د کندهار پوهنتون قدرمني رهبرۍ د کندهار ولایت د عامي روغتیا رياست له رئیس سره د همږغۍ ناسته وکړه

kdru_admin
Sat, Jul 11 2026 5:56 PM
image

د کندهار پوهنتون قدرمني رهبرۍ د کندهار ولایت د عامي روغتیا رياست له رئیس صاحب سره د همږغۍ ناسته وکړه

د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست په دفتر کښي د کندهار پوهنتون قدرمني رهبرۍ د کندهار ولایت د عامي روغتیا له رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان صاحب سره د همږغۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب، د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور محمد صديق صحرايي صاحب، د عامي روغتيا د ماسټرۍ برنامې مسئول پوهندوی دوکتور محمد هاشم وفا صاحب، د طب پوهنځي استادانو پوهاند دوکتور زرغون ترين صاحب، پوهاند دوکتور خوشحال فاروقي صاحب او د عامي روغتيا رياست اړوندو کارکوونکو ګډون درلود.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په پیل کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: زموږ او ستاسي ادارې یو بل ته اړتیا لري؛ ځکه ګډ هدف مو د ټولني خدمت، د خلکو د ستونزو حل او د مسلکي کادرونو روزل دي؛ کندهار پوهنتون به د عامي روغتیا له ریاست سره خپلي همکارۍ ته لا دوام ورکړي او د عامي روغتیا وزارت او د لوړو زده ‌کړو وزارت ترمنځ لاسلیک سوي تفاهم ‌لیکونه به په ښه توګه عملي کړي؛ هغه همداراز وویل: د کندهار پوهنتون له مهمو موخو څخه یوه هم په ټولنه کښي فعاله ونډه اخیستل او د خلکو اړتیاوو ته علمي حللاري وړاندي کول دي.

ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب وویل: د کیفیت د لوړاوي د دوهم معیار له مخه پوهنتون مکلف دئ، چي په ټولنه کښي عملي ونډه واخلي؛ دغه راز کندهار پوهنتون به د بېلابېلو ادارو د اړتیاوو پر بنسټ علمي څېړني وکړي او په همدې موخه هڅه کوو، چي د څېړنو د معاونیت له لاري د حوزې په کچه یو منظم سیسټم رامنځته سي؛ تر څو اړوندي ادارې د هر کال په پیل کښي خپلې څېړنیزي اړتیاوي له پوهنتون سره شریکي کړي او د دواړو ادارو ترمنځ علمي همکاري نوره هم پیاوړې سي.

وروسته د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور محمد صدیق صحرايي صاحب وویل: کندهار پوهنتون له پخوا راهیسي د عامي روغتیا ریاست سره ښې د همکارۍ اړیکي لري او اړتیا ده، چي یادي اړیکي لا پیاوړي او اغېزمني سي، د دواړو ادارو د استادانو، محصلانو او ډاکټرانو ترمنځ ګډه همکاري به د روغتیايي ستونزو په پېژندنه او حل کښي مهمه ونډه ولري؛ دغه راز ئې وویل: د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام محصلان به د خپلو علمي څېړنو په موخه ليري پرتو سیمو ته ځي او هیله ئې څرګنده کړه، چي د عامي روغتیا ریاست به په دې برخه کښي لازمه همکاري کوي؛ تر څو د ترسره سوو څېړنو پایلي د ټولني د روغتیايي ستونزو د حل او د روغتیايي خدماتو د ښه والي له پاره په اغېزمنه توګه وکارول سي.

ورپسې د کندهار ولایت د عامي روغتیا رئیس مولوي ګل محمد عثمان صاحب د کندهار پوهنتون رهبرۍ ته ښه راغلاست ووایه او د یادي ناستي د جوړېدو هرکلی ئې وکړ؛ هغه وویل: د پوهنتون او عامي روغتیا ریاست ترمنځ همکاري د ټولني اړتیا ده او د علمي څېړنو، مسلکي روزني او ګډو فعالیتو له لاري به د روغتیايي خدماتو د کیفیت په لوړوالي کښي مهمه ونډه ادا کړي. ښاغلي عثمان صاحب زیاته کړه، چي د کندهار پوهنتون له فارغو ډاکټرانو او علمي ظرفیتو څخه به په بېلابېلو برخو کښي استفاده وسي او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو پراختیا به لا اغېزمنه سي.

په یاده ناسته کي د طب پوهنځي نورو استادانو هم ویناوي وکړې او د ګډو همکاریو د دوام غوښتنه ئې وکړه او په وروستیو کښي د دواړو ادارو د مسئولانو ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا په موخه د ګډو علمي او مسلکي ورکشاپو د جوړېدو، د څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا، د کندهار پوهنتون د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروګرام د محصلانو د علمي څېړنو په برخه کښي د لازمې همکارۍ، د ليرو سیمو د څېړنیزو سفرو د آسانتیاوو برابرولو او د کندهار پوهنتون او د عامي روغتیا ریاست ترمنځ د ګډي همږغۍ کمېټې د فعاله کولو په اړه هر اړخیز بحث وسو، چي په پایله کښي دواړو خواوو د یادو برخو د عملي کولو او دوامداره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.