د OriginPro او MATLAB په مرسته د معیاري ګرافو جوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
Tue, Aug 11 2026 9:17 AM

د OriginPro او MATLAB په مرسته د معیاري ګرافو جوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د ياد مرکز د پلان له مخه؛ د «د ډاټا څخه د شکلو جوړول د OriginPro او MATLAB په واسطه» په نوم دوه ورځنی مسلکي ورکشاپ دائر سو؛
د ورکشاپ په پیل کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهندوی عصمت الله عثماني د ورکشاپ ټولو ګډونوالو استادانو ته ښه راغلاست ووایه؛ د یادو سافټوېرو د زده ‌کړي پر اهمیت ئې خبري وکړې او هم ئې د ياد ورکشاپ آجنډا له ګډونوالو سره شریکه کړه؛

وروسته د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار احمد بلال د OriginPro سافټوېر اړوند استادانو ته معلومات ورکړل او د ډاټا د تحلیل او معیاري ګرافو د جوړولو بېلابېلي طریقې ئې په عملي توګه تشریح کړې. په دوهمه ورځ د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار احمد شاه ارشاد د MATLAB سافټوېر  اړوند نظري او عملي معلومات وړاندي کړل او ګډونوالو ته ئې د دغه سافټوېر د کارولو مهمي برخي وروښودلې.
د ورکشاپ په دواړو ورځو کښي استادانو ته د OriginPro او MATLAB په مرسته د 2D، 3D او Heatmap معیاري شکلو او ګرافو جوړول په عملي ډول وروښودل سول؛ ترڅو وکولای سي د خپلو څېړنیزو مقالو، تیزسو او نورو علمي آثارو له پاره معیاري او مسلکي شکلونه او ګرافونه چمتو کړي.

د ورکشاپ ګډونوالو د دې ورکشاپ پر دائرېدو باندي خوښي وښووله او ويل سوي او عملي سوي موضوعات ئې د خپلو څېړنو له پاره ډېر ګټور وبلل.

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۲۶
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت