۴۰ مسلکي ژورناليستان فارغه سول

kdru_admin
Tue, Jul 08 2025 3:01 PM
image



د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د خپلو دوو څانګو څخه د ۴۰ مسلکي فارغه ژورناليستانو په وياړ د فراغت شانداره مراسم جوړ کړل، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس محترم مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب، د کندهار د شریعت ږغ راډیو محترم آمر مولوي رفیع‌الله احسان صاحب، محترم استادان، علماء کرام او د فارغانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئېس محترم پوهنمل سيد انورشاه عابد ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي نن د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي څخه مسلکي ژورناليستان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کېږي؛ هغه د اسلام له نظره د ژورناليزم ارزښت بیان کړ او د صحابه‌ کرامو څو بېلګي ئې وويلې، چي په تاریخ کي ئې رسنیز مسئوليتونه در لودل. ښاغلي عابد فارغانو ته په خطاب کي وویل: اوس مو مسئولیت ډېر سوی، ملت او دولت ترمنځ به د اعتبار پُل ګرځئ او د اسلامي اصولو په رؤڼا کي به د اولس ږغ پورته کوئ.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وینا وکړه او وې ویل: کندهار پوهنتون داسي نیالګي کرلي، چي مېوه ئې نه‌ ېوازي کندهار ته؛ بلکي ټول هيواد ته رسېږي. هغه زیاته کړه؛ علم داسي آسانه هم نه دئ، نن ستاسي د استادانو او کورنیو د زحمتو نتیجه ده، چي تاسي تر دې ځایه رارسېدلي یاست؛ ستاسي هڅي، تکلیفونه او د کورنیو خواريو نن پایله ورکړه او نن د ېو مسلکي کس په نامه ياديږي؛
هغه د مجاهدینو قربانیو ته په اشاره وویل: د خپلو شهيدانو په قربانیو خو مو کفارو ته په فزیکي او سیاسي ډګر کي ماته ورکړله؛ خو اوس ئې د افغانانو سره فکري او تبلیغاتي جګړه پېل کړې، چي اوس باید د رسنیو په مټ ورسره مقابله وسي؛ په دې برخه کي ستاسو مسئوليت تر هر چا ډېر دئ؛ نور تاسي بايد خپل مسئوليت په ښه ‌ډول ادا کړئ او د دې ترڅنګ اوس وخت خو د نوښتونو دئ؛ باید ټولنه ستاسي له علم، مهارت او صداقت څخه ګټه واخلي، داسي کار وکړئ، چي نور تاسي ته اړتیا پیدا کړي.

په وروستیو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس محترم مولوي انعام‌الله سمنګاني صاحب، د کندهار د شریعت ږغ راډیو محترم آمر مولوي رفیع‌الله احسان صاحب هم ویناوي وکړې. دوی فارغانو ته مبارکي وویله او هغوی ته ئې وویل: ېوازي خبر جوړول نه؛ بلکي د ټولني فکر جوړونه هم ستاسي ېو مهم مکلفیت دئ. هغوی یادونه وکړه، چي رسنۍ کولای سي د خلکو فکرونه هم سم یا هم خراب کړي، چي تېره‌ دوره ئې ښه څرګند مثال دئ؛ نو اوس ستاسي وار دئ، چي د خلکو ذهنونه وروزئ او منفي تبلیغات په پوره ډول شنډ کړئ.

د غونډي په وروستیو کښي ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او مراسيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

نېټه: ١٤٤٧/١/١٢