کندهار پوهنتون د محمد نسیم ساعي روح ته دؤعا، خیرات او د قرآن کریم ختم وکړ

kdru_admin
Tue, Jul 09 2024 4:22 PM
post picture

د پنج شنبې ورځ، په کندهار پوهنتون کښي، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د څلرم کال د ش.هید محصل محمدنسیم ساعي روح ته دؤعا، خیرات او د قرآن کریم ختم وسو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ د غړو ترڅنګ، اداري کارکوونکي، استادان او محصلان حاضر ول.

د کندهار پوهنتون رهبري، استادان او کارمندان؛ د محمدنسیم ساعي پر ش.هادت خواشیني ښیي؛ د هغه له کورنۍ او دوستانو سره په دې ویر کښي ځان شریک ګڼي؛ د الله جل جلاله له درباره د ش.هيـ.د کورنۍ او دوستانو ته جمیل صبر او ځوانیمرګ ش.هیـ.د ته، د ستر څښتن جل جلاله په ستر دربار کښي د لوړو مرتبو غوښتنه کوي.

۱۴۰۳/۳/۱۲