کندهار پوهنتون د اسلامي ثقافت د ملي کنفرانس د کوربتوب پر مهال د لوړي اداري وړتیا، مېلمه پالني او خدمت وياړ ترلاسه کړ

kdru_admin
Sun, May 04 2025 3:14 PM
image


د اسلامي ثقافت د مضامينو د تدریس، ارزښت او اغېزې په څلور ورځني ملي کنفرانس کي، چي د کندهار پوهنتون په کوربتوب دائر سوی ؤ او نږدې دوه نيم زره ګډونوال پکښي موجود ول، د کندهار پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د کنفرانس ټولي چاري (د مېلمنو هرکلی، د استوګني تنظیم، تغذیې، تالارو، ترانسپورټ او عمومي نظم) په خورا ښه، منظمه او معیاري بڼه پر مخ يووړې.

په همدې موخه په جوړه سوې غونډه کي، د کندهار پوهنتون هغو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلانو ته ايوارډونو او ستاینلیکو ورکول سول، چي د ننګرهار پوهنتون په کنفرانس کي ئې په ښه ډول خدمت کړی ؤ؛ د همدې هڅو د قدرداني د څرګندولو په موخه، د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي د خپلو استادانو، محصلانو او کارکوونکو نه ستړي کېدونکي زحمتونه وستایل او وې ویل: “کندهار پوهنتون ثابته کړه، چي د لوړو علمي، اداري او تشریفاتي ظرفیتو درلودونکی بنسټ دئ او د هيواد په سطحه د ملي کنفرانسو د کوربتوب بشپړه وړتيا لري.”

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۶