د SPSS په واسطه د عالي احصائيوي معلوماتو تحليل درې ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز، د علمي څېړنو معاونیت د مرستیال پوهنیار دوکتور رحمتالله پښتون په همکارۍ، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د SPSS په واسطه د عالي احصائيوي معلوماتو تحليل درې ورځنی ورکشاپ دائر کړ.
په پيل کښي د څېړنیز مرکز آمر پوهنمل فضل الرحمن سهېل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ اجنډا ئې ورسره شریکه کړه. ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د یاد ورکشاپ پر ارزښت خبري وکړې او د استادانو د علمي او څېړنیز ظرفیت په لوړولو کښي ئې د دغه ډول ورکشاپونو رول مهم وباله.
په دې درې ورځني ورکشاپ کښي د څېړني د طرحي، د نمونې د حجم ټاکلو، احصائیوي ځواک، د اغېز د اندازې او د احصائیوي آزموینو د مناسب انتخاب، د t-test، ANOVA، ANCOVA او تکراري اندازهګیرۍ اړوند تګلاري، د ناپارامتریک احصائیوي آزموینو او د څېړنیزو پایلو پر اعتبار، د Mann–Whitney U، Wilcoxon، Kruskal–Wallis، Friedman او Chi-square په ګډون د بېلابېلو احصائیوي آزموینو، د رېګرېشن یا احصائیوي ماډل جوړوني، د ساده او څو خطي رېګرېشن، باینري لوژستیک او پروبټ رېګرېشن، غیرخطي رېګرېشن، د احصائیوي ماډل د اعتبار ارزونه، د پایلو تفسیر او د څېړنیزو موندنو عملي اغېز په اړه معلومات ورکړل سول او هم په ځينو برخو کښي عملي کارونه وسول.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کښي ګډونوالو ته تصدیقپاڼي او د ورکشاپ روزونکي ته مننلیک ورکړل سو او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٨/٥/۱۲
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت