواد دننه په ګڼ شمیر کنفرانسونو، ورکشاپونو او سیمینارونو کي ګډون کړی دی. او په ۳۱/۶/۱۳۹۴ نيټه د آزاذ  رقابت له لاري  کندهار پوهنتون، ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کي استاد سو ، چي له درې کاله خدمت کولو څخه وروسته په ۱۳۹۷ لمریز کال د أنلاین بورسونو له لاري  د ماستری دزده کړو له پاره ترکې هیواد ته لاره ومونده، چي تردې مهاله سلجوق پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي کي د ماسترۍ په زده کړو باندې مصروف دی. تردې دمه ئې ( په سوله کي درسنیو رول او د ټولنیزو رسنیو د روږدیوالي او یوازیتوب ترمنځ د اړیکو څیړنه) تر سرلیکونو لاندي  دوه علمي مقالې د چاپ په ګاڼه سمبال او د لوستونکو تر لاسونو رسیدلي دي. وروستۍ پنځونې ئې ( په راډیو کي فچر او د هغې دتصویري کولو لاري  چاري) ترسرلیک لاندي  یوه علمي مقاله او د( مسلکي عامه اړیکو داساسي دندو او مسئولیتونه پېژندنه  )ترسرلیک لاندي  یوه علمي رساله د کتاب په بڼه چاپ ته لیږل سو ې، چي ډیر زر به ستاسو درنو لوستونکو تر لاسونو در ورسیږي. استاد احمدي تر دې مهاله د ځوان کادرونو په روزنه کي نه ستړې کیدونکي هلي ځلي کړې، د الله تعالی له درباره له خوښیو او نیکمرغیو ډک، اوږد ژوند ورته غواړو، څو نور هم د دې ځورېدلي ملت له پاره دخدمت جوګه سي او د هیواد د ځواني انرژۍ په روزنه کي کوټلي ګامونه پورته کړي.  

 

 

 

 

نوم: پوهنیار سید ګلاب امیني

دنده: استاد

برېښنا لیک: Amini.wardak500@gmail.com

د اړیکو شمېره: 0787989178

پوهنیار سیدګلاب امینی د ګل امین زوی چي په (۱۳۶۷ل) کال کي  د وردګو ولایت، سيدآباد اولسوالۍ، سالارو کلي د جماد خیلو په علم پروره کورنۍکي زيږدلی، نوموړی د خالد بن ولید عالیسی څخه په (۱۳۸۶ل) کال کي فارغ او په (۱۳۸۷ل) کي د کانکور تر آزموینې وروسته د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ژورناليزم پوهنځي ته بریالی او په (۱۳۹۰ل) کال کي ئې له یاد پوهنځي څخه د فراغت سند تر لاسه کړ، وروسته (۱۳۹۱ل) کال څخه تر (۱۳۹۳ل) کال پوري  د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د باختر خبري آژانس د عمومي مدیر په توګه دنده بوخت وه چي  د( ۱۳۹۴ل) کال په لومړیو کي د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځپ  د عامه اړیکي څانګه کي د علمي کادر په توګه  تقرر ترسره سو . د (۱۳۹۷ل) په وروستیو کي د دولتی سکالرسيپ له لاري  په ایران هیواد د علامه طباطبائې په پوهنتون د ټولنیزو اړیکيو علومو کي د ماستري زده کړه ترسره کړې.

نوم: پوهنیار رشاد احمد احمدي

دنده: استاد او د پوهنځي مرستیال

د اړیکو شمېره: 0702807086

 پوهنیار رشاداحمد احمدي د حاجي نور احمد احمدي  زوی د مرحوم حاجي نصرالدين احمدي لمسی د حاجي جلال الدين احمدي کړوسی په ۱۳۷۱ ه ل کال کي  د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي په یوه روشنفکره کورنۍ کي زيږيدلی دئ. لومړنۍ زده کړي ئې د کندهار ښار په احمدشاه بابا عالي ليسه کي بشپړي کړې او له همدې ليسې څخه په ۱۳۹۰ ه ل کال کي په لومړۍ درجه درجه فارغ سو، او په کال ۱۳۹۲ هـ.ش د کانکور په ازموينه کي د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي ته په ۲۴۵ نمرو سره بريالی سو او په ۱۳۹۶ ه ل کال کي د عامه اړیکو په رشته کي د پوهنځي په سطحه په لومړۍ درجه د ليسانس سند واخيست. نوموړي تر فراغت وروسته په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي دوه کلونه افتخاري استادي وکړه او په ۱۳۹۸ ه ل کال کي د يادي پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کي علمي کادر ته شامل سو. او تر دې مهاله د عامه اړيکو د څانګي د آمر په توګه دنده مخته وړي.  ښاغلی احمدي علمي کادر ته تر شامیلدو مخکي د ۱۳۹۱هـ.ش کال څخه تر د ۱۳۹۸هـ.ش کال پوري په احمد شاه بابا عالي لېسه کي د فزيک د استاد په صفت دنده ترسره کړې ده. د ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۵ پوري په سيرزي انيسټيټوټ کي د انګرېزي د استاد په صفت دنده اجرا کري ده.  پوهنیار  احمدي مورنۍ ژبه پښتو ده او د دې سره سره په دری او انګليسي ژبو پوره حاکمیت لري. نوموړی درې ځله تقدیر سوی دئ. يو ځل د کندهار ولایت د معارف رياست لخوا د ۱۳۹۵هـ.ش کي د غوره ښوونکي په ویاړ ستایل سوی دئ. همداسي په ۱۳۹۶هـ.ش کال کي د کندهار پوهنتون د رئيس لخوا د ليسانس دورې څخه په لومړۍ درجه د فراغت له امله تقدير سوی دئ. او په ۱۳۹۷هـ.ش کال کي د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رهبري لخوا د کال د غوره ښوونکي او په پوهنځي کي د افتخاري تدريس کولو له امله تقدير سوی دئ.

 

نوم: پوهنیار قدرت الله سائل

دنده: استاد

د اړیکو شمېره: 70 682 0216

قدرت الله سائل د حاجي ضابط عبیدالله سائل زوی او د حاجي شهباز سائل لمسی په (1989)ز ــ (۱۳۶۸)ل ل په کندهار کي زېږېدلی دئ.  لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړي ئې تر اتم ټولګي پوري په ظاهر شاهي عالي لیسه کي ترسره کړي دي، چي بیا وروسته په (2011)ز کي د کندهار شاه حسین هوتک افغان ــ تُرک نړیوالي عالي لیسې څخه په شپږمه دوره کي فارغ سو.

نوموړي په (2016)ز کي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو له څانګي څخه د لومړۍ دورې په توګه تحصیلي سند تر لاسه کړ.  په (2019)ز کي ئې د هیندوستان د علي ګړ مُسلیم پوهنتون ـ AMU د ټولیزو اړیکو ـ Mass Communication له پوهنځي څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. شاوخوا درې کاله ئې په فاضل کندهاري لیسه کي د معلمۍ سپېڅلې دنده سرته رسولې ده. په (2015 ــ 2017)ز پوري ئې د «قرآن ږغ» په نوم محلي راډیو کي د پروډیوسر/ خپرونو تولیدوونکي، تصحېحکار او ویبسایټ چلوونکي په توګه دنده مخ ته وړې ده.

