په کندهار پوهنتون کښي، د زمري۲۴مه، د امریکايي یرغلګرو له اشغال څخه د هیواد د آزادۍ درېیمه کلیزه په شانداره توګه ولمانځله سوه

kdru_admin
Wed, Aug 21 2024 8:43 AM
image

د چهارشنبې په ورځ سهار، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، زمري۲۴مه، د امریکايي یرغلګرو له اشغال څخه د هیواد د آزادۍ درېیمه کلیزه په شانداره توګه ولمانځله سوه، چي پر مهال ئې د هیواد لوړو زده کړو وزیر ش-یخ م-ولوي نداء محمد ندیم، د کندهار د دولتي او شخصي ادارو رئېسان، د کندهار پوهنتون مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېله سوه، په سر کښي، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور پوهنمل ضیاءالرحمن مشک عالم زی، د یاد پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی انجینېر کمال الدین کمال او د محصلانو چارو مرستیال مـ.ولوي نور احمد ایوبي خبري وکړې؛ دوی د مبارکۍ د ویلو تر څنګ وویل: دا فتحه داسي په آسانۍ لاس ته نده راغلې؛ دغه بریا د زرونو افغانانو د قربانیو او سرښندنو په نتیجه کښي راغلې؛ باید ساتنه ئې وکړو، دوی د استادانو په استازیتوب ډاډ وړاندي کړ، چي د کندهار پوهنتون استادان د نظام بقاء، پرمختګ او د هیواد آبادۍ ته پوره – پوره ژمن دي.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس شېـ.خ م.ـولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وینا وکړه، هغه وویل: دغه ورځ دي هغو سپېڅلو شهـیدانو او مجاهـ.دینو ته مبارک يي، چي شل کاله د کفارو په مقابل کښي په تش لاس وجنګېدل، د هیواد قدرمن اولس هم په دغه ستره فتحه کښي خپل رغنده رول ادا کړ؛ د نړۍ زبرځواکړ دولتو سره وجنګېدل او په کلکه ئې مبارزه ورسره وکړه؛ همداراز هغه دغه ورځ ویاړمنه او له افتخاره ډکه ورځ وبلله، چي په خبره ئې په همدې ورځ د مجاهدینو، شهیدانو، کونډو او یتیمانو ارمانونه پوره سول او په ټول هیواد کښي خپلواک، شرعي او اسلامي نظام رامېنځ ته سو.

ورپسې د لوړو زده کړو وزیر ش-یخ الحدیث م-ولوي نداء محمد ندیم صاحب وینا وکړه، هغه وویل: د ا.ا.ا بریا د الله سبحانه و تعالی نصرت او د اولس همکاري وه؛ مـجاهدینو د دې ورځي د راتلو، د جهاد د بریا او اسلامي نظام د قائمېدو له پاره ډېري سختي قربانۍ ورکړې، ددې ورځي په ارمان موږ زرونه (زرګونه) شـ.هیدان او معلولین ورکړي، یتمیان او بندیان مو ورکړي؛ الحمدالله سبحانه و تعالی د جهاد په دې ډګر کښي کامیاب کړو؛ ولي اوس باید د دې نظام د بقا او پرمختګ له پاره په ګډه هڅه وکړو، د خپلو مشرانو اطاعت وکړو او دغه غمځپلی هیواد د سیالانو سره سیال کړو.

همداراز په غونډه کښي د کندهار د علماوو شورا رئېس ش-یخ م-ولوي ملوک شاه، د دامان اولسوالۍ د شرعي محکمې قاضي ښاغلي م.ـولوي خدای نظر، د کندهار د سوداګرۍ خوني رئېس حاجي محمد صدیق مهمند او نورو مسئولانو ویناوي وکړې؛ دوی د غونډي ګډونوالو ته د یادي ورځي مبارکي وویله او محصلان او ځوانان ئې ېووالي او د اسـلامي نظام ملاتړ ته راوبلل.

د غونډې په جریان کښي ترانه ویونکو شعرونه او نظمونه هم زمزمه کړل، چي د ګډونوالو د هرکلي او پام وړ وګرځېدل، وروسته غونډه په سرتاسري هیواد کښي د اسلامي نظام د ټینګښت، پایښت او د آزادۍ د لاري شهـیدانو سپېڅلو ارواؤ ته په دؤعا کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۲۵