د علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو په لړ کښي (د واکمن چوپول) په نوم سیمینار دائر سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۰:۶
/

د چهار شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نوم د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو په لړۍ کښي د سهار نهم (پرله پسې نهه شپېتم) معلوماتي سیمینار، د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي وړاندي کړ.

 

ښاغلي محمدي لومړی (د واکمن چوپول) اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د حضرت عمر رضي الله تعالى عنه د ژوند په اړه بېلابېل معلومات راوړي ول او بيا ئې د هغه رضي الله تعالى عنه او په يمايمه کښي د ټپي سوي ېوه صحابي رضي الله تعالى عنه ترمنځ د هغو سوو خبرو په اړه بحث وکړ، چي په پاى کښې حضرت عمر رضي الله چوپ سوى وو او د هغه صحابي څخه ئې بخښه غوښتې وه.

 

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادولو وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.

پنج شنبه:۱۴۴۵/۴/۳۰

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

انجینېر اکرام الله صهيب د کندهار پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى علمي مرستيال، پوهنيار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار، زابل او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره د ۲۴۰ کاندیدو کسانو څخه. . .

BACK TO NEWS