تر راډیويي دندې وروسته ئې په (2019)ز کي د «احمدشاهي ارګ» په نوم محلي اونیزي کي د څېړونکي خبریال په توګه یو کال وظیفه کړې ده. د اسلامي امارت په بیا ځلي راتګ سره ئې په«کندهار ملي راډیو ټلوېزیون» کي د ریپورټر او د راډیو مدیر په توګه شاوخوا دوه کاله وظیفه مخ ته یوړه.

له ملي راډیو ټلوېزیون څخه وروسته (2023 ــ 2025)ز پوري ئې په مالئې وزارت کي د «اړیکو او رسنیو د متخصص» په توګه په دنده بوخت وو، چي له هغه وروسته په کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کي په (۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴)ل ل کي د پوهنیارۍ په علمي رتبې سره د استادۍ په سپېڅلې دنده و ګومارل سو.  پوهنیار قدرت الله سائل دوه اثرونه لري، چي لومړی چاپ سوی کتاب ئې د «مقبوضه افغانستان» په نوم دئ، چي په (2019)ز کي چاپ سو، تر دې وروسته ئې په (2025)ز کي د «ټولیزه اړیکه ـ Mass Communication» په نوم کتاب ئې له انګرېزي څخه پښتو ته وژباړه، چي پر دوو ټوکونو مشتمل دئ.

د  عامه اړیکو د څانګي د تحصيلي نظام پېژندنه

د عامه اړیکو د څانګي تحصيلي نظام د کريډيټ د سيستم تابع دی، ددې سيستم له مخي د ليسانس په څلور کلنه دوره کي محصلان له ۱۳۶ کريډيټونو څخه کم بايد ونه وائې او زياتوالی ئې د تحصيلي رشتې د اړتيا له مخي کيږي. همدارنګه په هر سميسټر کي بايد تر ۲۱ کريډيټونو زيات او تر ۱۷ لږ نه وي. د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د ليسانس دوره څلور کاله ده او تر شپږ کاله زياتېدای نسي.

 

د عامه اړیکو د څانګي په څلور کلنه دوره کي محصلانو ته څلور ډوله مضامين تدريس کيږي، ۱. اساسي مضامين، ۲. تخصصي مضامين، ۳. اختياري مضامين او ۴. پوهنتون شموله مضامین. چي پدې کي اساسي مضامين بايد حد اکثر ۳۰٪ سلنه وي، تخصصي مضامين بايد حدا اکثر ۵۰٪ سلنه وي، اختياري او پوهنتون شموله مضامين بايد حد اکثر ۱۲٪ سلنه وي او ساحوي، عملي کارونه بايد حد اکثر ۳۰٪ سلنه وي. د اساسي، تخصصي او اختياري مضامينو د کټګوريو د ټاکلو صلاحيت د ډيپارټمنټونو سره دی. يو مضمون په يوه ورځ کي تر دوه ساعته زيات نسي تدرېس کيدای، عملي کارونه تر څلور ساعته او ساحوي کارونه کيدای سي چي ټوله ورځ وي. يو مضمون يا کورس په اوونۍ کي حد اکثر ۵ کريډيټونه تدريس کيدای سي.

هر محصل بايد په سميسټر د (۱۷-۲۱) کريډيټونه تعقيب کړي، محصل کولای سي چي په يوه بشپړه دوره کي يوازي د يوه کال له پاره تاجیل واخلي، کله چي تاجيل اخلي بايد د سميسټر په پيل کي ځانګړی فورم ډک کړي او طی مراحل ئې کړي. خو که چيري يو زده کړيال د يوه کال له پاره غايب سي او غيابت ئې د مؤجه دلايلو له مخي وي، د پوهنځي علمي سو را کولای سي چي غيابت ئې په تاجيل کي حساب کړي. همدارنګه که چيري ښځينه محصله د حمل پر بنسټ ونسي کولای چي ټاکلې حاضري پوره کړي، د پوهنځي د علمي سو را لخوا کيدای سي چي په کلني تاجيل کي حساب کړل سي. محصلان يوازي د غير مترقبه پېښو په صورت کي د دوهم ځل تاجيل غوښتنه هغه وخت کولای سي چي تحصيلي دوره ئې تر شپږو کلونو زياته نسي او د پوهنتون د علمي سو را لخوا تائيد سي.

د پوهنځي د علمي سو را لخوا د هرو ۲۰ محصلانو له پاره يو لارښود استاد ټاکل کيږي، دا لارښود استاد به د محصلانوسره وخت پر وخت غونډي کوي. لارښود استاد د خپلو ټاکلو محصلانود ټولو اکاډميکو چارو مسئوليت په غاړه لري.

د تدريس ميتودونه(روسو نه) Teaching and Learning methods

د عامه اړیکو د څانګي رهبري او مدريتي ټيم باور لري، چي د زده کړي له پاره بايد له نويو او ګټورو او موثرو ميتودونو څخه استفاده وسي او پخواني استاد محوره ميتودونو ته مخه ښه وواي؛ نو ځکه  د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوښتي پاليسي او د کندهار پوهنتون ستراتيژي ته په کتو سره د OBE-SCL محصل محوري ميتود له مخي درسي بهیر مخته وړل کيږي لکه:

  1. لکچر د پراجکټور او پر تخته د کار کولو له لاري ؛
  2. ګروپي کارTeam work؛
  3. د پريزنټېشنونو او سيمينارونو له پاره د درس اړوند موضوعات ورکول، کورني کارونه په انفرادي او ګروپي شکل؛
  4. بحث او مباحثه Discussion او د ورځنيو موضوعاتو پيښو مخته کول؛
  5. د تدريس په پای کي د پوښتنو کول او په يوه پاڼه کي د درس لنډيز له هر محصل څخه ترلاسه کول؛
  6. د محصل محوري د ميتود له نورو موثرو روسو نو او طريقو څخه استفاده کول.

د محصلانو د ارزوني ميتودونه Evaluation Methods

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو ارزونه په لاندي  ډول ترسره کيږي.

  • ٪10  - کورني دنده او صنفي فعاليت Homework & Class activities
  • ٪10 - پريزينتېشن او ليکل سو ي فايل Assignment and Presentation
  • ٪20 - د سميسټر منځني ازموينه Mid-semester exam
  • ٪60  - اخري ازموينه Final examination

د عامه اړیکو څانګي فارغان ( Graduates)

د عامه اړیکو  څانګي تر دا مهال يعني ۱۴۰۴ل. کال پوري په اوو (۱۰) دورو کي ۳۹۲ فارغان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي او فارغ کړي دي، چي د محصلانو سره د مسلسلو ملاقاتونو او معلوماتو له مخي تقريباً ٪۸۵ ئې په دندو بوخت دي.

