د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمېټې ناسته وسوه

kdru_admin
Wed, Jan 21 2026 1:24 PM
image

 

د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د غونډو په تالار کي د پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمېټې ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ محترم غړي، د ټولو پوهنځيو قدرمن رئیسان او د يادي کمېټې ټول غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس الحاج شيخ مولوي عبداارحمن طیبي صاحب، د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د مسئولانو هڅي وستایلې او خوښي ئې وښووله، چي د پخوا په څېر کندهار پوهنتون اوس هم د سيمي په سطحه معتبر پوهنتون دئ.

وروسته د کمېټو د مسئولانو او غړو ترمنځ، د پوهنتون په کچه د اصلي او فرعي کمېټو د ارزوني د بهیر پر جریان او ترلاسه سوو پایلو، د علمي معاونیت په مشري د ارزوني راپور د نهایي کولو، د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت له خوا د پوهنتون په کچه د معیاري وېډیویي پرېزنټېشن پر ترتیبولو (چي د پوهنتون ټولي برخي پکښي تشریح سوي يي) او همدارنګه د کتابتون او لابراتوار اړوند کارکوونکو له پاره د ظرفیت لوړولو د بهیر د لا چټکولو په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحث وسو.
دغه راز د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد صاحب، د ټولو پوهنځیو د کیفیت د تضمین د تېري ارزوني اړوند هغه فرعي معیارونه تشریح کړل، چي يادو پوهنځیو پکښي لږ نؤمرې ترلاسه کړي وې او هغه لاري چاري ئې ورسره شريکي کړې، چي د یادو نیمګړتیاوو د پوره کولو له پاره بايد ترسره سي.

وروسته د کیفیت د لوړاوي د چارو د لا منظمولو او پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو د ناستي د ګډونوالو نظرونه واورېدل سول؛ په اړه ئې هر اړخيزي او لازمي پریکړي وسوې او ناسته د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٧/٨/٢