په کندهار پوهنتون کي د عالیې او عالمیې مرحلو آزمویني په منظم ډول جريان لري

kdru_admin
Tue, Jan 14 2025 6:04 PM
image


د کندهار د نورو مرکزو تر څنګ، په کندهار پوهنتون کي هم د عالیې او عالمیې مرحلو آزمویني په منظم ډول جريان لري؛ د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، د پوهنتون په مختلفو تالارونو کي د عالیې او عالمیې مرحلو آزموینو له جریان څخه څار او ارزونه کوي؛ تر څو د آزمویني ټول بهیر، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته ورسېږي او پایلي د استعداد پر اساس اعلان سي. هغه دا راز د آزمویني ګډونوالو ته وویل: چي ستاسي د آزمویني له پاره د څار او ارزوني ټیمونه مؤظف سوي او ټوله پروسه د شفافیت په موخه له نژدې څاري.

د يادولو وړ ده، چي يادي آزمویني د لوړو زده‌کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست؛ په هیواد کي د دیني مدرسو له زرونو (زرګونه) فاضلانو څخه، د تېري شنبې په ورځ رسماً پېل کړي، چي په کندهار کي به تر راتلونکي پنجشنبې پوري، په پنځو مرکزو «جهادي مدرسه، کندهار پوهنتون، ۲۰۵ البدر قول اردو، هاشمیه مدرسه او سپین بولدک اولسوالۍ» کي له ۳۸۵۰ فاضلانو څخه په عالیې او عالمیې درجو کي واخیستل سي.