د عامه اړيکو برنامې د فارغ التحصیل واضح تعریف

د کندهار پوهنتون ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي کي د عامه اړیکو برنامې ( د وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو د دولتي ادارو په عامه اړیکو څانګو کي، د مرکز او ولایتو عامه اړیکو پوهنځيو، علوم اکاډمي او څیړنیزو مراکزو او اړوند د اخلي او بهرنیو مؤسساتو د عامه اړیکو ) له پاره د مسلکي او متخصص کادرونو د روزني په منظور ایجاد سوې ده. په همدي اساس عامه اړیکو علمي برنامه هغه شخص د خپل فارغ التحصیل په صفت پيژني، چي (۱۶۵) کریډیټونه په یوه تحصیلي دوره کښي، چي د ورځي له خوا په څلور کاله او (۸) سميسټره کي پوره او د پوهي، مهارتونو او روش (سلوک) په برخو کښي د لاندي شرایطو درولودونکي وي:

۱: د پوهي او علم په برخه کي: د (عامه اړیکو) علمي برنامي فارغ التحصیل باید په دي واتونیږي چي د لیسانس په کچه د (د عامه اړیکو او د ولسونو سره د ارتباط په فن او مهارتونو، اړېکو، ټولنیزو لیکنو، د اداري او مدیریت په مهارتونو او ټولنیزو موضوعاتو باندي حاکم وي)، د ژبي (اوریدلو، ویلو، لیکلو او لوستلو) پر څلورو مهارتونو باندي تسلط ولري، ترڅو په دې وتوانیږي، چي د (عامه اړېکو په چارو) د متخصص په صفت په ټولنه کي د کار وړتیا ولري.

۲ـ د مهارتونو په برخه کي: د (عامه اړیکو) د علمي برنامې فارغ التحصیل هغه شخص دی، چي حد اقل (یو له باندنیو ژبو سره بلدتیا، ښه مدیریت او د کمپیوټر مهارتونو سره) اشنائې ولري او په دي برخه کښي د خپلو ستونزو د حل توانايي ولري.

۳ـ د کړنو او چلند په برخه کي: د (عامه  اړیکو) د علمي برنامي فارغ التحصیل هغه شخص دی، چي د (عامه اړیکو) تخصصي او مسلکي مضامین د هیواد نافذه قوانینو ته په احترام، اکاډمیک اصولو په رعایتولو، وطندوستي او د اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو په نظر کي نیولو سره ئې ترلاسه کړي، ټولو د غه ارزښتونو ته ژمن او د هر ډول تبعیض او تعصب څخه پاک وي.

د ژورناليزم څانګي لنډه پېژندنه:

د ژورنالیزم څانګه چي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په چوکاټ کي فعالیت کوي او خپل فعالیت ئې په ۱۳۹۳ ل کال کي د ميزان د میاشتې څخه را پیل کړي ده، خپلې ټول درسي او اداري چارې په منظم ډول پر مخ وړي، د ژورنالیزم څانګي په رسمي توګه پرانیستلو سره سم  په پیل او  لومړۍ دوره کي (۳۷) تنه محصلان ټولنې ته وړاندي  کړل. چي د همدې څانګي ټو علمي او اداري فعالیتونه د پنځه تنو مجربو استادانو له خوا پرمخ وړل کیږي او د ژورنالیزم څانګي تر ۱۴۰۴ل. کال پوري ۱۰ دورې محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي په څانګه کي ۵تنه رسمي استادان ، چي تر پوهنملي او دوکتورا کچي پوري  رتبې لري. ژورنالیزم څانګه په اداري برخه کي د څانګي امر لري او اداري فعالیتونه ئې د څانګي دامر لخوا پر مخ وړل کیږي همدارنګه د ژورنالیزم څانګه جلا وداني نه لري، خو بیا هم د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په چوکاټ کي د شته امکاناتو څخه استفاده کوي، څلور درسیي صنفونه، د رسنیو عملیاتي مرکز،  اداري خوني او په رسنیو مرکز کي د غونډو منظم تالار او همدارنګه په پوهنځي سطحه چي د ژورنالیزم څانګي محصلان هم ورڅخه استفاده کوي کمپیوټر لب شتون لري. ژورنالیزم څانګي د محصلانو له پاره چي د عملي کار اړخ نور هم تقویه سي د رسنیو عملیاتي مرکز سره په ګډه کار کوي او د محصلانو له پاره اوس مهال راډیو چي د پوهنتون ژغ په نوم نشرات کوي او همدارنګه یو مطبعه هم لري ترڅو محصلان خپل عملي فعالیتونه پکي ترسره کړي. د نصاب او کاریکولم په برخه کي خوشبختانه چي داسلامي امارت په واک ته رسیدو سره سم دهیواد دټولو پوهنتونو له پاره د لوړو زده کړو وزارت لخوا د نصاب یو واحد سیستم له پاره کلسترونه دایر سول چي د کندهار پوهنتون ژورنالیزم څانګي هم پکي برخه اخیستي وه اود هیواد له پاره یو نوی واحد کاریکولم رامنځ ته سو  او په راتلونکي نژدي سميسټرونو کي به ئې په څانګه کي تطبیق کړو او دهیواد او ولس د ستونزو د حل په موخه با احساسه، مسلکي، او په ملي احساس سمبال ژورنالیستان ټولني ته وړاندي کوي.

په علمي او کاډمیکه برخه کي د ژورنالیزم څانګي ټولو استادانو په داخلي او نړیوالو ژورنالونو کي علمي مقالي نشر کړي دي او لا کار روان ده ټولي، همدارنګه د هیواد وضعیت ته په کتو محصلانو ته ساحوي څیړني ورکول سو ي دي چي تر دا مهاله په سلوهاوو څیړني په مختلفو کلتوري، رسنیزو او نورو برخوکي تر سره سوي وي.

لرلید  (Vision)

ژورناليزم څانګه به د هيواد په کچه يوه مخکښه او د ښه شهرت لروونکي څانګه وي؛ د هيواد د ښې راتلونکي له پاره به با اسعتداده، مسلکي او د ملي احساس لرونکي ژورناليستان وروزي.

رسالت (Mission)

ژوناليزم څانګه به د اسلامي او اخلاقي معيارونو په رڼا کي د مسلکي پوهې د لاسته راوړلو  او شريکولو له پاره زمينه برابره کړي، ترڅو د خپلې پوهې، ابتکاراتو او څيړنو  په مرسته د هيواد د پرمختګ او هوساينې له پاره کار وکړي.

موخې (Goals/Objectives)

  1. د علمي او مسلکي کچي پياوړتيا.
  2. د څيړنيزې ميتودولوژی شريکول او څيړنيزو فعاليتونو پياوړتيا.
  3. هيواد پالنې، ملي هويت او اسلامي فکر  ته د وفاداره ژورنالستانو ټولنې ته وړاندي  کول.

ارزښتونه (Core Values)

  • مسلکي او کادري لوړ کيفيت .
  • د اسلامي اخلاقو او وطن پالنې روحيه .
  • په کړنو کي شفافيت .
  • د فساد مخه نيول .

ځانګړې موخې

  • استادانو ته د څيړنيزو  ژباړو او تاليفاتو زمينه  برابرول .
  • د نوي او عصري ټکنالوژی له مخې تدريس کول .
  • د هر ډول تعصباتو مخه نيول .
  • ژورناليزم څانګه د ژورناليزم  پوهنځي ته ارتقا ورکول .
  • د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزونې له پروسې څخه څارنه کول.

ژورنالیزم څانګي د اکاډمیکو اسانتیاوي

د څانګي په سطحه ۵ ماستر او دکتورا استادان.

د رسنيو عملياتي مرکز( راډیو او مطبعه )

د ژورناليزم او عامه اړيکو څېړنيز مرکز.

د کمپيوتر او انګليسي ژبي مرکز(د کندهار پوهنتون د محصلانو د انسجام امریت).

کندهار پوهنتون علامه حبيبي کتابتون.

څلورم ټولګي محصلانو له پاره انټرنیټ اسانتیا.

 

د ژورنالیزم څانګي د آمر لنډه پېژندنه او ژوند لیک

برېښنا لیک: Sadiqijan.786@gmail.com

د اړیکو شمېره: +93706572137

نورعلي صدیقي د غلام نبي زوی په ۱۳۷۵ کال د کندهار ولایت د ژړۍ اولسوالۍ  د کلک په کلي کي زیږدلی دئ.

په ۱۳۹۳ کال د ظاهر شاهي لیسي څخه فارغه او په همدې کال د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړېکو پوهنځي د ژورنالیزم  څانګي ته بریالی سو او په ۱۳۹۷ کال کښي په کادر کښي فارغ سوی.  مورنۍ ژبه ئې پښتو همدارنګه د انګلیسي، ترکي او دري ژبو سره هم بلدتیا لري.نوموړی دغه راز اووه کاله د کندهار راډیوتلویزیون سره د خبریال په  توګه دنده اجرا کړې ده او شاوخوا درې کاله د کندهار پوهنتون د رسنيو عملياتي مرکز د رسمي امر په توګه ئې دنده مخ ته وړې ده.

ښاغلي صدیقي په ۱۴۰۲ ل. کال کښي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د استادۍ کادري بست ته امتحان ورکړ او اوس مهال د یادي پوهنځي د علمي کادر غړی دئ. هغه اوس مهال په رتبه پوهنيار او د ژورناليزم څانګي رسمي آمر دئ. هغه ماسټري ئې د ترکئې هيواد په اتاتورک پوهنتون کي په عمومي ژورناليزم کي بشپړه کړې ده

د دندو لايحه

  • د ډیپارټمنټ د مجلسونو د ریاست مشري؛
  •  د ډیپارټمنټ د تمثیل یا کارونو ښکاره کول د لوړو نهادونو پخاطر؛
  •  د ډیپارتمنټ د اجنډا ترتیب، او پلان ګذاري؛
  •  اصولي کړنه د مجلس د فیصلې په رڼا کي، لکه د اسنادنو د تقرر تعین، علمی ترفع، او انفکاک؛
  •  د درسي نصاب د تطبیق، د عملي او ساحوي کارونو څخه نظارت چي د پوهنځي په ډیپارټمنټ پوري مربوط وي؛
  •  د پوهنځي د ډیپارټمنټ له پاره نوې لاسته راوړنې او د بهبود له پاره ئې انکشاف؛
  •  د ډیپارتمنټ د ضرورت د رفع کولو له پاره بې سارې کوښښونه؛
  •  د ډیپارټمنټ د اکاډمیکو، او اداري کارونو ترتیب او تنظیم؛
  •  د ډیپارټمنټ د اعضاؤ کوم چه په خپلو درسونو کي ئې ښه ابتکارات او لاسته راوړنې ولري دتقدیر او ستایلو پیشنهاد؛ او د مجازاتو پشنهاد د ډیپارټمنټ د هغو اعضاؤ په مورد کي چه دجدي تخلفاتوسبب ګرځیدلي وي؛
  •  د ډیپارټمنټ د فعالیتونو پلان جوړول، او د پوهنځي د ریاست علمي سو را ته سپارل؛
  •  د ډیپارټمنټ د اعضاؤ د اکاډمیکو فعالیتونو ارزیابي په هر سميسټر کي او د ډیپارټمنټ په مجلس کي د هغوی څرګندول؛
  • او نورې وظیفې کوم چي د قانون د احکامو مطابق د ډیپارټمنټ په آمر پوري  اړه لري.

پوهنمل عبدالوهاب رحيمي

دنده: استاد

شمیره: ۰۷۸۰۴۴۵۹۱۹

 د عبدالرحيم زوی، د وردګو ولایت چک اولسوالۍ د کولک د کلي اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۷ لمریز کال ئې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړي د چک په روزنتون او وروسته ئې د حضرت عمر فاروق رض له عالي ليسې څخه په ۱۳۸۶لمريز کال کي د فراغت سند ترلاسه کړی.په ۱۳۸۷ لمریز کال د کانکور د ازمویني له لاري د خوست ولایت شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون ژورناليزم پوهنځي ته لاره پیدا کړې او په ۱۳۹۰ لمریز کال ئې د لېسانس دوره بشپړه کړه. په ۱۳۹۱ لمريز کال د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي په ژورنالیزم څانګه کي د علمي کادر د غړي په توګه  تقرر ترلاسه کړ او د ژورناليزم پوهنځي له لومړنيو استادانو څخه ګڼل کيږي. په ۱۳۹۳لمريز کال د ژورناليزم څانګي آمر وټاکل سو او په دې برخه کي ئې وخت په وخت ستاينليکونه ترلاسه کړي دي. په ۱۳۹۷ کال يې د چين هيواد د اړیکيو په پوهنتون کي د ماسټری پروګرام پیل کړ، چي په ۱۳۹۹ لمريز کال ئې د همدي پوهنتون د ژبپوهنې د پوهنځي د فرهنګي اړيکو له څانګي (Linguistic and Applied Linguistic Cross-Culture Studies Language and Communication) څخه د ماسټری سند ترلاسه کړ. د ژورنالیزم په بېلابیلو برخو کي ئې تحقيقات کړي چي په لنډ ډول ئې يادونه اړینه ده.

۱. د سميزو راډيوګانو له پاره ښونیز سيتمونه، نوموړي کتابتونې څيړنه ده، د کندهار پوهنتون په منډيګک مجله کي په ۱۳۹۶ خپره سو ې ده.

۲ د (Communication and Cognation; Analyzing the Semantic and Pragmatic Meaning of Salaam in Interpersonal Communications among Afghans) ترعنوان لاندي  ساحوي څيړنه ده چي په (International Journal of Communication and Media Science) کي په ۲۰۱۹م کال نشر سو ې ده.

۳. د (War and Peace Journalism: Analyzing the Editorial framing of Afghan Conflict in Heart of Asia Newspaper) تر عنوان لاندي  څيړنه د ښاغلي عبدالوهاب رحيمي تيزيس دی، چي په انګلیسي ژبه لیکل سو ي او د چين هيواد د اړیکيو پوهنتون د کتابتون په ويب سايټ کي نشر سو ی دی.

۴. د (سولي ژورناليزم له اړخه د BBC راډيو د خبري منځپانګې تحليل) نوموړې څيړنه د رسنیزې محتوای تحلیل دی، چي په ۱۳۹۹ کال د کندهار پوهنتون د منډيګک په مجله کي نشر سو ې، په نوموړې څيړنه کي د BBC راډيو خبري منځپانګه د جان ګلټونګ د سولې او جنګ ژورناليزم د ځانګړي موډل په اساس تحلیل سو ې ده.

۵. د (د سولې ژورناليزم: د افغان جګړې په شدت او کموالي کي د نړيوالو رسنيو رول) ترعنوان لاندي  څيړنه، په ۱۴۰۰م کال د کندهار پوهنتون په منډيګک مجله کي نشر سو ې، نوموړې څيړنه هم د رسنيزې محتوای تحليل دي چي د آزاذ ی، بي بي سي او چين نړيوالې راډیو د اوو مياشتو رسنيزه منځانګه ئې د سولې ژورنالیزم د ځانګړو موډلونو په اساس تحليل کړې ده.

