د ۱۵۵ اداري او خدماتي کارمندانو څخه د عقیدتي درسونو آزموینه واخیستله سوه

kdru_admin
Wed, Aug 07 2024 9:36 AM
image

 


د سې شنبې، په ورځ، په کندهار پوهنتون کښي، د دعوت او ارشاد آمریت په هڅه، د شرعیاتو پوهنځي، ښووني او روزني پوهنځي او حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په همکاري، د پوهنتون د ۱۵۵ اداري او خدماتي کارمندانو څخه د عقیدتي درسو آزموینه واخیستله، چي د څارني او ارزوني پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي هم حاضر وو.

د آزمویني د پېل پر مهال، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي وویل: په دیني او عقیدتي برخو کښي پوهه درلودل د هر مسلمان مسئولیت دئ او په دې مکلف یو، چي د ورځنيو چارو ترڅنک باید په خپل دین او مذهب کښي هم پوره پوهه ولرو او لارښووني ئې پر ځان عملي کړو.

ښاغلي فضلي وویل: یاد درسونه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په سپارښتنه، د هیواد د نورو پوهنتونو ترڅنګ، په کندهار پوهنتون کښي هم پېل سوي ول، چي د درې میاشتي د تدریس پر مهال ټولو کارمندانو ته، عقیدتي برخو کښي درسونه وویل سول.

د یادولو وړ ده، چي د یادي آزمویني پایلي به، د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان او ممتاز کسان به وستایل سي.
نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۷