کادري بستونو ته د ۱۶۰ نوماندانو څخه د نړۍوالي انګرېزي ژبي آزموینه واخیستل سوه

kdru_admin
Tue, Feb 17 2026 11:03 AM
it

کادري بستونو ته د ۱۶۰ نوماندانو څخه د نړۍوالي انګرېزي ژبي آزموینه واخیستل سوه

د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د غونډو په عمومي تالار کي د سهېل لوېديځ زون د ۱۱ امارتي او خصوصي پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځیو کادري بستونو ته د ۱۶۰ نوماندانو څخه د نړۍوالي انګرېزي ژبي آزموینه واخیستل سوه، چي د څارني او ارزوني پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د رهبرۍ قدرمن غړي، د کندهار پوهنتون د نړۍوالو ژبو آزمویني د بورډ محترم غړي او آزمویني ته نوماندان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي  ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: موږ او تاسي باید شکر ادا کړو، چي الله سبحانه وتعالی په دې شرعي نظام کي، د خدمت توفیق راکوي؛ نو باید په رښتيني توګه دې نظام او ټولني ته خدمت وکړو او د خپل نیت د اصلاح ترڅنګ، د خپل نظام پوره – پوره ملاتړ وکړو. شیخ صاحب ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چي ستاسي نؤمرې به ستاسي د استعداد مطابق اعلانیږي، هغه څوک به بریالی کیږي، چي استعداد ولري. 

 وروسته د استادانو تقرر او علمي ترفیعاتو آمر پوهنیار مولاداد حقمل د یادي آزمویني پر څرنګوالي خبري وکړې، چي په خبره ئې د يادو ۱۱ پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځیو کادري بستونو ته ۱۶۰ نوماندان غوره سوي، چي لومړى به له دوی څخه د نړۍوالي ژبي آزموینه اخیستل کېږي او په دوهمه برخه کښي به په نړۍ والو ژبو کښي له برياليو کسانو څخه مسلکي آزموینه واخيستل سي. ښاغلي حقمل وویل: هغه کسان به بریالي کیږي، چي ډېري نؤمرې ئې وړي يي، او د یادو بستونو له پاره وړ يي.

د یادولو وړ ده، چي د یادو کادري بستونو مسلکي آزموینه به د بریالیو نوماندانو څخه واخیستل سي.
 نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۹