پوهنيار سيد تاج محمد سيدي

دنده: استاد

شمیره:۰۷۰۰۹۱۳۵۱۳

پوهنيار سيد تاج محمد سيدي د سيد محمد عيسی زوی او سيد محمد عثمان لمسۍ د کندهار ښار په اوله پنځمه ناحيه کي په (۱۳۶۹ل.) کي زيږيدلی دئ، خپلي لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې په کندهار کي د حاجي ميرويس خان نيکه په عالي ليسه کي په اعلی درجه سره په (۱۳۸۸ل.) کي بشپړي کړي دي، په (۱۳۹۱ل.) کي د کانکور د لاري د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځۍ ته لار پيدا کړه ،چي په (۱۳۹۵ل.) کال کي ئۍ د لیسانس سند د همدې پوهنځۍ څخه ترلاسه کړ، وروسته په (۱۳۹۸ل.) کي په ياده پوهنځۍ کي د استادۍ په مسئوليت وګمارل سو، چي تر دې دمه جريان لري.ښاغلي استاد په ۱۴۰۴ه کال کي پوهنیار علمي رتبې ته ارتقاء وکړه.

نوماند پوهنیار محمد رحيم بشردوست

دنده: استاد

شمیره:۰۷۴۴۴۲۹۹۶۷

محمدرحيم بشردوست د محمدنسيم زوی او د حاجي حيات الله لمسی په ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د اسد د مياشتي پر ۲۸ نيټه د کندهار ښار اړوند په شپږمه ناحيه کي د ميرزاحمد خان قلعچه کي په خپل پلرني کلي کي زېږدلی دی. لومړنۍ زده کړي ئې په ۶ کلنۍ کي د خپل کلي په مسجد کي کړي دي او وروسره سم ئې رسمي زده کړي په ۱۳۷۹هجري لمریز کال کي په صوفي صاحي ذکور عالي ليسه کي پيل کړې او په ۱۳۹۰هجري لمریز کال کي د همدې لیسې څخه په اعلی درجه فارغ سو. د يادي ليسې تر فراغت وروسته د ۱۳۹۱ کال په عمومي کانکور کي ګډون وکړ او د ۲۸۱ نومرو په تر لاسه کولو سره د کندهار پوهنتون ژورناليزم پوهنځي ته کامياب سو، تر څلورو کالو هلو ځلو وروسته په ۱۳۹۵هجري لمریز کال کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم د څانګي څخه په کادر کي د فراغت سند تر لاسه کړ.  محمدرحيم بشردوست د رسمي زده کړو تر څنګ په خپل کي د الحاج مامورصاحب اخترمحمد په زده کړيز مرکز کي د املا، انشا، خطاطي، ریاضي مرستندويه زده کړي هم کړي دي.

 محمدرحيم بشردوست د ليسې څخه تر فارغت وروسته د آزاذ ي سيالي له لاري د ښوونکو په ازموينه کي برخه اخيستل او تر برياليتوب وروسته (۱۱/۰۷/۱۳۹۰) نيټه د ميرزاحمد خان منځني ښوونځي کي د رسمي ښوونکي په توګه مقرر سو، تر دې دمخه ئې هم په يو شمير خصوصي ښوونځيو کي هم د رياضي د ښوونکي په حيث دنده اجرأ کړې ده. په ۱۳۹۵ کال کي د همدې ښوونځي د ټولو ښوونکو لخوا غوښتنه وسول تر څو د ښوونځي د سرمعلمي چاري په غاړه واخلي پر همدې اساس د څلورو کالو له پاره په ميرزااحمد خان منخۍ ښوونځي کي د سرښوونکي په حيث دنده اجرأ کړل او په ۱۳۹۷ کال د دلو په مياشت کي د آزاذ ي سيالي له لاري د کندهار چاپیريال ساتني رياست کي د اطلاعات او عامه اړيکو عمومي مديریت ته کامياب سو او رسمي مراحلو وروسته د ۱۹/۰۱/۱۳۹۸ نيټه رسما په همدغه بست مقرر سو. د چاپیريال ساتني رياست د اطلاعات او عامه اړيکو د عمومي مدیر په حيث ښاغلي محمد رحيم بشردوست د چاپیرياليزو مسايلو په هکله د عامه پوهاوي په موخه بيلا بيلي طرحي او پلانونو ترتيب کړل، چي په دې برخه کي د پاک کارۍ ډليز حشرونه، د عامه پوهاوي غونډي، سيمنارونه، راډيويي خپروني او لوبي شاملي دي، همدارنګه ئې په ۱۴۰۱ کال کي په کندهار شريعت ږغ راديو کي د پاک چاپيریال تر عنوان معلوماتي او ښوونيزه خپرونه راپيل کړل چي د درې کاله ئې دوام وکړ او په دې خپرونه کي د چاپیرياليزو ککړتيا، طبیعي سرچينو ارزښت، ځاني حفظ الصحه، د وحسي ژوو ارزښت، اقليمی بدلونونو او نورو ورته چاپیرياليزو موضوعاتو په هکله اوريدونکو ګټور معلومات وړاندي کول. په همدې وظيفه کي تر ۶ کاله خدمت وروسته ښاغلي محمدرحيم بشردوست په ۱۴۰۳هجري لمريز کال د کندهار پوهنتون کي د آزاذ ي سيالۍ له لاري په کادري ازموينه کي ګډون وکړ او تر بریاليتوب وروسته د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګه د کادري په توګه ومنل سو، چي خپل لومړنی علمي کنفرانس د مسلکي راپورتاژ ليکني تر عنوان لاندي  د کندهار پوهنتون او ژورناليزم پوهنځي د لوړ رتبه استادانو په حضور کي دفاع کړ او با الاخره د لوړو زده کړو وزارت مقام د حکم پر اساس د (۳۰/۱۰/۱۴۴۶) نيټې څخه د ژورناليزم په څانګه کي د نوماند پوهنيار په رتبه د  علمي کادر غړي په توګه مقرر سو.

د  ژورنالیزم څانګي د تحصيلي نظام پېژندنه

ژورنالیزم د څانګي تحصيلي نظام د کريډيټ د سيستم تابع دی، د دې سيستم له مخي د ليسانس په څلور کلنه دوره کي محصلان  له ۱۳۶ کريډيټونو څخه کم بايد ونه وائې او زياتوالی ئې د تحصيلي رشتې د اړتيا له مخي کیږي. همدارنګه په هر سميسټر کي بايد تر ۲۲ کريډيټونو زيات او تر ۱۷ لږ نه وي. ژورنالیزم علمي برنامه  د ليسانس دوره څلور کاله ده او تر شپږ کاله زيات دی.

د ژورنالیزم  د څانګي په څلور کلنه دوره کي محصلانو ته څلور ډوله مضامين تدريس کیږي، ۱. اساسي مضامين، ۲. اختصاصي مضامين، ۳. اختياري مضامين او ۴. پوهنتون شموله مضامین. چي پدې کي اساسي مضامين بايد حد اکثر ۳۰٪ سلنه وي، تخصصي مضامين بايد حدا اکثر ۵۰٪ سلنه وي، اختياري او پوهنتون شموله مضامين بايد حد اکثر ۱۲٪ سلنه وي او ساحوي، عملي کارونه بايد حد اکثر ۸٪ سلنه وي. د اساسي، تخصصي او اختياري مضامينو د کټګوريو د ټاکلو صلاحيت د ډيپارټمنټونو سره دی. يو مضمون په يوه ورځ کي تر دوه ساعته زيات نسي تدرېس کیدای، عملي کارونه تر څلور ساعته او ساحوي کارونه کیدای سي چي ټوله ورځ وي. يو مضمون يا کورس په اوونۍ کي حد اکثر ۵ کريډيټونه تدريس کیدای سي.

