کندهار پوهنتون د خپل پنځه کلن اکاډیمیک اعتبار ساتلو په ویاړ شانداره غونډه جوړه کړه

kdru_admin
Sat, Sep 14 2024 3:17 PM
hh

د پنجشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، یاد پوهنتون د خپل پنځه کلن اکاډیمیک اعتبار ساتلو، په بېلابېلو دباندنیو هیوادو کښي د یاد پوهنتون د استادانو د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د بشپړولو او د دیني درسو د تېري آزمویني د ممتازو کارمندانو د ستایلو په موخه شانداره غونډه جوړه سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ښاغلى رئېس قاضي عبدالصادق غزنوي، د کندهار محترم ښاروال الحاج مولوي حکمت الله آخند، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس ښاغلى مولوي انعام الله سمنګانی، د اناسټو پوهنتون محترم رئېس الحاج شېخ مولوي محمد داود آغا، د کندهار د دباندنیو چارو ریاست رئېس ښاغلى مولوي عبدالشکور حقاني، د کندهار د سوداګرۍ خوني رئېس حاجي محمد صدیق مهمند، په کندهار کښي د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو مسئولان، د کندهار د دولتي او شخصي ادارو رئېسان، د کندهار پوهنتون مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه، په سر کښي، د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې، د اتحاد، ېووالي او د آمرانو پر اطاعت هر اړخیزه وینا وکړه، وروسته ئې استادانو ته په خطاب کښي وویل: ستاسي هغه هڅي، خوارۍ، د تندي خولې، اتحاد او ېووالی، نن کندهار پوهنتون د هیواد په لویو معتبرو پوهنتونو کښی راوستى، الحمدلله موږ ستاسي د هڅو په بدل کښي، خپل پنځه کلن اکاډیمیک اعتبار بیا وساتی، تل داسي ېووالی کوئ، دا ستاسي خپل هیواد او خپله خاوره ده، پردي هیوادونه هیڅکله زموږ خپلېدای نسي؛ نور به په خپله دا هیواد ساتو.

ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور پوهنمل ضیاءالرحمن مشک عالمزي او د یاد پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر پوهنمل عبدالاحد زاهد، په پوهنتونو کښي د کيفيت د تضمین د پروسې پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او دغه برخه ئې د پوهنتونو د معیاري کولو په برخه کښي مهمه پروسه یاد کړه. دوی د کندهار پوهنتون د پنځه کلن اکاډیمیک اعتبار ساتلو په برخه کښي د ټولو استادانو او کارمندانو هڅي وستایلې.

وروسته د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله تعالی جامعې رئېس ښاغلي قاضي عبدالصادق غزنوي په خپلو خبرو کښي د الله جل‌جلاله، رسول الله صلى الله عليه وسلم او د وخت د آمر پر اطاعت او پیروي هر اړخیزه وينا وکړه او وې (وه ئې) ویل؛ د دې نظام پرمختګ او بریالیتوب په اطاعت او پیروي کښي دئ؛ نو موږ او تاسي ټولو ته په کار دا ده؛ تر څو د مشرانو د پرېکړو اطاعت لا نور وکړو او دغه راز په خپلو مېنځونو کښي هر کله ېووالی او همږغي ولرو.

ورپسې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئېس مولوي انعام الله سمنګانی صاحب، د کندهار پوهنتون د ټولو مسئولانو او استادانو ټولي هڅي وستایلې او زیاته ئې کړه؛ چي لوړي زده کړي او عالي تحصيلات په هيواد کي خورا مهم رول لري او په دې ډکر کښي ډېر زيات کار او هڅو ته اړتيا سته؛ ځکه د دې هيواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسي مسئوليت دئ، هغه وویل: ان شاءالله د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست به، په نژدې ورځو کښي، د یاد پوهنتون محصلانو له پاره د امارت پېژندني د کتاب سیالي هم جوړه کړي.

د غونډي په جریان کښي، د کندهار ښاروال الحاج مولوي حکمت الله آخند، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رئېس مولوي رحمت الله نیازي، د اناسټو پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي محمد داود آغا، د کندهار د باندنیو چارو ریاست رئېس مولوي عبدالشکور حقاني صاحب، د کندهار د سوداګرۍ خوني رئېس حاجي محمد صدیق مهمند صاحب هم ویناوي وکړې؛ دوی د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ، د کندهار پوهنتون د ټولو مسئولانو او استادانو ټولي هڅي وستایلې او کندهار پوهنتون ئې د هیواد په کچه د لویو معتبرو پوهنتونو څخه یاد کړ، چي الحمدلله د یاد پوهنتون فارغان دا مهال د هیواد په بېلابېلو برخو کښي ټولني ته خدمت کوي.

د غونډي په وروستیو کښي، لومړی د کیفیت د لوړاوي پر برخه کښي د ټولو پوهنځیو مسئولانو او مستقلو آمریتو آمرانو ته د دوی د هڅو په بدل کښي ستاینلیکونه ورکول سول، ورپسې هغه استادانو ته ستایلیکونه ورکول سول، چي تازه ئې په بېلابېلو باندنیو هیوادو کښي دوکتورا او ماسټرۍ برنامې بشپړي کړي وې او بېرته خپل هيواد ته راستانه سوي دي؛ وروسته د دیني درسونو په تېره آزموینه کښي ټولو ممتازو کارمندانو ته ستاینلیکونه ورکول سول او په ژوند کښي د بریا دؤعاوي ورته وسوې.

وروسته غونډه په سرتاسري هیواد کښي د اسلامي نظام د ټینګښت، پایښت او د آزادۍ د لاري شهیدانو سپېڅلو ارواؤ ته په دؤعا کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲۳

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت