د شرعیاتو پوهنځي او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۹:۳۳
/

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک سو، چي پر مهال ئې د دواړو اړخونو رهبرۍ، د پوهنځیو رئېسانو او استادان حاضر ول.

 

په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د دوه اړخیزو همکاریو پر ارزښت باندي بحث وکړ او د دواړو اړخونو د دوامداري همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

همداراز د کندهار د ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست رئېس قاضي عبدالصادق غزنوي؛ د کندهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو په هوکړه خوښي وښووله، چي په خبره ئې، کندهار پوهنتون د علمي کادرونو د روزني اوږده مخینه لري، د هیواد زرونه ځوانان ئې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچي په معیاري او مسلکي توګه روزلي او ټولني ته ئې د خدمت په موخه وړاندي کړي.

 

د یاد هوکړه لیک په مرسته به دواړه نهادونه هڅه کوي، ترڅو د څېړني، نصاب بیاکتني، کیفیت د تضمین، علمي کنفرانسو او ځینو نورو برخو کښي خپلي تجربې ېو له بل سره شریکي کړي او له سته آسانتیاؤ او فرصتونو څخه به د ېو او بل په ګټه کار اخلي.

 

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.

چهارشنبه:۱۴۴۵/۴/۲۹

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

انجینېر اکرام الله صهيب د کندهار پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى علمي مرستيال، پوهنيار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار، زابل او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره د ۲۴۰ کاندیدو کسانو څخه. . .

BACK TO NEWS