نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني دوه ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار پېل سو

kdru_admin
Wed, Sep 25 2024 9:20 AM
seminar

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د پوهنتون پېژندني په نامه دوه ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار پېل کړ، چي په لومړۍ ورځ، د انجینېري، ښووني او روزني، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو ۵۵۰ نوو محصلانو ته د پوهنتون پېژندني معلومات ورکړل سول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي ټولو نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې نوو محصلانو ته د پوهنتون د اکاډیمیک چاپېریال سره د ځان عیارولو، روزنیزو امکاناتو او فُرصتونو څخه فوق العاده ګټي اخیستني، مطالعې او درس ته وخت ورکولو، د صنفي فعالیتو په سم ډول ترسره کولو، د هر ډول قومي، ژبني او سیمت پرستۍ څخه د ځان ساتلو او اُصولو منلو اړوند اړیني سپارښتنې وکړې.

ورپسې د کندهار پوهنتون ر ئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د خپلي وینا پر مهال د علم پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه، چي په خبره؛ نبي کریم ﷺ فرمایلي؛ که څوک روا علم زده کړي؛ هغه په واقعت سره د ډېري سرمایې خاوند سو. شېخ صاحب نوو محصلانو ته وویل: تاسي بختور یاست، چي کندهار پوهنتون یعني د علومو کور ته بریالي سوي یاست او د خپلي خوښي علم زده کوی؛ نو تاسي ته په کار ده؛ چي د پوهي، کمال او ادب په لاسته راوړلو کښي هڅي وکړئ او د خپل علم او کمال په مټ نورو ته ګټه ورسوی او د خپل اولس او اسلامي نظام دردو ته دوا سی.

وروسته د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د کندهار پوهنتون د پېژندني په نوم ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د کندهار پوهنتون اُصول او مقررات، د نظم او ډسپلین لایحه، کرېډیټ سیسټم او د پوهنتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل سوي ول؛ وروسته د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر عبدالاحد زاهد، په پوهنتون کښي دننه، د محصلانو د مسئولیتو؛ د لیلې عمومي مدیر د مسافرو محصلانو له پاره د میاشتنيو پیسو او د کادري روغتون سرطبیب ډاکټر کریم الله دوست بیا د کادري روغتون په اړه معلومات وړاندي کړل.

د غونډي په وروستیو کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي، د محصلانو په برخه کښي، د خپل آمریت مسئولیتونه بیان کړل او وروسته ئې نوو محصلانو ته په اشاره کښي وویل: تاسو ته په کار ده، چي د قرآن کریم او نبوي لارښوونو سره سم خپلي چاري سرته ورسوئ؛ ترڅو په دؤنیا او آخرت کښي سرلوړي سی.

وروسته یاد سیمینار د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.