د کندهار پوهنتون څخه لیدنه

kdru_admin
Tue, Dec 16 2025 3:32 PM
image

د احمد شاه بابا الف عالي لیسې او حرا خصوصي ښوونځي زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

 

په کندهار کي د احمد شاه بابا الف عالي لیسې او حرا خصوصي ښوونځي زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د انجينري پوهنځي اړوند د مطالعې پارک، د هوا پېژندني مرکز، اقتصاد پوهنځي، ورزشي کلب، عمومي لابراتوار او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

 

د ليدني په پيل کي د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د مسلکي او حرفوي زده کړو روزونکي انجنير عبدالنافع خپلواک لومړی ټولو زده کوونکو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې ئې د کندهار پوهنتون پېژندني سیمینار ورته وړاندي کړ، چي پکښي ئې د کندهار پوهنتون تاريخچه، پوهنځي، آمریتونه، د ماسټرۍ برنامې او نور د کندهار پوهنتون د علمي او خدماتي مرکزو په اړه معلومات پکښې ول.

 

 وروسته ئې د علامه حبیبي کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل، او زده کوونکو ته ئې د ژوند په نورو برخو کښي نېکي او ښې لار ښووني وکړې او زده کوونکي ئې مطالعې کولو ته تشویق کړل. 

 

په وروستیو کښي، راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون عمومي لابراتوار هم  ور وښوول سو او هم په ياد لابراتوار کي علمي تجریبې ورته وسوې. د علمي سېر په پای کښي زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.