کندهار پوهنتون د شهید انجينېر محمد ساحل د روح د خوښۍ له پاره دؤعاوي او د قرآن کریم ختم وکړ

کندهار پوهنتون د شهید انجينېر محمد ساحل د روح د خوښۍ له پاره دؤعاوي او د قرآن کریم ختم وکړ د کندهار پوهنتون په مسجد کښي، د انجينېري پوهنځي د محصل شهید انجينېر محمد ساحل، چي څو ورځي مخکي په هلمند کي اوبو ډوب کړی ؤ؛ د روح د خوښۍ له پاره دؤعاوي او د قرآن کریم ختم وسو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ د غړو ترڅنګ، د دعوت او ارشاد آمریت مسئولان، اداري کارکوونکي، استادان، محصلان، د شهيد سوي محصل پلار او نور د کورنۍ غړي حاضر ول. د کندهار پوهنتون رهبري، استادان او کارمندان؛ د انجينېر محمد ساحل له کورنۍ او دوستانو سره په دې ویر کښي ځان شریک ګڼي؛ د الله جل جلاله له درباره څخه د شهيـد کورنۍ او دوستانو ته جمیل صبر او ځوانیمرګ شهیـد ته، د ستر څښتن جل جلاله په ستر دربار کښي د لوړو مرتبو غوښتنه کوي. نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۴ د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت