محصلانو ته د مونوګراف پرېزينټېشن جوړوني ورکشاپ دائر سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي، د یاد مرکز آمر پوهنمل عطاالله محمدي، "د مونوګراف پرېزينټېشن جوړوني" په نامه ورکشاپ دائر کړ.
د ورکشاپ په پېل کي، ښاغلي محمدي پرېزينټېشن تعريف کړ او وې ويل: پرېزينټېشن هغه سافټوېر دئ، چي ېوه موضوع په خوځنده، ښايست، لنډه او په زړه پوري توګه وړاندي کوي؛ ښاغلي محمدي وويل: د مونوګراف له مهمو او اړینو برخو څخه باید لنډ او جذاب پرېزينټېشن جوړ سي؛ د پرېزينټېشن په اړونده برخه کي بايد اوله صفحه داسي ترتيب سي، چي دوې لوګووي، د وزارت، پوهنتون او پوهنځي لوحې؛ په منځ کې د مونوګراف نوم؛ په لاندي برخه کي د لارښود استاد، څېړونکي يا راټولوونکي نوم او تحصيلي کال وليکل سي؛
ورپسې ئې په پرېزينټېشن کښي د موادو د ځاى پر ځاى کولو اړوندي لارښووني وکړې او هم ئې په پرېزينټېشن کښي د درو اساسي برخو اړوند معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.
په پای کې ياد سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل؛ د ګډونوالو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۸