روشن مخابراتي شرکت د کندهار پوهنتون سره د ۶۰۰ نیالګیو مرسته وکړه

kdru_admin
Sat, Feb 22 2025 2:52 PM
image



د کندهار پوهنتون د زرغونتیا او د چاپېریال د ښه والي په موخه، روشن مخابراتي شرکت د دې پوهنتون سره د ۶۰۰ نیالګیو مرسته وکړه.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي د روشن مخابراتي شرکت له مسئولانو څخه مننه وکړه او د دوی ټولنیز، فرهنګي او خیریه فعالیتونه ئې وستایل. هغه وویل: کندهار پوهنتون د ټولو ګډ کور دئ او زموږ د ټولو ګډ مسئولیت دئ، چي د دې تحصیلي مرکز د زرغونتیا له پاره هڅه وکړو؛ زرغون چاپېریال نه ېوازي د ښکلا له پاره مهم دئ؛ بلکي د زده کړو له پاره هم غوره فضا برابروي؛ موږ به د دغو نیالګیو ساتنه په ښه ډول وکړو؛ تر څو پوهنتون لا زرغون سي.

ورپسې، د روشن مخابراتي شرکت د سهېل لوېدیځ زون رئېس، عبدالوارث احمدزي وویل: د هر وګړي ملي مسئولیت دئ، چي د هيواد په آبادۍ او زرغونتیا کي ونډه واخلي؛ موږ خوشحاله یو، چي د کندهار پوهنتون سره مو دا مرسته وکړه او په راتلونکي کي به، د دې پوهنتون سره نور هم خپلي همکارۍ ته دوام ورکړو.

وروسته غونډه د دؤعا په ويلو پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٠٣/١٢/٤