(Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Thu, May 23 2024 8:46 AM
workshop

د (Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړل سو

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي د (Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو ټولګيو محصلان حاضر ول.

یاد سمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو؛ په پېل کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، د څېړنو په برخه کښي د (Google Forms) پر ارزښت او ګټو خبري وکړې، د انټرنیټي پروکرامو سره پېژندګوي ئې په اوسني پرمختللي نړۍ کښي ډېر مهم او اړین وبلل، همداراز ئې د ګوګل فورم پر جوړښت، د هغه پر بېلابېلو آسانتياؤ او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث وکړ؛ او له ټولو محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلي.

ښاغلي محمدي په دې ورکشاپ کښي تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ محصلانو ته په( Google Form) کښي، د بېلابیلو سوالو جوړولو طریقه وروښووله، بيا ئې په Google Apps کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل؛ د ټول نظري تدريس تر پاى ته رسېدلو وروسته ئې ياد سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل او هغوى ته ئې هر څه په عملي ډول ور وښوول.

د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.