Google Forms
د (Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړل سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد مرکز آمر پوهندوی عطاءالله محمدي د (Google Forms) په نامه ورکشاپ دائر کړ؛ چي پر مهال ئې لسونه محصلانو حاضر ول.
یاد سيمینار، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو پیل سو؛ په پيل کښي د کندهار پوهنتون
د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمر پوهندوی عطاءالله محمدي، د څېړنو په برخه کښي د (Google Forms) پر ارزښت او ګټو خبري وکړې؛ د انټرنیټي پروکرامو سره پېژندګلوي ئې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کښي ډېر مهم او اړین وبلله، همداراز ئې د ګوګل فورم پر جوړښت، د هغه پر بېلابېلو آسانتياؤ او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث وکړ او له ټولو محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلي.
ښاغلي محمدي په دې ورکشاپ کښي تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ محصلانو ته په (Google Forms) کي د بېلابیلو سوالو جوړولو طریقه وښووله، بيا ئې په Google Apps کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل.
د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