په کندهار کي د ديني مدرسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ آزمویني پېل سوې
د لوړو زدهکړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست؛ په هیواد کي د دیني مدرسو له زرونو (زرګونه) فاضلانو څخه د کلنۍ آزموینو اخیستلو پروسه، نن شنبه رسماً پېله کړه، چي په کندهار کي له نن شنبې څخه بیا تر پنجشنبې پوري، په پنځو مرکزو «جهادي مدرسه، کندهار پوهنتون، ۲۰۵ البدر قول اردو، هاشمیه مدرسه او سپین بولدک اولسوالۍ» کي له ۳۸۵۰ فاضلانو څخه کلنۍ آزموینه په عالیې او عالمیې درجو کي اخیستله کیږي.
د کندهار د ابراهیم النخعي ؒ جامعې رئېس محترم قاضي صاحب عبدالصادق غزنوي او د يادو آزموينو د هيئت مشر وایي؛ د عالیې او عالمیې درجو له فارغو فاضلانو څخه د کلنۍ آزموینو اخیستلو پروسه، نن شنبه په ټول هیواد کي رسماً پېل سوه، چي په کندهار کي به څه کم له څلورو زرو فاضلانو څخه په شپږو ورځو کي آزمویني واخیستل سي. د هغه په وینا؛ په ټولو پنځه مرکزو کي له آزمویني څخه د څار او ارزوني ټیمونه مؤظف سوي او ټوله پروسه د شفافیت په موخه له نژدې څاري. هغه د لوړو زدهکړو وزارت په استازیتوب د دې ټولي پروسې د شفافیت ډاد وړاندي کړ او وې (وه ئې) ویل؛ هغه کسان به بریالي کیږي، چي سوالو ته ئې سم جواب ویلی يي.
د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، چي په یادو آزموینو کي د څار او ارزوني مسئولیت ورسپال سوی دئ، وویل: ټول سوالونه د لوړو زدهکړو وزارت څخه مهرلاک راوړل سوي او ټوله پروسه د شفافیت په موخه له نژدې څاري.
قاري عبدالمجيد معروفی او سید سیفالرحمن، چي د آزمویني ګډونوال دي، خوښي وښودله، چي مسئولانو دا ډول زمینه ور ته برابره کړې؛ دوی وویل: آزموینو ته ئې بشپړ چمتوالی نیولی، پروسه هم په شفاف ډول ده او سوالونه هم د دوی د وړتیاؤ مطابق راوړل سوي دي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۲۲