کابل ته علمي
د ښووني او روزني پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمريت په هڅو، د ښووني او روزني پوهنځي د پنځو (کمپیوټر زده کړه، بدني روزنه، فزیک، ریاضي او دري) څانګو (۶۹) محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ، چي په جريان کي ئې د کابل د ښووني او روزني پوهنتون اړوند د بدني روزني پوهنځي او د بېلابېلو ورزشي میدانو، د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزني لوی ریاست اړوند (۵۲) فدراسیونو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون، د کابل پوهنتون د لابراتوارو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي، هنرونو پوهنځي او کابل پوهنتون د بېلابېلو برخو، د مالیې وزارت له اړوندو ریاستو، د غزنوي سلطان محمود رحمه الله زيارت، حکیم سنايي رحمه الله زيارت او د اسلامي امارت د بنسټګر مرحوم امیرالمومنین رحمه الله زیارت څخه هم ليدنه وکړه.
د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استادان: ښاغلی پوهندوی دوکتور سيد مبارک موسوي، پوهنمل کريمداد شریفي صاحب، پوهنیار عبدالله دانش صاحب، نوماند پوهنیار داود شاه، د دعوت او ارشاد مسئول ښاغلی مولوي نقشبندي صاحب، ورزشي مدیر ښاغلى همت صاحب او د حقوقي کلینیک مدیر خوشحال صاحب، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کي پوره معلومات ورکړل.
همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښووله؛ هغوی دغه علمي سېر د دوی د عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي مهم علمي سفرونه برابروي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