هر محصل بايد په سميسټر د (۱۷-۲۲) کريډيټونه تعقيب کړي، محصل کولای سي چي په يوه بشپړه دوره کي يوازي د يوه کال له پاره تاجیل واخلي، کله چي تاجيل اخلي بايد د سميسټر په پيل کي ځانګړی فورم ډک کړي او طی مراحل ئې کړي. خو که چيري يو زده کړيال د يوه کال له پاره غايب سي او غيابت ئې د مؤجه دلايلو له مخي وي، د پوهنځي علمي سو را کولای سي چي غيابت ئې په تاجيل کي حساب کړي. همدارنګه که چيري ښځينه محصله د حمل پر بنسټ ونسي کولای چي ټاکلې حاضري پوره کړي، د پوهنځي د علمي سو را لخوا کیدای سي چي په کلني تاجيل کي حساب کړل سي. محصلان يوازي د غير مترقبه پیښو په صورت کي د دوهم ځل تاجيل غوښتنه هغه وخت کولای سي چي تحصيلي دوره ئې تر شپږو کلونو زياته نسي او د پوهنتون د علمي سو را لخوا تائيد سي.

د لوو زده کړو وزارت عمومي پالیسي په اساس په هرو ۲۵ محصلانو یو استاد ټاکل کیږي خو دا چي د ژورنالیزم څانګي استاد کمبود دي نو په لحاظه په ۲۸ محصلانو یو استاد په څانګي کي شتون لري، او یاد استادان د اکاډمیکو چارو ترڅنګ د محصلانو د لارښود استاد په صفت هم له محصلانو سره کار کوي او په سميسټر کي ورسره دوه یا یو غونډه لري تر څو د محصلانو ستونز مشکلات له نژدي څخه وواوري او محصلانو ته لازمي لارښووني وکړي.

د تدريس ميتودونه (روشونه) Teaching and Learning methods

ژورنالیزم څانګي رهبري او څانګي ټول استادان په دي باور دي ، چي د زده کړيله پاره بايد له نويو او ګټورو او موثرو ميتودونو څخه استفاده وسي ټول هغه میتودونه چي په مډرن دونیا کي رواج دي باید په همدې علمي برنامه کي عملي او محصلانو سره شریک سي چي دهغوئ له جملي څخه یو هم د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوښتي پاليسي او د کندهار پوهنتون ستراتيژي ته په کتو سره د OBE-SCL محصل محوري ميتود له مخي درسي بهیر مخته وړل کيږي

  1. لکچر د پراجکټور او پر تخته د کار کولو له لاري ؛
  2. ګروپي کار Team work؛
  3. د درس مطابق عملی کار په راډیو او تلویزیون او ایډیټ پروګرامونو کي.
  4. د پريزنټيشنونو او سمينارونو له پاره د درس اړوند موضوعات ورکول، کورني کارونه په انفرادي او ګروپي شکل؛
  5. بحث او مباحثه Discussion او د ورځنيو موضوعاتو پيښو مخته کول؛
  6. د تدريس په پای کي د پوښتنو کول او په يوه پاڼه کي د درس لنډيز له هر محصل څخه ترلاسه کول؛
  7. د محصل محوري د ميتود له نورو موثرو روسو نو او طريقو څخه استفاده کول.

د محصلانو د ارزوني ميتودونه Evaluation Methods

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو ارزونه په لاندي  ډول ترسره کيږي.

  • ٪10  - کورني دنده او صنفي فعاليت Homework & Class activities
  • ٪10 - پريزينتيشن او ليکل سو ي فايل Assignment and Presentation
  • ٪20 - د سميسټر منځني ازموينه Mid-semester exam
  • ٪60  - اخري ازموينه Final examination

محصلان Students

د ژورنالیزم علمي برنامي برحاله محصلان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د عمومي پروسي لخوا له ۱۳۹۱ هـ ش کال را وروسته تر اوسه را معرفي کیږي چي اوس مهال ټول محصلان له اول ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پوري په څلور واړه صنفونو کي ۱۱۲ تنه محصلان په نظري او عملی زده کړو بوخت دي.

فارغان Graduates:

د کندهار پوهنتون ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په چوکاټ ژورنالیزم څانګي له ایجاد ۱۳۹۳ هـ ش کال څخه تر ۱۴۰۴ هـ ش کال پوري ټول  ۱۰ دورو کي ۳۶۹ تنه فارغان  ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي او زموږ د هغو معلوماتو او اړیکيو په اساس چي د فیسبوک ، واټساپ او نورو لارو یی له فارغانو سره لرو ۵۰٪ فیصده یی په دولتي ادارو کي په کارونو بوخت دي او ۲۵٪ فیصده په خصوصي سکتور او پاتي ۲۵ ٪  په شخصي کاروبار اخته دي.

د ژورنالیزم برنامې د فارغ التحصیل تعریف

دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت  او کندهار پوهنتون ژورنالیزم  او عامه اړیکو پوهنځي په داخل کي د ژورنالیزم علمي برنامه، د اطلاعاتو کلتور ورازت اړوند محلي ادارو ، د هیواد او نړۍ په سطحه مطبوعاتي راډیویي او تلویزیوني رسنیو، انلاین او د هیواد د مختلفو سیاسي او نظامي اداري د ویاندویانو او او د خبري اژانسونو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره د لوړو زده کړو وزارت لخوا د افغانستان په تحصلي نصاب کي ځای ورکړل سو ي او ژورنالیزم څانګه ایجاد سو ي ده . له همدې کبله د ژورنالیزم څانګه یا علمي برنامه هغه شخص چي په یاده برنامه کي څلور کلني علمي تحصلي پروګرام او ۸ سميسټرونه او همدارنګه ۱۶۲ کریډیټونه پوره کړي د فارغ التحصیل په توګه یی پیژني. د پیژندني ترڅنګ د ژورنالیزم فارغ التحصل شخص باید لاندي ځانګړتیاوو څخه هم برخمن وي.

۱: د پوهي او علم په برخه کي:د ژورنالیزم علمي برنامي فارغ التحصیل باید په دې توانمند وي چي د لیسانس په سطحه د ( ژورنالیزم مسلک اړوند ټولو برخو وسره ښه بلدتیا ولري لکه راډیو، تلویزیون، کامره، مطبعه، راپور ، مرکه ، ویاندويي، د خبرونواو راپورونو ایډیټ پروګرامونه لیکني، تحلیل او همدارنګه د ټولني د کلتور پېژندنه  او د یو ټولني د کلتوري کمزورتیا له پاره مبارزه کول یعني یاد شخص باید د همدې برنامي د یو متخصص په توګه په ټولو برخو کي ښه وړتیا ولري او هیواد په مختلفو برخو کي له خپلي وړتیا څخه ګټه واخلي او هیواد ته خدمت وکړي.

 ۲ـ د مهارتونو په برخه کي:  د ژورنالیزم برنامي فارغ التحصیل باید د یواد له دواړو رسمي ژبو سره پوره بلد وي او همدارنګه د هیواد څخه بهر د خارجي ژبو سره بلدتیا ولري، او په اوسني عصر کي د کمپیوټر او نوي سیستم انلاین سره هم باید ښه بلد اووسي ترڅو په کاري ساحه کي ورڅخه ښه استفاده وکړي.

