د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس صاحب، په کابل کښي د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي له ستاژرانو محصلانو سره وکتل

kdru_admin
Thu, May 07 2026 12:02 PM
image

د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس صاحب، په کابل کښي د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي له ستاژرانو محصلانو سره وکتل

د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، کابل ته په خپل سفر کښي، د فارميسي پوهنځي د لسم سميسټر له ستاژرانو محصلانو سره لیدنه وکړه، چي په دې لیدنه کښي ئې محصلانو ته د زده‌ کړو پر ارزښت، د وخت د سم استعمال او د ځان جوړوني په اړه ارزښتناکښي خبري وکړې او وې ویل: ستاسي اوسنی وخت یو مهم فرصت دئ او باید ضایع نه سي، تاسي بايد د نظري زده کړو ترڅنګ و عملي زده‌ کړو او د مهارتو و ترلاسه کولو ته هم ډېره توجه وکړئ؛ ترڅو په راتلونکښي کښي په خپل مسلک کښي عملي کار وکولای سى؛ 

همدارنګه، قدرمن شیخ صاحب د کابل پوهنتون له رئیس صاحب او د یاد پوهنتون د فارميسي پوهنځي له رئیس صاحب سره هم ولیدل، د هغوی سره ئې د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د ستاژرانو پر وضعیت، اړتیاوو او د هغوی د عملي زده کړو د ښه والي په اړه بحث وکړ؛ د کابل پوهنتون مسئولانو هم له خپله اړخه د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ. 
په پای کښي د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي ستاژرانو د قدرمن رئیس صاحب څخه مننه وکړه، چي د هغوی حال ئې له نژدې واخيست او پوښتنه ئې ورباندي وکړه؛ دغه راز قدرمن شیخ صاحب د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي له ستاژرانو سره د هڅوني او ملاتړ په موخه نغدي (نقدي) مرسته هم وکړه.

د یادو ولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي دغه محصلان کابل پوهنتون ته د ستاژ له پاره تللي دي او هلته په خپله برخه کښي زده کړي کوي.

نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٠