د مونوګراف ېو مياشتنى کورس د مونوګراف لنډيز څنګه وليکو؟ په دائرولو سره پېل سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۴
image

 

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په نوښت، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د همدې مرکز د غونډو په تالار کي، د مونوګراف ېو مياشتنى کورس پېل کړ، چي د چهارشنبې په ورځ ئې د (مونوګراف لنډیز څنګه ولیکو؟) برخه وړاندي سوه، چي پر مهال ئې د دې پوهنتون د څلرمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښته ټولګیو محصلان هم حاضر ول.

د ياد کورس په اوله ورځ د مونوګراف پر تعريف، ارزښت او شکلي جوړښت لنډي خبري وسوې او وروسته د اصلي موضوع؛ يعني د مونوګراف پر لنډيز، د هغه پر برخو، کليدي ټکو او نورو اړوند سرليکو په اړه معلومات وړاندي سول او وړاندي سوي سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل سول او د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وويل سول.

د یادوني وړ ده، چي په یاد ېو میاشتني کورس کښي به محصلان د مونوګراف اړوند ټول سرليکونه په عملي ډول زده کړي؛ د محصلانو هر ډول پوښتنو ته به جوابونه وویل سي او یاد ورکشاپ به هره شنبه او چهار شنبه د ماپښین پر (۱۰:۳۰) بجو دائریږي.

نېټه: ۱۴۰۴/۱/۲۳