د کندهار پوهنتون رئیس له بېلابېلو پوهنځيو او دارالصالحین لیلیې څخه لیدنه وکړه
د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د پوهنتون د بېلابيلو برخو څخه د لیدني په لړ کښي، د علمي مرستيال پوهنيار مولوي سيف الله سعيد په ملتيا، د ښووني او روزني، کمپیوټر ساینس، ژبو او ادبیاتو پوهنځیو او دارالصالحین لیليې څخه لیدنه وکړه، د یادو پوهنځیو له استادانو او محصلانو سره ئې خبري وکړې او د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې.
د لیدني په ترڅ کښي شیخ صاحب د یادو پوهنځیو له استادانو سره جلا ـ جلا مجلسونه وکړل، د هغوی کاري غوښتني ئې واورېدې او د چارو د لا ښه والي په اړه ئې ځيني لارښووني ورته وکړې؛ ورپسې ئې د پوهنځیو بېلابېل درسي ټولګي وکتل، له محصلانو سره ئې خبري وکړې او د هغوی د زده کړو اړوند غوښتني ئې واورېدې.
همداراز د کندهار پوهنتون رئیس د دارالصالحین لیلیه هم وکتله، د محصلانو د اوسېدو د شرایطو، خوراکي خدماتو او ورځنیو آسانتیاوو په اړه ئې معلومات وکړل؛ او د هغو نظرونه او وړاندیزونه ئې واورېدل.
نېټه: ۱۴۴۸/۵/۲۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت