د کندهار پوهنتون قدرمن رئيس د لیلیې محصلانو ته اصلاحي بیان وکړ

kdru_admin
Mon, Sep 29 2025 9:19 AM
image

 

د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د ليليې د اوسېدونکو محصلانو ته بېلابېلي لارښووني وکړې.

ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، وروسته شیخ صاحب د خپلو خبرو په پېل کي محصلانو ته وویل: تاسي هغه محصلان یاست، چي د افغانستان راتلونکی به ستاسي په لاس کي يي، افغانستان به هغه وخت آباد سي، چي تاسي په ښوونه او روزنه ښه سمبال او په خپل مسلک کي هڅاند او بریالي اوسی، زه هره ورځ الله تعالی ته دا دؤعا کوم، چي زموږ د پوهنتون رهبري ته لا نور توفیق راکړي؛ ترڅو هغه لوی امانت، چي ستاسو کورنیو موږ ته راسپارلی دئ، په ښه توګه وروزو. تاسي زموږ له پاره د سرو زرو په څېر ارزښت لری؛ لکه څنګه چي ېو څوک قیمتي شی بل چا ته په امانت کي ورکوي؛ نو لازمه ده چي هغه ئې بايد ښه ساتنه وکړي؛ همداسي موږ هم د خپلو امکاناتو په اندازه پوره هڅه کوو، چي تاسي په ښه ډول وروزو.

قدرمن رئيس وویل: زما، د نظام، ټولني او ستاسي د کورنیو هیله هم همدا ده، چي ستاسي څخه داسي اشخاص جوړ سي، چي افغانستان ته ویاړ ور وبخښی، دا هدف يوازي هغه وخت ترلاسه کېدای سي، چي تاسي خپل مسئوليتونه وپېژنی، لوړ هدفونه وټاکی، د مشرانو لا نور اطاعت وکړی او په خپلو زده کړو کي هڅي او کوښښ وکړی.

وروسته شیخ صاحب د لقمان حکیم هغه سپارښتني یادي کړې، چي هغه خپل زوی ته کړي وې. هغه وویل: لومړی د الله تعالی سره شریک مه نیسه، د جماعت لمونځ مه پرېږده، د سختیو پر وړاندي صبر او زغم ولره، د هغه څه پر وړاندي، چي در رسیږي حوصله او زغم کوه او د امربالمعروف او نهی عن المنکر په لاره کي کوښښ کوه. شیخ صاحب د يادو سپارښتنو پر مانا او اهمیت هر اړخیزي تفصیلي خبري وکړې؛ په ځانګړې توګه د جماعت د لمانځه پر اهمیت، فضیلتو او ټولنیزو برکتونو په اړه ئې محصلانو ته، وینا وکړه؛

شیخ د خپلو خبرو په وروستیو کي له محصلانو وغوښتل، چي له قومي او ژبني تعصب څخه ځانونه لیري وساتي، په خپلو منځو کي ښه د ورورګلوۍ ژوند کوی، د پاکوالي مراعت ته باید جدي پام وکړئ، په خپلو منځو کي همېشه شفقت کوى او د ېو د بل قدر او احترام کوی، وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٤/٥
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت