د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د هیواد په کچه «اعلی» درجه ترلاسه کړه

kdru_admin
Mon, Oct 06 2025 5:23 PM
image



د لوړو زده کړو وزارت د (۱۴۰۴ل.) کال د پسرلي (بهاري) سمیسټر د ارزوني په لړ کي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د هيواد په کچه د ټولو پوهنتونو او جامعاتو ترمنځ، د غوره فعالیتو، د ښو طرحو او اغېزمنو برنامو له امله «اعلی» درجه ورکړه.

یاده درجه د محصلانو د چارو په برخه کي د مؤثر مدیریت، د محصلانو د ستونزو د حل، د منظمي همږغۍ، د محصلانو د ظرفیت لوړوني او روزنیزو پروګرامو د پلي کولو او د خدمتو د کیفیت د لوړوالي په اساس ورکړل سوې ده.

د کندهار پوهنتون قدرمن رئيس، د معاونیتو مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان، استادان او اداري غړي د دې ستر ویاړ د ترلاسه کولو مبارکي د پوهنتون ټول علمي او اداري کهول، محصلانو او په ځانګړې توګه د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت ته وايي او دا لاسته راوړنه د پوهنتون د ګډ کار، ژمنتیا او دوامدارو هڅو نتیجه بولي.

نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۳