د OBE-SCL لس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
Wed, Aug 21 2024 8:46 AM
image

 

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ پېل سو.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز مسئول پوهنمل عطاء الله محمدي، ټول ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ورکشاپ په اړه ئې لنډ معلومات وړاندي کړل؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د پېلیزي وینا پر مهال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د دې ورکشاپ له روزونکو: پوهندوى ډاکټر زرغون ترين، پوهنمل ډاکټر حشمت الله ترين، پوهنيار عبدالاحد زاهد، پوهنيار عزيز احمد کاکړ او پوهنمل عطاء الله محمدي څخه ئې مننه وکړه، چي د ورکشاپ چاري مخ ته وړي او د دې ورکشاپ منځپانګه له ګډونوالو سره شريکوي؛ ښاغلي طيبي خوښي وښودله، چي دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي اړوند ېو مهم ورکشاپ دائریږي او له خپله اړخه ئې د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تر ښاغلي شيخ صاحب وروسته، پوهنمل ډاکټر حشمت الله ترين د OBE اړوند خپله برخه پېله کړه؛ په سر کښې د ورکشاپ پر ارزښت، اهميت او ګټو هراړخیزه وينا وکړه؛ بيا ئې د اړوندي برخي په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ؛ په ګډونوالو ئې ويل سوي سرليکونه عملي کړل؛ د هغو نظرونه ئې واورېدل او ټولو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل.

وروسته د ورکشاپ د نن ورځي برخه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به لس ورځي دوام وکړي او ګډونوال به ئې د پاى ته رسېدلو سره سم د OBE-SCL په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او عملي کاندي.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۲۹