۳ـ د کړنو او چلند په برخه کي: ژورنالیزم برنامي فارغ التحصیل کس باید د هیواد له ټولو فرهنګو او د هیواد له مختلفو ستورونو څخه خبر وي او د افغاني ټولني د فکري روزني له پاره له تبعیض او تعصب څخه پورته کار وکړي او یاده برخه باید لا نوره هم تقویه کړي. او د هیواد د وګړو له پاره باید یو ملي احساس او ملي فکر وړاندي کړ

 

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کمپيوټرليب

د تکنالوژي او کمپیوټر مهارتونو سره د بلدتیا او زده کړي په موخه د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي یو مجهز کمپیوټر لیب په ۱۴۰۰ هـ ش کال کي د پوهنتون د رهبري په همکاري جوړ سوی. په یاد کمپیوټر لیب کي د ژورنالیزم او عامه اړیکو محصلانو ته د څانګو اړوند روزنیز پروګرامونه او مهارتونه ور زده کیږي، چي تر دې مهاله پوري په سلګونو محصلانو پکښي عملي زده کړي.

د ژورنالیزم پوهنځي د کمپیوټر لېب د مدیر دندې او مسئولیتونه:

۱. د کمپیوټرونو، پرنټرونو، شبکو او سافټویرونو نصب، تنظیم او دوامداره ساتنه؛

۲. د استادانو او محصلانو له پاره د عملي صنفونو مهال‌ویش جوړول او تنظیم؛

۳. د محصلانو د عملي کار د آسانتیاوو برابرول، د هغوی لارښوونه او د عملي پروژو څارنه؛

۴. د لېب د وسایلو او تجهیزاتو د کارونې ثبت او څارنه.

۵. د لېب د تخنیکي ستونزو تشخیص، حل او د اړوند مسئولانو ته راپور ورکول؛

۶. د شبکي او معلوماتي امنیت ساتنه او د معلوماتو د خوندیتوب تضمین؛

۷. د لېب د پاکوالي، منظم وضعیت او د کار د نظم څارنه؛

۸. د نوو ټکنالوژیو او سافټویرونو په اړه د روزنیزو ورکشاپونو او عملي درسونو تنظیم؛

۹. د وسایلو او توکو د اړتیاوو راپور ترتیب او ادارې ته وړاندي  کول.

۱۰. د لېب د مقرراتو، د کار د نظم او د وخت د مراعت تضمین.

د رسنيوعملياتي مرکز آمريت تاريخچه او پېژندنه

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د  رسنيو عملياتي مرکز په ( ۱۳۹۴ل./ ۲۰۱۵م.)کال کي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د محصلانو د عملي کارونو د ښې زده کړي او د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د مسلکي روزني په موخه په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی.  لومړنی آمر ئې د ژورنالیزم او عامه پوهنځي استاد سیدانورشاه عابد دئ، چي وروسته بیا ارواښاد استاد صفت الله حکیمي او دهغه وروسته رسمي آمر ئې نور علي صدیقي ټاکل سو ي دئ، د هغه وروسته ئې هم په رهبرۍ کي تغیرات راغلي دي. د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د  رسنيو عملياتي مرکز آمریت اوس مهال د راډیو او مطبعې دوې فعالي څانګي لري، چي په نویو او عصري وسايلو سمبالي دي او هره ورځ د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلان د راډيو او مطبعې څخه د مسلکي  کارونو د ښې زده کړي په موخه په عملي ډول استفاده کوي.

د رسنيو عملياتي مرکز آمريت د جوړيدو ضرورت او اهميت

لکه څرنګه چي ژورناليزم هم علم دئ او هم هنر نو پر همدې اساس د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي مکلفه وه او دا ئې يو اساس دنده وه، چي خپل محصلان د ژورناليزم د علم او هنر دواړو سره اشناء کړی؛ نو پر همدې اساس د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي دا بهتره وګڼل، چي د ټولني له پاره مسلکي او په کار پوه ژورناليستانو د روزني له پاره د عملي زده کړو يو مرکز بايد ولري؛ تر څو مسکلي او په کار پوه ژورناليستان  د ټولني خدمت ته وړاندي کړي. د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي او کندهار پوهنتون د رهبري د خاصي غوښتني او پر اساس په کندهار پوهنتون کي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رسنيو عملياتي مرکز جوړ او د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو له پاره د عملي کارونو د ښې زده کړو په موخه کار ته اماده سو.

لېرلید

د کندهار پوهنتون د رسنیو عملياتي مرکز به د هیواد په کچه د عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د مسلکي روزني، پیاوړتیا او معلوماتو ته د لاس رسي لوی مرکز وي.

رسالت

 د کندهار پوهنتون د رسنیو عملياتي مرکز د ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو په رڼا کي د کندهار پوهنتون او د دې ولایت پرمختګونو او نوښتونو ته انعکاس ورکوي او د ژور نالیستانو د مسلکي روزني له پاره امکانات برابروي.

موخي

  • د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته عملي زده کړي ورکول؛
  • په سیمه ایزه کچه ښوونیزي، ږغیزي او چاپي خپروني د ټولني اړتیاوو ته په کتو وړاندي کول؛
  • د کندهار پوهنتون د خبرتیاوو او پرمختګونو راپورونه خپرول؛
  • د پوهنتون د عوایدو د زیاتوالي په موخه د تجارتي اعلانونو جذب او خپرول.

ارزښتونه

  1. د ټولني وګړو ويښتيا؛
  2. د ځوانو ژورناليستانو په مسلکي ډول روزل؛
  3. د پوهنتون ارزښت په ټولنه کي څرګندول؛
  4. اصول او ضوابط؛
  5. اخلاص او عدالت؛
  6. روڼتیا او کره توب؛

 

د رسنيو مرکز آمر د دندو لايحه

۱ـ د ورځنيو چارو د سمون له پاره د ربعوار او کلنی پلانونو تر تيبول؛

۲ـ د محصلانو او خلکو د پوهولو په خاطر د مطبعې او راډيو د خپرونو او خبرونو له پاره د نشراتي پلان جوړول؛

۳ـ د راډيو او مطبعې د برخو څخه نظارت کول او د تخنيکي او نشراتي ستونزو د رامنځته کيدو په وخت کي ورته مناسبي حللاري پيداکول؛

۴ـ د پاليسيو او احکامو د تطبیق او همدارنګه د تخنيکي مرستي په خاطر د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي سره اړيکي ټينګول.

۵ـ د راډيو او مطبعې د مديريتونو پلانونه ترتيبول په داسي ډول، چي د ژورناليزم پوهنځي او کندهار پوهنتون د پاليسي سره مطابق وي؛

۶ـ د راډيو او مطبعې د وسايلو د ښه استعمال له پاره د لايحې تر تیب او تنظيمول.

۷ـ د راډيو او مطبعې څخه د عوايدو د لاسته راوړولو په موخه د طرحي جوړول، چي د پوهنتون په عوايدو کي ډېروالی راسي؛

۸ـ د رسنیو عملياتي مرکز د پلان د پرمختګ له پاره د ضرورت په وخت کي د غونډو نیول؛

۹ـ د محصلانو د ظرفيت لوړوني له پاره د ورکشاپونو او عملي کارونو له پاره زمينه برابرول؛

۱۰ـ د ادارې د ضرورت او پرمختګ له پاره د تخنيکي ضرورتونو تشخيص او پيشنهاد کول؛

۱۱ـ د قانون او دندي مطابق د مستقيم آمر له خوا د نورو اضافه کړنو ترسره کول.

د پوهنتون ږغ راډيو د منظمو نشراتو مهال وېش

 

د راډیو عمومي مدیر د دندي لایحه

۱:  ربعوار او کلني پلانونه د رسنیو مرکز د پلان سره په مطابقت جوړول؛

۲: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي او د رسنیو مرکز د پالیسي مطابق د راډیو عمومي مدیریت له پاره خپروني آماده کول؛

 مرکز په غونډو کي برخه اخیستل او د راډیو عمومي مدیریت د پرمختګ او ځان بسیا له پاره پېشنهادونو ارایه کول؛

۴: د محصلانو له پاره د اونیزو او نشریو څخه د معلوماتو راټولول او هغوی د محصلانو په اختیار کي ورکول، د دوی د ودي او پرمختګ له پاره؛

۵: د ویډیو او ږغ ایډیټ له پاره محصلانو ته د ورکشاپونو دایرول، د هغوی د پوهي کچي لوړاوي له پاره؛

۶: د ماشینونو د تخنیکي عوارضو تشخیص او د هغوی راپور د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت ته ورکول؛

۷: د راډیویي خپرونو ترتیب او نشر کول، همدارنګه د پوهنتون استادانو ته د راډیويي خپرونو د مخته وړلو له پاره لارښووني او همکاري کول.

۸: د ادارې د قوانینو، مقرراتو او اهدافو په نظر کي نیولو سره د وظیفې مطابق د آمر لخوا څخه د امر سويو وظایفو اجرا‌‌ء کول؛

د راډیو عمومي مدیریت روزنیز عملي فعالیتونه

۱: د اډاب اډېشن پروګرام ورکشاپ

د اډاب اډېشن ورکشاپ له لاري د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو  ته په عملي ډول سره د اډاب اډېشن پروګرام پېژندنه، د ږغ ايډيټ کول، په محصلانو باندي په عملي ډول سره ږغونه ثبتول، په هغوی ايډيټ کول، محصلانو ته د ږغ ښکلا ور پېژندل، د زیاتو ږغونو یو ځای کول، د ږغ کټينګ، زنګنالونه او د راډيويي خبر ثبت په برخه کښي عملي زده کړي ورکول کیږي.

 د راډیو تخنیک ورکشاپ

د راډیو تخنیک ورکشاپ په برخه کښي د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته په عملي ډول سره د راډیو تخنیک ټول د ضرورت وړ وسایل ور وپېژندل، د ثبت او ژوندۍ سټډیوګانو د جوړښت، اړتیا او استفادې اړوند محصلانو ته لازمه زده کړه ور کول، همدارنګه د مایکونو، مکسرونو، ټرانسمېټر، انتن په دندو او د هغوئ په استعمال پوه کول.

د راډیويي خپرونو ورکشاپ

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د راډیويي خپرونو په ورکشاپ کي لومړی د راډيي خپرونو سره د بلدتیا په موخه هغوي ته لنډه پېژندنه کول، ور پسې د اغېزناکو ږغونو اړوند بشپړ معلومات ور کول، همدارنګه د سناپسیس ور پېژندل په عملي توګه، د سکرپټ ور ښودل، چي څخه ډول باید ولیکل سي او په اخیر کښي په محصلانو باندي د یوې بشپړي ږغیزي خپروني جوړول.

د مطبعې عمومي مدیر د دندو لايحه

۱: میاشتني ، ربعوار و کلني پلانونو او راپورونو ترتیبول د رسنیو مرکز آمریت د کلني پلان او موخې پراساس.

۲: د مطبعې چارو تظیمول د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي او د رسنیو مرکز آمریت د پالیسۍ پر اساس.

۳: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په غونډو کي کډون کول او د مطبعې د ځان بسیا له پاره پیشنهادات او وړانډیزونه کول.

۴: هغه راپورونه او خبرونه  راټولول، چي د نشر وړ وي او محصلانو ته ورکول.

۵: د مطبعې تخنیکي وسایلو کنټرل او د فعالیت ئې څخه اطمینان حاصلول.

۶: د مطبعې د تخنیکي وسایلو ستونزو او مشکلاتو تشخیص کول او راپور ئې د رسنیو مرکز آمریت سره شریک کول.

۷: د پوهنتون په سطحه د مطبوعاتي غونډو په ترسره کولو کي همکاري کول.

۸: د چاپې او نشراتي مواد ( د استادانو لکچر نوټونه او د اداراتو اسنادو) څخه کنټرل ترسره کول.

۹: د لایحې وظایف مطابق د مستقيم آمر د امر منل.

د مطبعې عمومي مدیریت فعالیتونه

۱: د پوهنتون اړوند اسناد ( چاپ ، سکين ، کاپي او کټر) کول.

۲: د پوهنتون د اړوند اداراتو او پوهنځيو سره د ډيزاین په برخه کي همکاري کول..

۱ ـ  چاپي خدمات

د پوهنتون په سطحه د پوهنځيو ، مراکزو او مدیریتونه له پاره د اسناد، اداري فورمې او چاپي موادو  په برخه کي چاپ، کاپي سکين او کټينګ کول.

۲ ـ ډیزایننګ

د پوهنتون په سطحه د پوهنځيو ، مراکزو او مدیریتونه له پاره د اړتیاوو پر اساس بنرونه، تصدیق پاڼي او کتلاګونه ډیزاین او ترتیبول .

د مطبعې برخه مهم ورکشاپونه

 

۱: اډاب فوټوشاپ ورکشاپ

په دی ورکشاپ کي د محصلانو له پاره د عملي زده کړو په موخه لاندي فعالیتونه ترسره کيږی.

الف: د اډاب فوټوشاپ پېژندنه

ب: د اډاب فوټوشاپ انسټالشن او د استعمال ځای.

ج:د اډاب فوټوشاپ مهمي برخې او تظیمات ورښودل

د: د محصلانو سره په عملي ډول د اډاب فوټوشاپ استعمال ورښودل

هــ : د عملي کار د ښې زده کړي په موخه د بروسو ر، پېژندني کارټ، د عکسونو ایډيټ او مواد استعمال ورښودل.

د اډاب ایلسټرېټر پروګرام ورکشاپ

په دی ورکشاپ کي د محصلانو له پاره د عملي زده کړو په موخه لاندي فعالیتونه ترسره کيږی.

الف: د اډاب ایلسټرېتر پېژندنه

ب: د اډاب ایلسټرېتر انسټالشن او د استعمال ځای.

ج:د اډاب ایلسټرېټر د مهمي برخو او تظیماتو ورښودل

د: د محصلانو سره په عملي ډول اډاب ایلسټرېتر استعمال

هــ : د عملي کار د ښې زده کړي په موخه  تصدیق پاڼی، بنرونه ، خبري بوليټن ایډيټ او د اړوند موادو د استعمالولو سره د  د محصلانو اشناء کول.

د مطبعې تخنیکي وسایلو ورکشاپ

په دی ورکشاپ کي د محصلانو له پاره د عملي زده کړو په موخه لاندي فعالیتونه ترسره کيږی.

الف: د وسایلو پېژندنه

ب: د وسایلو استعمال طریقي.

ج:په عملي ډول پر وسایلو باندي کار کول.